جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماد بالیووډ مشهور لوبغاړي ولې په واده کولو باور نه لري او...

د بالیووډ مشهور لوبغاړي ولې په واده کولو باور نه لري او لا هم مجرد دي؟

تاند  –  که د بالییوډ سینما د فلمونو مینوړال یاست نو پوهېږئ به چې د بالیووډ ډیرې مشهورو اداکارانو لا هم ودونه نه دي کړي او له پنځوس کلونو یې عمرونه هم اوښتي؛ مګر لا هم مجرد ګرځي.

خو پوهيږئ دوی ولې ودونه نه کوي او ولې بار بار وایي چې ودونو باندې باور نه لري؟

په وروستيو کې د (فايټر) فلم ډايريکټر جګن نات په يوه مرکه کې وویل چې د واده خبرې زړې شوې دي او مخکښ خلک اوس واده نه کوي.

هغه دا هم وويل، چې کوم خلک له خپل کار سره ډېره مينه لري، هغوى ته نه ده پکار چې واده وکړي.

نوموړي وويل، که غواړئ چې زده کړې ترلاسه کړئ، د نړۍ چکر ووهئ، نو بيا له واده څخه ليرې واوسئ او واده مه کوئ.

د دې مشهور ډایرکټر په وینا، کوم خلک چې غواړي له خپلې ښځې\خاوند سره ټلويزيون وګوري، نو بيا دې هغوى ودونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د باليووډ په سینما کې لا هم داسې مخکښ هنرمندان شته دي چې عمرونه یې اوس ډېر له ۵۰ او ۶۰ کالونو هم اوښتي، خو دوى ودونه نه دي کړي او د واده په کولو هېڅ باور نه لري.

د دې ډلې یو هم مشهور او د کروړونو مینووالو درلودونکی سلمان هم خان دی.

سلمان په هندي سينما کې تر ټولو د زيات عمر مجرد ګڼل کېږي او له تېرو څو کلونو راهيسې رسنۍ او مينه وال د هغه څخه د واده په تړاو پوښتنې کوي.

د سلمان خان يارانې له ډېرو مشهورو هنرمندانو سره تېرې شوې دي، خو هغه تر اوسه واده نه دى کړى، بلکې په يوه مرکه کې يې دا هم ويلي و، چې واده بربادي ده.

همدا راز د باليووډ فلمونو بل مشهور ډايريکټر، پروډيوسر او اداکار کرن جوهر هم واده کول نه غواړي.

هغه د سروګيسي په مرسته دوه ماشومان هم ترلاسه کړي دي، خو له رسنيو سره هغه په مرکو کې ويلي دي چې نه غواړي واده وکړي، ځکه تر هر څه ورته خپل کارونه ډېر مهم دي.

دغه راز د باليووډ مشهور اداکار اکشى کهنه چې د ژوند څلور لسيزې يې پوره کړې دي، هغه له رسنيو هم ځان ډېر ليرې ساتي او تراوسه پورې يې واده هم نه دى کړى او نه يې په راتلونکي کې اراده لري.

ايکتا کپور چې د هندي سريالونو جوړونکې او یوه مشهوره اداکاره ده لا هم واده نه لري.

دغه راز د کهو نا پيار هى په څېر بريالي فلم بله تکړه اداکاره اميشا پټيل چې په ډېرو نورو بريالي فلمونو کې یې هم کار کړى دى تر اوسه مجرده ده.

هغې د فلم جوړونکي وکرم بټ سره هم څه وخت اړيکې درلودې، خو له هغه سره د اړيکو تر خرابېدو وروسته يې واده ونه کړ او تراوسه پورې يوازې ده.

دې ورته د بالیووډ نور مشهور اداکار هم شته چې تر اوسه یې ودونه نه دي کړي او وایي دوی په واده کولو ځکه باور نه لري چې له کارونو ورسره وځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب