سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهکرزی او عبدالله په کور کې نظر بند کړل شوي

کرزی او عبدالله په کور کې نظر بند کړل شوي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۳) سي این این تلویزیون نن د باوري سرچینو په قول ویلي چې طالبانو د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی ريیس عبدالله عبدالله په کور کې نظر بند کړي دي.

کرزی او عبدالله په یوه کور کې اوسي ځکه چې څو ورځې وړاندې طالبانو کرزی له خپله کوره ایستلی و. نوموړی اوس د ښاغلي عبدالله په کور کې اوسي.

سي این این وايي چې ښاغلیو کرزی او عبدالله له پرون / چهارشنبې څخه په کور کې نظر بند کړل شوي دي.

د سي این این پر اساس، طالبانو په داسې حال کې کرزی او عبدالله په کور کې نظربند کړي چې د روانې اوونۍ په پیل کې طالب سرچینو وویل چې کرزی، عبدالله او ملابرادر به په هغه ۱۲ کسیزه شورا کې شامل وي چې د افغانستان اصلي واک به یې په لاس کې وي.

طالبانو د کابل له نیولو وروسته د حکومت د جوړولو لور ته ورو ګامونه اخیستي دي. تراوسه پورې یې د کورنیو چارو، دفاع، او مالیې وزیران او تقریباً د ټولو ولایتونو لپاره والیان ټاکلي دي. خو لا هم څرګنده نه ده چې د حکومت مشر به حوک وي.

3 COMMENTS

  1. لږ صبر وکړئ، طالبان به داسې زړه در باندې یخ کړي افغانانو چې هېڅکله به مو هیر نه شي

    آیا تاسې له پاکستان او ای اس ای څخه د خیر تمه لرئ؟!!!!!!!!!!!!!!!!!

    څوک چې وايي چې ګیدړه به چرک و نه خوري هغه سخت غولېدلی دی!!!!

  2. ماشاالله
    الله پاک دطالبانو ته نورهم توان ورکړی ترڅو په سولیز ډول سره دأخونی شل کلنی دوری مفسدین بیواکه کړی

  3. good news/booth karzai&abdullah are corrupt and can not work for afghanistan.
    ONLY DOCTOR ASHRAFGHANI IS HONEST AFGHAN,HE CAN REBUILD AFGHANISTAN.

    ZENDA BAAD DOCTOR SAHIB ASHRAFGHANI&HIS TEAM
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب