جمعه, اپریل 19, 2024
Home+په چونغر کې راغلي انتقادي افکار

په چونغر کې راغلي انتقادي افکار

ليکوال: پوهنيار ميوند بختيار[1]

   هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد

لنډيز

چونغر د ارواښاد اکاډميسين سليمان لايق لومړنۍ شعري مجموعه ده، چې د ثور تر انقلابه مخکې چاپ شوې وه. په دې شعري دوتر کې د ارواښاد لايق د چونغر پر څو ترانو سربېره نور شعرونه هم راغلي دي. چونغر د لرغوني بغلان د هغه غره نوم دی، چې د ټولواک کنشکا د وخت د سره کوتل ډبرليک هم په دغه غره کې دی. چونغر د ارواښاد لايق د شاهکارو آثارو له جملې څخه دی، چې له کرښې کرښې يې له وطن سره مينه څاڅي او د وطنيت مفکوره پکې په څپو ده. انتقادي اشعار هم په يو ډول د وطنيت تر جذبې لاندې پنځېږي. انتقاد کول او کره کتنه د انسان له خلقت سره راپيل شوي دي، د ډېرو شيانو په منځ کې د انتخاب حق هم يو ډول کره کتنه ده. ارواښاد اکاډميسين سليمان لايق يو سترګور نقاد و، چې په ټولنه کې پر شته بې عدالتيو، ظلمونو، ظالمانو، نابرابريو، بې انصافيو، بې انصافانو او د ناخوالو پر علتونو يې نيوکې او انتقادونه کړي دي. د افغان انسان د نېکمرغه راتلونکي لپاره يې د هر ظالم و جابر پر وړاندې لکه غر هسک درېدلی دی او له هيچا څخه يې هم سترګه سوځېدلې نه ده. دا او دې ته ورته څېړنې به د موډرنې شاعرۍ د سرلاري ارواښاد اکاډميسين سليمان لايق په پېژندنه کې بې ثمره نه وي. په دې څېړنه کې دا جوته شوې ده، چې ارواښاد لايق پر دې سربېره چې ټوله شاعري يې د وطنيت له افکارو څخه مالامال ده، په شعر کې د نقد، چې د معاصرې ژمنې شاعرۍ اصل دی، هم ډېرې ليدل کېږي، چې دلته مو خبرې پرې کړې دي. د دې څېړنې ډول کتابتوني دی او موضوع مو د تشريحي ميتود په مرسته څېړلې ده.

آروييونه: لايق، چونغر، انتقاد

سريزه

ارواښاد سليمان لايق د پښتو ژبې يو حقدار ليکوال و شاعر دی، چې د هيڅ کوم جابر پر وړاندې يې تر ژبې لاندې خبره نه ده کړې. لايق يو باغي و ياغي شاعر دی، چې له نوې ځوانۍ څخه بيا د ژوند تر پايه يې په هسکه غاړه د هر ظالم و جابر پر وړاندې خپل ږغ پورته کړی دی، نيوکې يې پرې کړې دي او د وطن، خلکو او ژبې په وړاندې يې خپل رسالت په ښه توګه ترسره کړی دی.

د ارواښاد لايق د شعر په محراق کې انسان قرار لري، د افغان انسان د نېکمرغۍ لپاره ترانې ليکي، د افغان انسان د روښانه راتلونکي لپاره يې شاعري ځانګړې کړې ده او د افغان انسان د روښانه راتلونکي په مخ کې پر خنډونو باندې يې نقد کړی دی. هره هغه ايډيالوژي چې په هغه کې انسان اصل او نور شيونه فروعات وي، د تحسين وړ ده، ځکه که اديان دي که مذاهب که هنرونه دي که فلسفې د ټولو مراد د انسان نېکمرغي ده او بس. د ارواښاد لايق د ايډيالوژۍ په صدر کې هم افغان انسان قرار لري، د دې ادعا د ثبوت لپاره تاسو کولای شئ چې، زموږ د ماډرنې شاعرۍ د سرلاري – ارواښاد لايق – شعري دوترونه پسې وګورئ.

انتقاد، نقد او کره کتنه د انسان په طينت کې اخښلي څه دي، يو څوک که وغواړي که نه، له انتقادي فکر و نظر څخه ځان ساتلی نه شي. دا بيا بېله خبره ده، چې يا پر مخ نقاب غوړوي، يا مصلحتونو ته ګوري او يا خپل فکر و نظر سانسوروي او پر حقايقو پښه ږدي. کره کتنه او تنقيد د حقايقو له راسپړلو سره مرسته کوي، تربتې شوې چيغې ازادوي او د يوې ښې ټولنې په منځته راوړولو کې خپل کردار ترسروي.

سليمان لايق شاعر و، اديب و، سياستوال او سياستپوه و، د ټولنې ويښ فرد و او لوی انسان و. د ټولنې ويښ وګړي د اسارت خلاف وي، د فکر پر ازادۍ ګروهمن وي، له ظلم و نابرابرۍ سره ناباندې وي، د ټولنې هوسايي او نېمکرغي ته ژمن وي او د کره کتنې او انتقاد ماده پکې تر نورو غښتلې وي.

ارواښاد لايق هم يو ښه نقاد و، د شعر په ژبه يې پر هر هغه چا او هغه څه انتقاد کړی دی، چې د وطن په خير به نه و، يا به پر غلطه روان و. ارواښاد لايق نه له چا ډارېدلی دی او نه يې له چا تمه کړې ده، نه يې حقايق تربت کړي او ترې ريښتينولۍ مړه شوې ده.

په دې کوچنۍ مقاله کې يوازې د چونغر شعري دوتر اشعارو ته کتنه شوې ده، ځکه دا د ارواښاد لايق لومړنۍ شعري مجموعه ده، د دې مجموعې شاعر لا په عملي توګه سياست ته داخل شوی نه دی، دلته لا لايق شاعر دی، د سياست د سريښو ډنډ ته يې لا دانګلي نه دي. له چونغر څخه وروسته بيا شاعر نورې شعري مجموعې هم لري، د بېلګې په توګه (ساحل) چې د شعار پله پکې درنه ده، شاعر بيا هماغه د شعر پخوانی تقدس ساتلی نه دی، د اشخاصو يې مخامخ ستاينې يا غندنې کړې دي، مخامخ يې د ګوندي نظرياتو په قرينه کې اشخاص يا پديدې نقد کړي دي. دلته زموږ سر و کار له شاعر لايق سره دی، نه د ګوندي فرکسيونونو په ګردله کې له ايسار سياستوال سره.

انسان د ژوند په بهير کې له مختلفو پړاوونو څخه تېرېږي، زما په اند د اروښاد لايق د ژوند درې مرحلې دي؛ لومړۍ د ثور له انقلابه مخکې زمانه، بيا د ثور له انقلابه وروسته زمانه او درېيمه هغه زمانه چې د هيواد سترګور شاعر مهاجر کېږي، وطن د وينو سيند ګرځي، هر خوا د وينو ارزاني وي، خوښۍ لښلي او غم مېلمه وي، د يوه ستر ملت د وقار جنازه پورته شوې وي او د وطن پر مادي و معنوي شتمنيو لوټ و تالان ګډ و.

د ارواښاد لايق د ژوند د لومړۍ او ورستۍ مرحلې شاعري لوړه او عالي ده، د شاعر له هرې کلمې د وطن مينه څاڅي، د شعر په بيت بيت کې يې بغاوت، مينه، نقد، شکست، بريا او نااميدي سره غاړه غړۍ شوي دي او د شاعر د کلام او شخصيت جاويدانتوب ته يې زمينه مساعده کړې ده.

دلته موږ نه غواړو چې دا نقاد شاعر نقد کړو، ځکه زموږ د شاعر شعر د هماغه مشخص زمان و مکان او هماغو حالاتو مولود دی، که د هماغه زمان و مکان په قرينه کې د ارواښاد لايق پر هنر باندې څوک کره کتنه کوي، ويې دې کړي، ځکه لايق هم انسان و او انسان چې کار کوي، حتما به اشتباه کوي.

د څېړنې اهميت او مبرميت

د ارواښاد اکاډميسين سليمان لايق د لومړنۍ شعري مجموعې په اړه مې داسې څېړنه تر سترګو شوې نه ده، چې چا دې په (چونغر) کې انتقادي افکار پلټلي وي. ما ښه وګڼله چې د پښتو ژبې د دې حقدار شاعر و ليکوال په لومړني شعري دوتر کې انتقادي افکار وپلټم، چې د ټولنې کومې برخې يې نقد کړې دي. نقد و کره کتنه د يوې سالمې ټولنې په منځته راوړولو کې مهم چار پر مخ بيايي.

د څېړنې موخې

د دې کرښو موخه دا ده، چې د پښتو او دري ژبو د ستر انقلابي شاعر ارواښاد سليمان لايق په چونغر کې انتقادي مفکوره وڅېړو او تر لوستونکيو او مينه والو يې ورسوو او دا جوته کړو چې زموږ انقلابي و حماسي شاعر د ټولنيزو پېښو په متن کې اوسېدلی او ځينې ټولنيز مناسبات، پېښې، اشخاص او ځينې رويې يې نقد کړې دي.

د څېړنې پوښتنې

په دې ليکنه کې مو دغو لاندې پوښتنو ته د ځواب ويلو هڅه کړې ده:

– په چونغر کې انتقادي نظريات ليدلی شو؟

– ارواښاد لايق پر چا او څه شي نيوکې کړې دي؟

د څېړنې ډول او ميتود

 د دې کرښو په ليکلو کې له تشريحي ميتود څخه ګټه اخيستل شوې ده او د څېړنې ډول مو کتابتوني دی.

اصلي متن

ارواښاد اکاډميسين سليمان لايق يو انقلابي شاعر و، په شعرونو کې يې ټولنيز نقد جوت او ښکاره دی چې په دې مقاله کې به يې له بېلګو سره تشريح کړو.

اکاډميسين سليمان لايق څوک و؟

د ده اصلي نوم غلام مجدد د خليفه عبدالغني زوی، په خټه سليمانخېل دی. سليمان لايق د (۱۳۰۹) کال د ميزان په (۲۲) مه د کټواز په ښرنه کې زېږېدلی دی (روهي، ۱۳۷۸: ۱۱۶).

چونغر د ارواښاد اکاډميسين سليمان لايق د لومړۍ شعري مجموعې نوم دی، چې لومړی ځل په (۱۳۴۱) کال کې، دويم ځل په (۱۳۶۱) کې او د درېيم ځل لپاره په (۱۳۹۷) کې چاپ شوې ده.

چونغر د لايق د شاعرانه الهامونو لومړنۍ زانګو او د باختري آريايانو له تاريخ سره يو تړلی غر دی. (سرخ کوتل) چې د کوشاني دورې د مکشوفه ودانيو او ايرانوونکو تاريخي آثارو له کبله د نړۍ په لرغون پېژندنه کې ځانګړی ځای لري، د همدې چونغر په لمنه کې پروت دی. چونغر د جغرافيايي موقعيت له پلوه د بغلان د ولايت د پلخمري په ولسوالۍ کې د غوري دهنې ناوې لوېديځ ته، شمالا جنوبا غوړېدلی دی. د لايق د استوګنې کلی (بالادوري) د کر کر د غرونو د لړۍ په لوېديځو لمنو کې، چونغر ته مخامخ پروت دی (لايق، ۱۳۶۱: ۶۹).

نقد او انتقاد که څه هم سره ورته دي، خو په عنعنه کې نقد تر انتقاد ښه بلل کېږي، د انتقاد په اړه خلک وايي، چې ممکن يا پر ځای يا بېځايه وي، خو نقد تر ډېره پورې پر ځای وي. د يادونه او درمندونه په سريزه کې ښاغلی امين افغانپور د ارواښاد لايق په اړه ليکي:

“دی تل منتقد، جمال ستايونکی او مبارز پاته شوی او پرلپسې يې خپل شعر ته پر انقلابي لاره وده او تکامل ورکړی دی. له همدې کبله ده چې په ډاډ سره ويلای شو، يو ځلمی او با مسؤليته نسل چې نن يې قلم په لاس کې دی، که وغواړي يا ونه غواړي د لايق د ادبي مکتب پيرو دي، د هغه په ليکه روان دي او د هغه په سبک شعر وايي” (لايق، ۱۳۵۷: ۶).

په کلاسيکه شاعري کې پرته له خوشال بابا موږ د نقد نمونې کمې لرو، چې شاعر دې خپله ټولنه نقد کړې وي، وروسته تر کلاسيکې دورې په معاصره دوره کې شعر سوکه سوکه له ګل و بلبل څخه د ژوند واقعيتونو ته مخه کوي، شعر ژوند ته مختص کېږي. بيا راوروسته موډرنه شاعري شروع کېږي، چې زموږ شاعر ارواښاد اکاډميسين سليمان لايق يې له سرلارو څخه ګڼل کېږي. نقد هم په سيستماتيکه بڼه په معاصر وخت کې شروع کېږي نو نقد او نيوکه به هم د معاصر شعر ځانګړنه وبولو چې د ارواښاد لايق په شعرونو کې ډېر ورسره مخ کېږو.

استاد لېوال د لايق صاحب د موډرنې شاعرۍ په اړه ليکي:

که په اوس زمانه کې د  لايق، بېنوا، الفت، حمزه، غني، ننګيال، دروېش، سايل او نورو د هنري تجربو له برکته ځوان شاعر ښکلي تصويرونه پنځولای شي، نوښت بلل کېږي، خو که سليمان لايق په ۱۳۳۹ لمريز کال کې داسې انځورګري کولای شي، نو ښايي تر نوښت پورته توانمندي يې وبولو ( لېوال، ۱۳۹۳: ۹۱).

کوم پوه ويلي و، چې ادب بايد هغه څه تصوير او تجسيم کړي، چې اجتماعي انسان ورسره علاقه لري او ناراموي يې، ارواښاد لايق هم ټولنيز ژوند تصوير و تجسيم کړی دی، د هنر و ادب لوړې فنپارې يې پنځولې دي. لايق صاحب يو ژمن شاعر و، په متعهدې شاعرۍ کې نقد او کره کتنه پوره ځای لري، چې زموږ شاعر تر هر چا ورسره ډېر بلد دی. لايق صاحب په جار ناره کړې ده:

دا زموږ د سترګو وړاندې، غني ګوره څه تېرېږي

يو باتور ملت غرقېږي، يو مضبوط وطن نړېږي

خدايه دا دې څه را وکړل، چې يو نر دې راپرې‌نه‌ښود

هر کمره ته چې تکيه شو، لکه شګه را شړېږي

خدايه څرنګه بدل شوو، د افغان درانه خويونه

په هر چا چې موږ تکيه شو، په پرديو پلورل کېږي

دا دې څه بلا اخته کړه، زموږ په دې بدمرغو خلکو

نه له تا څخه ډارېږي، نه له دوی څخه شرمېږي

شمله هغلته شمله وي، چې په نر باندې وي لکه

اوس په هر کدو جګېږي، اوس په هر هجړا ښورېږي

يوه دنيا د برم او بذل، يوه نړۍ د مېړنيو

د غروب پر لوري درومي، د تاريخ له پاڼو لوېږي

يا په دا لاندې بيت کې هم شاعر د انتقاد توغ لوړ ساتلی دی:

تور پنجاب يې راووست د کابل په غېږ کې کښېناوه

اوس به د جومات حرامي دې انجام ته څه وايي؟

ارواښاد لايق تر هر چا ډېر د جګړې ضد ادبيات پنځولي دي، د جګړه مارو د جګړې ماهيت يې بيان او نقد کړی دی، لکه:

کوم جنګ چې خور دی، اوس په وطن کې

زموږه نه دی، دا د پردو دی

پخوانو څومره، رسا ويلي

چې د خره مړينه، واده د سپو دی

(منګل، ۱۳۹۱: ۱۲۵)

لايق خپل شعر ژوند او ټولنې ته ځانګړی کړی دی، څوک چې د ده د شعر بېلې بېلې ټوټې لولي، بې له څه شک څخه دا ورجوتېږي چې د ده شعر او ادب د ژوند او ټولنې ملګری دی، د ټولنې د اصلاح او سمون روښانه هينداره ګڼل کېږي، دا هينداره ژوند او ټولنه په هغه شان سره راښيي، لکه څنګه چې وجود او شتون لري، په دې کې د چا ستيانه او مدحه نه ليدل کېږي، د ولسونو او خوارو د خواريو او ظلمونو څخه پرده پکې پورته کوي، هغه په روښانه توګه يادوي او راځلوي يې (منګل، ۱۳۹۳: ۱۸۸).

اوس راځو او د چونغر له پاڼو څخه د ارواښاد لايق صاحب هغو نيوکو ته تم کېږو، چې د ټولنې پر مختلفو اقشارو يې کړې دي او د هيچا پروا يې هم ساتلې نه ده. د ارواښاد لايق يو کمال دا و، چې هيڅ وخت يې د تبر خولې ته ليمڅی نه دی منلی او نه يې د حقايقو په بيان کې له چا سترګه سوځېدلې ده.

د خپل وخت پر حاکمانو نيوکې

لايق يو سترګور نقاد و، په لاندې شعر کې يې د وطن حاکمان تر نقد لاندې راوستي، چې د جنت غوندې وطن لرو خو باغوان يې د کار نه و، ځکه داسې شاړ پروت دی. ارواښاد لايق وايي:

که لاسونه د باغبان وای خوځېدلي

لا پخوا به دا بېديا وه ګلستان

هره لوېشته يې د مينې منزلګاه وه

دا وطن چې اوس لوڅ شوی او عريان

هره تيږه د وطن بچو ته ژاړي

خو افسوس چې څوک يې نه اوري فغان

هره څنډه به يې رشک د فردوس شي

که پې سم شي د خولو ګرم باران

l(لايق، ۱۳۹۸: ۷)

د وطن پر ځوانانو نيوکې

ځوان کهول د يوه هيواد د بشري انرژۍ تر ټوله عمده منبع ده، که چېرته سمه استفاده ځنې وشي، خپلو مسووليتونو ته يې څوک متوجه کړي، ويې روزي؛ نو د وطن د نېکمرغۍ خښته ږدول کېږي.

په لاندې شعر کې که ځوانان تحرک ته رابولي خو په مرموزه توګه پر هر هغه چا نيوکه هم شته، چې پر خوب ويده دي، که راويښ نه شي، زمانه به ترې تېره وي او دوی ممکن د بريا د قافلې د پښو ګرد لا ونه ويني. ارواښاد لايق ځوانان مخاطبوي:

ځوانه ګوره چې فرصت درنه لاړ نه شي

زمانه انتظار نه باسي تېرېږي

زمانه به پرده پورته کړي له کاره

د زاهد زړګی که چوي که ويلېږي

چې په سر کې يې هوس د مستۍ نه وي

هغه کام نه پورته کېږي نه رغېږي

(لايق، ۱۳۹۸: ۸)

د ځوان او زاړه په اړه وايي:

ځوان هغه دی چې د ځوان فکر خاوند وي

نه هغه چې د اوهامو په دام بند وي

سل ځوانان دې تر هغه زاړه قربان شي

چې خاوند د نوي رنګ او نوي خوند وي

(لايق، ۱۳۹۸: ۱۱۴)

ځوانه ځان لپاره ژوند څه ژوندون نه دی

ګوره پام کړه دا سبا دی پرون نه دی

څو د خلکو په غمونو کباب نه شي

هغه تيږه د سارا ده، لړمون نه دی

(لايق، ۱۳۹۸: ۱۱۵)

اخلاقي نيوکې

که څه هم اخلاق نسبي پديده ده، داسې ټولمنلي اصول نه لري، چې آفاقي دې وي، هر ځای او هر چاته د منلو وړ دې وي، خو يو لړ داسې اخلاقي قوانين شته چې بشر‏شموله دي او د نړۍ په هر ځای کې خلک ورته ژمن وي. ارواښاد لايق د شتمنۍ لالچيان داسې نقدوي:

دا طلا چې هر سړی يې په ارمان دی

دا قاتل د شرافت او د وجدان دی

فلز نه دی استبداد دی تجاوز دی

د بشر په عواطفو کې شيطان دی

(لايق، ۱۳۹۸: ۱۰۷)

هسې تللي يو د خپل ځان په غمو کې

د پيسو په تموج او توفانو کې

که انفاس د مسيحا راشي علاج ته

مبتلا به شي په فکر د پيسو کې

(لايق، ۱۳۹۸: ۱۰۹)

کوم ملت چې خر د خان وي ملت نه دی

چې د خپل قوت نادان وي ملت نه دی

چې د نورو له ويالې څخه وېرېږي

او غافل د خپل توفان وي ملت نه دی

(لايق، ۱۳۹۸: ۱۱۲)

د نوي او زاړه تر منځ جګړه به تل روانه وي، ځکه دا د طبيعيت قانون دی چې زوړ به ځای ځوان ته پرېږدي، نوی ژوند نوی آهنګ غواړي او په ماضي کې پاته کېدل د مړو ملتونو ځانګړنه وي.

په لاندې شعر کې ارواښاد لايق ته هم کور و ګور و پېښور درې واړه يو شوي دي. نوموړی پر زاړه نظام داسې نقد کوي:

مکتب غم، اداره غم، کلی او کور غم

ميندې غم، پلرونه غم، نيا او ترور غم

د زاړه نظام له ظلم او له فساده

په وطن باندې راګرزي کور په کور غم

(لايق، ۱۳۹۸: ۱۱۲)

موږ ته له زړو نه لا زاړه غمونه پاتې دي

خدازده چې د عصر نوي يون کې به لا څه وي؟

(لايق، ۱۳۹۸: ۳۷)

پر ځان غاوره څوک هم د لايق صاحب د نقد له غشي خوندي نه دی پاتې شوی، پر ځان بېځايه مغرور به حتما زېړمخی کېږي. په دې اړه استاد پسرلی هم وایي:

چې زوال يې وي راغلی وړ يې واوړي

له يخنۍ چې شي کنګل اوبه ماتېږي

استاد لايق بيا داسې اخطار ورکوي:

مه اخله نظر بلند‏نظره له دې ټيټو نه

سپک به دې شي وزن د جګوالي له ميلان سره

(لايق، ۱۳۹۸: ۳۸)

پر خپلو ملګرو نقد

په لاندې شعر کې يې پر خپلو ملګرو نيوکه کړې ده، چې ستاسې خامې هيلې ما ځوروي، داسې هيلې ولرئ چې په دې وارزي چې د تحقق لپاره يې يو ژوند څوک مبارزه وکړي. لايق صاحب وايي:

د ملګرو خامې هيلې، هغه چارې پر ما کاندي

چې تبۍ يې په غنم کړي، حرارت يې په شبنم کړي

(لايق، ۱۳۹۸: ۲۸)

په لاندې شعر کې هم له خپلو ملګرو څخه نهيلی ښکاري، د وخت ساقي ته وايي، چې په دغو تيږو کې شور نشته، په دغو انغريو کې اور نشته، دا سرونه له خماره خالي دي او هسې درمسال ته خټې کول نه دي پکار. لايق صاحب وايي:

ساقي که هر څومره پيالې کړنګوي

خو د يارانو اشتها نشته

(لايق، ۱۳۹۸: ۲۷)

پر پښتنو نيوکې

ارواښاد لايق هم لکه ستر خوشال پر خپل قام ډېرې نيوکې کړي دي، د خپل جنګ و جهل ځپلي ولس بده ورځ يې هم ژړلې ده او د پښتنو راويښول يې خپل رسالت بللی دی. د ارواښاد لايق په اړه هم د خوشال بابا لاندې شعر پوره صدق کوي:

زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده

په اور وسېځه دا تورې قلمونه

لاندې يې شعرونه راسره وګورئ:

څه ساده دی دا پښتون چې تربګني کا

زه د زړه وينې پې څښم دی دښمني کا

خلکو لاندې تر پښو ستوری سپوږمۍ کړل

دی لا دوو مېږو ته ناست دی او شپني کا

(لايق، ۱۳۶۳: ۳)

په لاندې شعر کې هم زموږ شاعر له خپل قامه ګيله من ښکاري، د لايق صاحب لاندې شعر تر اوسه پورې زموږ د قام انځور دی، تر اوسه پورې لا په خوب ويده يو، تر اوسه پورې لا بې مطلبه مزلونه کوو، تر اوسه پورې لا هغه د پسرلي صاحب په خبره: څه پسې ورک يو، څه پسې غواړو. پښتون قام تر اوسه پورې لا په مړيو کې بد او په ژونديو کې ښه نه لري، پښتانه تر اوسه لا د رڼا له لښکر سره يو ځای د تيارو خلاف يو ځای شوي نه دي.

لايق صاحب وايي:

بې مطلبه بې مطلوبه هره خوا وهي ګامونه

نه پوهېږم کوم پلو ځي دا زموږه کاروانونه

په دردو يو اخته شوي، نه طبيب شته نه دوا شته

څه بې ځايه کټېدلي دا زموږ زاړه دردونه

ويښ به نه شي دغه قوم که نغمه شم سر تر پايه

که رباب غوندې ګويا شي د لايق د زړه تارونه

(لايق، ۱۳۹۸: ۱۳)

د پښتنو شاعرانو له ډېر وخت راهيسې دا خپله دنده بللې ده، چې د اجتماعي شعور په لوړاوي کې برخه ولري، تر اوسه پورې لا پښتون شاعر لګيا دی، که يې بل څه وس نه دی رسېدلی نو شور خو يې جوړ کړی دی، هغه د شاعر په خبره: که وس دې نه رسېږي، شور جوړ کړه.

لايق صاحب وايي:

اې له عالمه آزرده پښتونه

اې وير ځپلې غمزده پښتونه

پخپل وطن کې د پردو مزدوره

د ازادۍ په نوم برده پښتونه

د ژوندانه له سيره پاتې شولې

په درانده خوب کې بېهوده پښتونه

کله به پاڅېږې مزل به کوې

اې د مرګي په خوب ويده پښتونه

په زولنو کې به حيات څه وي

د اسير قوم به صفات څه وي

سر چې جنون د ازادۍ نه لري

د داسې عقل به نجات څه وي

که کام بې عقله بې شعوره وي نو

فرق به د زهر او نبات څه وي

په غلامۍ کې به پښتون څه کوي

د دې پښتون به ثمرات څه وي

آيا پوهېږې د وطن بچيه

چې په پرده کې به نيات څه وي

(لايق، ۱۳۹۸: ۵۲-۵۳)

يو څوک چې غواړي له نورو سره ځان برابر وښيي، خو په علمي توګه په دومره اوبو کې ولاړ نه وي، لکه سيال يې چې ولاړ دی، نو بيا خپل هماغه نرګسيت په يوه بله جذبه کې پټوي او ځان پر ولس مني. ډېری دغسې ذهني رنځوران بيا ځان د قام او ژبې د مدافع په رول کې راڅرګندوي. هغه د چا په خبره تيارې جوړوي تر څو ځان د مشعل دار په رول کې راڅرګند کړي.

استاد لايق صاحب د پښتو اجاره دار ته داسې وايي:

د پښتو اجاره داره، بيا دې کوم دام غوړولی

بيا دې کوم يو ايسار کړی، بيا دې کوم يو کړولی

بيا په زړه کې چاته ګواښې، بيا د ننه چاته اېشې

بيا دې څوک په نښه کړی، بيا دې کوم يو نړولی

هر زلمي ته مه خرنډېږه، پخپل فکر مه ټينګېږه

زمانه لکه سېلاب ده، وړي هر زوړ له کاره تللی

(لايق، ۱۳۹۸: ۲۰)

د ارواښاد سليمان لايق ټوله شاعري له نقد و کره کتنې څخه مالامال ده، که څوک وغواړي، پر دې موضوع تيسيس يا ډيزرټېشن هم ليکلای شي، ځکه دا پراخه موضوع ده او د يوې مقالې په ججوره کې ځايېدای نه شي، نو پر همدې دليل ما يوازې د چونغر پاڼې پسې واړولې او د اروښاد لايق انتقادي مفکوره مې لږ و ډېره تر لوستونکيو پورې ورسوله.

ارواښاد سليمان لايق د پښتو ژبې او ادب سره تړلی نوم دی، دومره کار يې کړی دی، چې تر څو پښتون او پښتو وي، زموږ ياغي و باغي شاعر به ژوندی وي. ارواښاد لايق يو عمر پښتو او پښتنو ته خدمت وکړ، له وطن څخه مهاجر شو، د مهاجرت سخترې يې وليدې خو له خپله هوډه وانه ووښت او په پای کې لکه خوشال بابا داغلی زړه له نړۍ څخه رخصت شو. ارواښاد لايق خپله ستړې ساه وطن ته راورسوله او دا د پولادي عزم خاوند شاعر د خپلې خاورې برخه شو.

اې څومره تريخ يې د غربت اوره

چې سړی ورکړې، له خپله کوره

پرده د هيچا په چا کې نه شي

يا خپله کوره، يا خپله ګوره

اروا يې ښاده او ياد يې تلپاتی!

پايله

ارواښاد اکاډميسين سليمان لايق يو سياستپوه، ليکوال او شاعر و، چې د خپل ژوند زياته برخه يې ادبياتو ته په خدمت کې تېره شوه.  په دې ليکنه کې مو څرګنده کړې ده، چې ارواښاد لايق يو سترګور کره کتونکی او نقاد و.

په دې ليکنه کې مو يوازې د ارواښاد لايق د (چونغر) پاڼې اړولې دي او دا مو جوته کړې ده، چې څنګه او په کومو برخو کې يې انتقادي فکر ليدلای شو. دا په ډاډ سره ويلای شو، چې ارواښاد لايق يو پوخ کره کتونکی و، چې د دې ادعا ثبوت د ده شاعري ده، چې دلته مو يوازې له (چونغر) شعري دوتر څخه د ده د کره کتنيزو افکارو نمونې راخيستې دي. نقد و کره کتنه که عمراني جنبه ولري، د يوې هوسا ټولنې، يوه عالي ادب او هنر په تشکل کې اهم کردار ترسروي.

چونغر د ارواښاد لايق لومړنۍ شعري مجموعه ده، چې د ځوانۍ د وخت شعرونه او د چونغر څو ترانې يې پکې چاپ کړې دي، دا کتاب د ثور تر انقلابه مخکې چاپ شوی و، بيا د ثور له انقلابه وروسته هم چاپ شو او ما يې له اوسنۍ چاپ څخه ګټه اخيستې ده، چې په اوه نوي يم کال کې چاپ شوی دی.

د ارواښاد لايق د شعر په محراب کې انسان لوړ ناست دی او لوړ مقام لري، د ارواښاد لايق ايډيالوژي د انسان نېکمرغي ته ژمنه وه، د افغان انسان د روښانې ماضي په قرينه کې د حال او مستقبل د جوړولو توصيې هم لري، د افغان غميزې يو روڼ انځور هم وړاندې کوي. ارواښاد لايق د بدبختيو عاملانو ته سر نه ټيټوي او تل لکه (چونغر) تر مرګه پورې په هسکه غاړه ژوند کوي. ارواښاد اکاډميسين سليمان لايق يو پر وطن مين او وطنپرست شاعر و ليکوال و، چې که يې حماسه پنځولې ده، د خپل وطن لپاره، که يې تراژيدي تخليق کړې ده، بيا هم د خپل هيواد او خپلو خلکو لپاره. د ارواښاد لايق لويه هيله او موخه د اجتماعي شعور لوړتيا وه، د برابرۍ او مساوات او عدالت پلي کېدل وو او… خلک له خوبه راپاڅول و. لايق صاحب وايي:

ګوندې يار له درانه خوبه رابيدار شي

ما لېږلی د سپېدو په لاس پيغام خپل

اخځليک

۱- روهي، محمد صديق. (۱۳۸۴). د پښتو ادبياتو تاريخ. دويم ټوک. کابل: دانش خپرندويه ټولنه.

۲- لايق، سليمان. (۱۳۶۱). چونغر. دويم چاپ. کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي.

۳- لايق، سليمان. (۱۳۶۳). ساحل. کابل: د قومونو او قبايلو وزارت.

۴- لایق، سليمان. (۱۳۵۷). يادونه او درمندونه. کابل: دولتي مطبعه.

۵- لايق، سليمان.(۱۳۹۸). چونغر. کابل: د عازم خپرندويه ټولنه.

۶- لېوال، عبدالغفور. (۱۳۹۳). سليمان لايق او پښتو موډرنه شاعري. کابل مجله، درېيمه دوره اوومه او اتمه ګڼه. کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي.

۷- منګل، عبدالاحد. (۱۳۹۱). د استاد لايق يوه رنګينه سندره او باغوان ته خطاب. کابل مجله، اومه او اتمه ګڼه. کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي.

۸- منګل، علي محمد. (۱۳۹۱). د سليمان لايق د شعر په ګلستان کې څو پښتو متلونه. کابل مجله، ۹-۱۰ ګڼه. کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي.

[1]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب