جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبيو وړانديز! – مینه ګودر / اصف صمیم

يو وړانديز! – مینه ګودر / اصف صمیم

د لومړني قلموال په نامه

بويه که د مينې او ژمنې په بېديا کې انګازه وکا!

پر سپېڅلي کتاب (قرآن) مؤمنو، د کتاب مينه والو او د کتاب د نړۍ نړيوالو!

ځولۍ ځولۍ سلامونه او لپې لپې زارۍ.

تاسې ښاغليو او آغليو ته به پته وي، چې موږ په کامه کې د حمزه کتابتون په نامه يوه مطالعاتي او څېړنيزه منځۍ د خپلو انټرنيټ مېنو ځوانانو د علمي ودې د پراختيا په موخه پرانستې ده. که څه هم زما د اټکل او تصور تنده لا د لوستوالو او مينه والو په راتګ او مراجعه نه ده ماتې شوې او همېشه مې خپلو هغو دوستانو ته چې له کتابتون نه د مراجعينو د استفادې پوښتنه کوي، ځواب دا وي، چې زه هسې تشو ټوکريو ته ناست يم، که څه هم دومره نهيلی نه يم او په دې هيله پايم، چې:

توره شپه به خدای رڼا کړي

شين خالۍ به خدای پيدا کړي

ځوانان به خدای له خپلو عصري او تخنيکي اسانيو نه د ګټنې تر څنګ له لوست او کتاب سره مينې ته هم وزګار کړي، خو ددې ارمان په ګنډه او غوټه کې مې يوه بله هيله، غوښتنه او حتی د زاريو ځولۍ هم مله کړې او هغه دا چې: د حمزه کتابتون له شتمنيو- چې په حقيقت کې د ژبې، ادب، تاريخ، دينپوهنې او نورو پوهنو د ځوانو مينه والو شتمني ده- ځنې د ((جمهوري پلوشې))، مجلې د ۱۳۵۵-۱۳۵۷ ل جونګ او کوليکسيون کوم مينه وال په هېر يا لوی لاس له ځان سره ټينګ کړی دی، له ۱۳۸۷ل راهيسې مې دا پنځه کاله د بيا راکولو په تمه او اسره تېر کړه، چې بويه که د حمزه کتابتون شتمني خپله شتمني وبولي او د ګران انځور دا مرغلره د غوږ مندرۍ کړي:

چې له ده نه کتاب مه ستنوئ، ورويې سپارئ، چې درته خوندي يې کړي.

درنو مينه والو!

زه د خپلې، بلکې ستاسې ددې ورکې پر ارزښت هله پوه شوم، چې د افغانستان د علومو اکاډيمي يوه ښاغلي راته په غږ مل کې وويل، چې ما ټول کتابتونونه او مراجع ولټول، خو مخ مې پر دېواله ولګېداو د جمهوري پلوشې کلکسيون مې ونه موند.

اوس نو ستاسې او هغه چا چې دغه غونډ او جونګ ورسره بې استفادې پروت دی، خوښه چې زما د وړانديز ځولۍ تشه پرېږدي، که يې په ډکولو ځان درنوي او ما نازوي او که …؟

له مخکې نه منندوی

محمد آصف صميم

۱۳۹۲ / ۷ / ۲۷

مازيګر (پخوانی ګودرکتابپلورنځي)

جلال آباد

2 COMMENTS

  1. زموږ خلک له بده مرغه دومره بې احساسه دي، که دا کلکسیون همدا اوس دده کور کې وي، د زیات پنډوالي او دروندوالي له امله به ېې له درسپارلو هم انکار وکړي او ځان به په (نه) تیر او خپل وجدان راضي کړي

  2. د لیکنې عنوان او محتوی هم سره برابر ندي.

    د (وړاندیز) پر ځای د (غوښتنه) عنوان ښه او پرځای بریښي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب