سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، کرزی او عبدالله یې نظربند کړي نه دي

طالبان وايي، کرزی او عبدالله یې نظربند کړي نه دي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۳) د طالبانو یوه چارواکي د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې شورا د پخواني ریيس عبدالله عبدالله د نظربندۍ خبرونه رد کړل.

نن سي این این تلویزیون د خپلو سرچینو په قول ویلي و چې طالبانو د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی ريیس عبدالله عبدالله په کور کې نظر بند کړي دي.

خو د طالبانو یو چارواکی حمدالله وثیق وايي چې دا راپور حقیقت نه دی.

وثیق ویلي چې ښاغلیو کرزی او عبدالله د راتلونکي نظام د جوړښت پهاړه د طالبانو له مشرانو سره په خبرو بوخت دي.

راپورونه وايي چې کرزی او عبدالله په یوه کور کې اوسي ځکه چې څو ورځې وړاندې طالبانو کرزی له خپله کوره ایستلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب