جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهزما مرګ – احمد فرزان | لیکوال: نجیب الله ازاد

زما مرګ – احمد فرزان | لیکوال: نجیب الله ازاد

نن شنبې د ۲۰۱۸ کال د جنوري ۲۰ لمرينه خو خورا سړه ورځ وه او زه په غيرمعمول ډول شاه او خوا د سهار پر ۸ بجو د خوبه راويښ شوم، مخکې له دې چې ولامبم غوښتل مې ازاد (زما تر ټولو نږدې ملګري) ته زنګ ووهم چې دا دی سهار وختي راويښ شوی یم بیا به نه راته وايې چې تل تر غرمې پروت یې؛ خو بیا مې فکر وکړ که دې زنګ ورکړ بیا دې ځان په لاس ورکړ. خیر ټب مې د ګرمو اوبو راته ډک کړ او نیم ساعت پکښې وغځېمدم، د سهارنۍ وروسته مې خپلې جامې واغوستې او په مجلس کې د ګډون په موخه مخ په دفتر (د سولې عالي شورا) رهي شوم. شاه او خوا خلکو ته مې کتل هر یو سخت راحت روان و خو نه پوهېدم چې نن زما ولې دومره یخ کېدی نو ژر د سړک غاړې کراچۍ ته ودرېدم او يو موټی ګرمې نينې شوې جواري پلي رانيول او تر دفتره مې شخوند پر وواهه. مجلس خلاص شو او غرمه شوه، که څه هم زه خو هسې هم ډېره ډوډۍ خورم (په خټه ملا یم کنه ههههه) خو نن په دې سپین پلاسکو غوري کې نرۍ اوږدې ښې غوړې ترکستانۍ ورجو، په کوچني سپین او ګلابي غاب کې د پسه غورمه عجبه خوند راکاوه، لومړی مې د غورمې څخه د لم سپینه ټوټه په ډوډۍ کې تاو کړه مال ځه ژوند هسې هم دوې ورځې دی نن ماښام به بیا نیم ساعت اضافه ورزش وکړم.

د مازديګر تر لمانځه وروسته شاه او خوا درې نيمې بجې وې له دفتره مخ په کور (عزيزي ټاور) کرار کرار په پښو رهي شوم، هڅه مې کوله چې د قوای مرکز له خوا مخ په نوي ښار د سړک پر هغه غاړه قدم ووهم چې لمر پرې لګېږي خو لمر داسې ژېړ شوی و لکه د سولې د ناهيلۍ پیغام چې راکوي. ناڅاپه مې موبايل له جېبه راویست لمبر مې ډایل کړ:

راويښ شوې فیلسوفه؟ د ازاد له ټیلیفونه غږ راباندې وشو

هههههه، یا یا نن په خدای په ۸ بجو راويښ شوی یم، ته څنګه یې او چېرې یې؟

په دفتر کې یم خو ښه نه یم ستا مقاله ژباړم چې سخت یې ستړی کړی یم…

واه واه تینک یو سر، ښه پرون برايي پویان صاحب زنګ راکړ نن ماښام یې مېلمانه يو، ځان اماده کړه نن به د کانټینېنټل ډوډۍ درباندې وخورم، دا دې د مقالې مزدوري.

ځغله ناځوانه په پردۍ ډوډۍ مو چاغوې، ولاکه نن د ښور یم، رحمان صاحب هم راروان دی، زه به پویان صاحب ته هم زنګ ورکړم او ته هم دلته راځه.

پویان صاحب نور مېلمانه هم لرل نو بس د هغه پر خوا ورغلو، لا مو روغبړ نه و خلاص شوی چې د هوټل په لومړي منزل کې ټکان شروع شول، ما ژر په ورخطايي پر ازاد غږ وکړ او د ټکانو مې ورته وویل، هغه راته وخندل ول نه مې درته ویل چې بیا په جوارو کې مه کښېنه، مال پيره مسخرې نه کوم، د دې خبرې له اورېدو سره دی هم جدي شو او ماته یې لارښوونه کوله چې څه باید وکړم او ډاډ یې راکړ چې امنیتي ځواکونه خبروي، خو په دې منځ کې زما او د ازاد تر منځ څو څو ځلې خبرې وشوې تر هغو چې زما ټيليفون ګل شو.

زموږ خونه ۴۰۲ چې په څلورم منزل کې وه یو د خوب چپرکټ پينځه چارمغزي رنګ څوکۍ او په همدې رنګ کې يو مېز پروت و. د خونې سپينې پردې توپاني حالت خپل کړ، او شاه او خوا يوه وېروونکې چپتيا خپره شو، يوازېنۍ غږ د ډار او وحشت و، د يو دوو کسانو وحشتناک اوازونه د ورخطا ګامونو غږونه اورېدل کېدل او بس. په دې وخت کې زما ټول حواس داسې سول لکه د تري ډي سینما پر پرده چې ډېر وحشتناک فلم ګورم چې له هر غږ سره یې زما د وجود وېښته ځيږ شي. ناڅاپه مې سترګې ړندې او د فکر صلاحيت فلج شو، خو ژر پوه شوم چې لا نه يم ړوند شوی بلکې برېښنا قطع شوې او موږ د خپلو ټيلیفونونو غږ بند کړ، ما ناڅاپه د ښيښې ګلاس کې اوبه واچولې، ګلاس ته اوبو د تویولو غږ داسې و لکه د سمندر تېزې څپې چې د شپې ناوخته توپاني شي، ما ګلاس راپورته کړ چې اوبه وڅېښم خو ګلاس نه راڅخه پورته کېده او ناڅاپه مې د ګلاس د ماتېدو غږ تر غوږو شو چې پام مې شو ګلاس راڅخه لوېدلی و، دې غږ زموږ په خونه کې وېروونکې خاموشي ماته کړه او موږ ژر ژر په کوټه کې پروت چپرکټ او مېز دروازې ته تمبه کړل ترڅو ترهګر و نه شي کولای چې کوټې ته دننه شي. په دې وخت کې ترهګرو دوازه په مرميو وويشته او دومره سوری یې پکښې جوړ کړ چې يو ډول پټرولي بم راوشړي، د بم د شړلو سره سم په کوټه کې ډېر بد غږ او سره لمبه جوړ شوه، دې هر څه په څو ثانيو کې زه ګنګس کړم او وجود مې د اعصابو تر قوماندې په وتو شو، ما هر څه هڅه وکړه لاکن ځان راته لکه سپین غر دروند او سوړ احساسېده، ډېر وخت به نه و تېر چې ځان مې د کوټې په چت پورې نيښتی احساس کړ، لاندې که څه هم اوور بل و او ډېر لوګی و خو ما خپل ځان د کوټې پر غولي پروت ليده، دا لومړی ځل و چې ما چغې وهلې خو غږ مې نه اورېدل کېده، زه هک حېران وم چې زه د چت سره نيښتی یم او کاملن روغ یم خو لاندې هم زه پروت يم اما ډېر ژر پوه شوم چې زه له خپل وجوده وتلی یم. بیا سهار شو، غرمه شوه، مازديګر شو، ماښام شو، شپه شوه او دريمه ورځ شوه. ما ليدل چې زما ماشومې لوڼي، نوره کورنۍ او ملګري په ما پسې په چغو چغو ژاړي، زه هم د دوی سره خبرې کوم خو هيڅوک نه ما ويني او نه مې هم غږ اوري او اخېر یې زه لحد ته ورښکته کړم، په دې مراسمو کې ليکوالان، شاعران، خبريالان، سياسيون، مدني فعالان او خپلو خپلوانو ګډون د پام وړ و.

په لحد کې زما د تابوت له چول�� خاورې دننه زما پر بدن توی شوې، دا چې زما بدن سخت سوځېدلی و د دې خاورو له کبله په درد او سوزش شو. بيا مې یو عجبه حالت احساس کړ لکه چې ملایکې رارسېدلې وې، اوس زما اسستجوابي ناسته پيل شوه، د سوال او جواب دا ناسته چې خلاصه شوه نو ما فکر وکړ چې يوازې څو شېبې به یې نيولي وي، خو ملایکو راته وویل چې پوره شپږ کاله تېر شوي. له دې ورسته ملایکو ماته وویل چې موږ تاته يو چانس درکوو، تا بېرته د انسانانو نړۍ ته لېږو، هلته به تا هيڅوک نه ويني خو ته به هر څوک وينې، ولاړ شه خپله کورنۍ، ملګري او عزيزان ووينه، که دې چېرې هغه دنيا بېرته خوښه شوه نو موږ به تاته بېرته عادي ژوند درکړو او که دې نه شوه خوښه نو بېرته دلته راشه، ماهم د دوی دا وړانديز غنيمت وباله او د کور په لور رهي شوم. پر لار مې چې خپل ښار ته سترګې شوې ډېر ښکلی شوی و، ماشومانې او پېغلې ښوونځي او پوهنتون ته پر لار روانې وې، ممکن زما لوڼې هم په همدې ډله کې روانې وې، کورته ته چې ورسېدم د کور بڼې ډېر تغیر کړی و، زما هغه سور موټر اوس نه ليدل کېده، لومړی مې د مطالعې کوټې ته ولاړم چې ګورم زما د زرګونو کتابونو څخه يوازې يو څو کتابونه پراته وو پر هغو هم دوړې پرتې وې، او لکه چې دا کتابونه مې هم مېرمنې او يا هم لوڼو زما د اخيري نښې په توګه ساتلي وو. زما د کتابونو په ډېر شوق جوړه شوې المارې هم ايستل شوې وه، د دې کوټې چې راووتم، ګورم په سایه رُخه کوټه کې مې مېرمن جارو کوي، سپین سرې او کمزورې شوې وه، د جارو کولو پرمهال یې پوره څلور ځله وټوخل، زه د خپلو ښکلو او شیک درېشيو (چې ما په دوبۍ او هند کې رانيولې وې) المارۍ ته ودرېدم، هلته مې بس يو فېروزیي کورتې او زما د ځوانۍ سپین پاچ پروت و او بس. يو څه وخت د همدې المارۍ څنګ ته کښېناستم او انتظار مې کاوه چې ښکلې او ګرانې لوڼې مې راشي چې ویې وينم. دا مهال به غالباً د ماسپښن ۲ بجې وې چې لوڼې مې له لېسې راغلې، عمرونه یې اوس هغه نه وو چې ما ليدلي وو، د دوی رنګو ته چې ما وکتل د خپلو زده کړو څخه خوار راضي راته ښکاره شوي خو په سترګو کې يې د یتيمۍ درد له ورایه ښکارېده.

له هغه وروسته له کوره راووتم، او د ملګرو پر لور رهي شوم، ملګري مې نن هم د هر مازديګر په څېر سره راغونډ شوي وو، چا شعر وایه، چا په اسلامي فلسفه کې بحث کاوه، چا بيا د سیاست خبرې کولې، د دوی خپل او نورو ليکوالانو اثار ښه کوټه پراته وو، خو يو شی چې نه و هغه فرزان او يا هم د فرزان یادونه، ملګري همغسې لکه پخوا خوشحاله وو او ټوکې ټپرې یې سره کولې، ما په دوی کې خپل هيڅ کمی احساس نه کړ، حتی د يو ځل له پاره هم زما نوم یاد نه شو. همدا و چې بیا مې خپل پخواني دفتر ته سر ورښکاره کړ، اوس دا دفتر يوازې په نوم دفتر و ځکه چې په وطن کې سوله راغلې وه، هرې خواته خوشحالۍ او ثبات و. خو بیا هم زما د دفتر پخواني همکارانو فرزان هیڅ په یاد نه و. د دې تر څنګ دا ښار هم راته ډېر نوی ښکارېده هر څه بدل شوي البته ډېر ښکلي شوي و، نوي ټکنالوژۍ راغلې وې، چې زما له پاره یې پېژندل لا ګران کار و. نو مې له ځانه سره فکر وکړ چې تللي خلک ډېر ژر هېرېږي، اما د نورو ژوند همداسې عادي روان وي، اوس که چېرې زه بېرته راشم نو د ډېرو په ژوند کې به يو ډول مزاحم وم او بیا زما له پاره هم په دې عصري او پرمختللي محیط کې ځان برابرول ستونزمن کار دی. فلهذا له کومه ځایه چې راغلی وم هغلته بېرته تګ مې غوره وباله….

1 COMMENT

  1. آزاد صاحب، ستاسو دا لیکنه له درده ډګه وه، رښتیا چې ډېر خواشینی شوم، ستاسو دا تخیلي لیکل شوی داستان د ستایلو دی، فرزان صاحب ته دې جنتونه په نصیب کړي، کورنۍ ته یې له خدای د ستر صبر هیله کوم، تاسو دې خدای له مونږه نه کموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب