Homeخبرونهطالبانو د کابل د هوايي ډګر د ادارې لپاره له ترکیې مرسته...

طالبانو د کابل د هوايي ډګر د ادارې لپاره له ترکیې مرسته غوښتې

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۳) ترک چارواکي وايي، طالبانو له ترکیې غوښتي چې د اګست په ۳۱ له کابله د لوېدیځو ځواکونو له وتلو وروسته د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر په اداره کې مرسته وکړي.

ترک چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دې ته په کتو چې ترکیه د روانې میاشتې تر پایه خپل ځواکونه له افغانستانه باسي، د کابل د نړیوال هوايي ډګر د خطرناک ماموریت په غاړه اخیستل به اسانه کار نه وي.

لا هم سلګونه ترک پوځیان د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې مېشت دي خو ترک چارواکو ویلي چې ټول ځواکونه په راتلونکو څو ورځو کې باسي.

د ترک پوځیانو لومړنۍ ډله نن د کابل له نړیوال هوايي ډګره خپل هیواد ته ستنه شوه.

د ترکیې د حکومت یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته وویل«طالبانو د کابل د هوايي ډګر د ادارې لپاره زموږ څخه تخنیکي مرسته غوښتې ده.»

دغه ترک چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، همداراز ویلي «له افغانستانه زموږ د ټولو ځواکونو له وتلو وروسته په داسې ماموریت کې ګډون موږ ته اسانه نه دی.»

ده دا هم ویلي چې د ترک ځواکونو له حضوره پرته د داسې ماموریت تضمین خطرناک کار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...