Homeخبرونهپه افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان کارکوونکي ځورول شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان کارکوونکي ځورول شوي

تاند(پنجشنبه، سنبلې ٤)- د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي وايي، په افغانستان کې د دوى کارکوونکي ځورول او ډارول شوي دي.

د دې سازمان سرمنشي انتونیو ګوتريش په افغانستان کې د خپلو کارکوونکو په اړه خپور کړي پيغام کې د دوى د خوندیتوب لپاره د هڅو خبر ورکوي.

هغه وویل: “بشردوستانه مرستې نه یوازې ژوند ژغوري بلکې هیلې رامنځته کوي. خو زه ستاسو په اندیښنو، ستاسو په درد او ستاسو په تشویشونو کې شریک یم. زه د هغو رپوټونو په اړه خفه یم چې په تاسو کې یو شمېر له ځورونو او ډارولو سره مخامخ شوي یاست. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ټولو کارکونکو خوندیتوب زموږ اساسي لومړیتوب دی.”

د ملګرو ملتونو سرمنشي زياته کړه، د افغانستان په بحراني حالت کې د دوى د کارکوونکو فعالیتونه د ستاینې وړ دي او د لا خوندیتوب لپاره ښکېلو خواوو سره اړیکې ساتي.

نوموړي وويل:”موږ هر هغه څه ترسره کوو چې په وس کې مو وي، یعنې له ټولو خواوو سره د دوامداره اړیکو له لارې هڅه کوو، او دا کار ستاسو د خوندیتوب او هوساینې په اړه د ډاډمن کېدو او د اړینو حل لارو د موندلو لپاره ترسره کوو.”

دغه سازمان ټينګار کوي، چې په افغانستان کې د حکومتونو په بدلېدو د دوى فعالیتونه نه دي درېدلي او ژمنه کوي چې په دې هېواد کې د خدمت په موخه پاتې کېږي.

خو د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي دا ونه ویل چې چا، چېرته او کله د دوى کارکوونکي ځورولي او ډارولي دى.

تر اوسه د طالبانو اسلامي تحریک چې په ټول افغانستان ولکه لري په په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...