تاند- د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی سرپرست وزیر احمدشاه سادات د جرمني په یوه ښار کې د پېرودونکو کورونو ته پر بایسکل پیزا رسوي.
ښاغلي سادات په اکسفورډ پوهنتون کې د مخابراتو په برخه کې دوې ماسترۍ کړي دي.
په داسې حال کې چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر ښاغلی سادات د جرمني په لایپزیګ ښار کې پر بایسکل پیزه ډیلوري کوله (پیزا چا ته رسوله)، یوه سیمه ییز خبریال وپېژانده او دا عکس یې واخیست.
د مخابراتي ټکنالوژۍ په برخه کې د ښاغلي سادات ځینې لیکنې په تاند کې خپرې شوې دي.
سلیم عقل خو حُکم کوی چی:
۱ _ یا دې کس د وزارت په دوران کی نه غوښته خپل جیبونه ډک کړی یا شاید ددې کار فرصت ئې نه وی موندلئ.
۲ _ یا ددې کس جیبونه ډک دی او اوس غواړی پدې توګه د خلګو د سوءِظن د خنثی کېدو زمینه را منځته کړی.
۳ _ هیله ده (۱) الترناتیو حقیقت ولری.
دا کارونه په المان کي غير رسمي دي هم يي خيراتخوره کولای شي او هم يو مليونر ځکه چه دوي حکومت ته ماليه نه ور کوي. د المان سوشيل مهاجرو،بي وزلو يا هغو خلکوته چه د رسمي کار توان ونه لري او يا بيکاره وي دومره معاش د مياشتي ورکوي چه د يوي کورني ښه ګزاره ورباندي کيږي.
لنډه دا چه دا کار يو ايضافه درامد ده
خدایه شکر چی انسانان شته دا سړی د نیا او د اخرت مفتخر سړی دی خدای دی خو ښ لری!
د خلقیانو ۹۰٪ همداسی خلک وو!
په دې کارو يې فريب ونه خورئ. دا داسې مداري دی چې هسې د عوام فريبۍلپاره دا کار کوي.