تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې هېڅکله کوم ځانګړی پلان نه درلود، بلکې دا بهیر په خپله پر مخ ولاړ او د هغې فلمي سفر په تدریج پراخ شو.
رشمیكا، چې د هند د کرناټکا ایالت د کوداګو ولسوالۍ اوسېدونکې ده، تر دې دمه یې د تېلوګو، هندي، کناډا او تامل ژبو په فلمونو کې کار کړی دی.
هغې ویلي: «زه (کوډاوا) یم او د کوډاوا (ټک) ژبه وایم. زموږ په مورنۍ ژبه د فلمونو کوم صنعت نشته، نو ځکه ژبه هېڅکله زما د مسلک خنډ شوې نه ده. زه ټولې ژبې خپلې ژبې ګڼم.»
رشمیكا وايي، د هغې مینهوالو، چې نوموړې یې خپله کورنۍ بولي، په پیل کې به ورته ویل چې ولې په تېلوګو فلمونو کې کار نه کوي. وروسته ورته د هندي فلمونو په اړه هم ورته وړاندیزونه وشول او په دې توګه یې فلمي سفر په بېلابېلو ژبو کې پراخ شو.
د لهجې په اړه د خلکو غبرګون
کله چې له رشمیكا څخه د هغې د لهجې په اړه د خلکو د غبرګون پوښتنه وشوه، هغې وویل، تر هغه چې په یوه ځانګړې ژبه کې شوې پوښتنې ته په هماغه ژبه ځواب ورکولی شي، دا ورته بسنه کوي.
د هغې په وینا، د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د خپلو نندارچیانو د درناوي لپاره دا یوه مناسبه لاره ده.
رشمیكا وايي، په فلمونو کې د هغې د لهجې په اړه غیرضروري خبرو ته ډېره پاملرنه نه کوي، بلکې پر خپل رول او اداکارۍ تمرکز کوي.
هغې وویل: «د یوې اداکارې په توګه زما دنده دا ده چې په فلمي سیټ کې ښې کیسې وړاندې کړم او بیا خپل کور ته ستنه شم.»
نوموړې زیاته کړې چې په هر فلم کې باور لري چې د فلم ټول عوامل هڅه کوي، خپلې وړتیاوې په کار واچوي او یو ښه اثر رامنځته کړي. د هغې په وینا، د فلم وروستۍ پایله د ټولو کسانو د ګډو هڅو محصول وي او دا د نورو په کارونو کې د لاسوهنې پر ځای یوازې هڅه کوي خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي.