سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد کابل د هوايي ډګر چاودنه/ شېبه په شېبه

د کابل د هوايي ډګر چاودنه/ شېبه په شېبه

به بریدونو کې ۹۶ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي. شاوخوا ۱۵۰ افغانان ژوبل شوي دي.

د کابل د هوايي ډګر په حملو د طالبانو او ناټو غبرګون:

طالبانو د کابل د هوايي ډګر دباندې بمي حملې وغندلې.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي«اسلامي امارت د کابل په هوايي ډګر کې پر ملکي خلکو حملې په کلکه غندي. دا حملې په هغه سیمه کې وشوې چې امریکايي پوځیان یې د امنیت ساتنې مسوولیت لری.»

ده همداراز ویلي«اسلامي امارت د خپلو خلکو امنیت او ساتنې ته په ځیر پاملرنه کوي، او د شیطاني کړیو مخه به په کلکه ونیول شي.»

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د کابل د هوايي ډګر غبرګې انتحاري چاودنې وحشیانه تروریستي حملې وبللې، ویې ویل چې دې برید هغه افغانان په نخښه کړل چې هڅه کوي په نهیلۍ له خپل هیواده ووځي او ايتلاف هڅه کوي چې هغوی له افغانستانه وباسي.

ستولتنبرګ پر خپله ټویټرپاڼه کښلي«د کابل د هوايي ډګر دباندې دا وحشیانه تروریستي برید په کلکه غندم. له هغو کسانو سره خواخوږي کوم چې دوی یا یې عزیزان اغېزمن شوي. زموږ لومړیتوب به دا وي چې پاتې کسان څومره چې ژر کېږي، هومره چټک وباسو.»

په کابل کې څو نورې چاودنې وشوې. ځینې راپورونه وايي چې ۷ نورې چاودنې شوي خو دقیق معلومخات نه شته. خو ځینې راپورونه وايي، د ملي امنیت ۰۱ قطعه نن شپه له کابله وځي او خپلو ځیني پوځي وسایلو ته چاودنه ورکوي. خو د طالبانو ویندوی مجاهد وايي چې امریکایان خپل چاودېدونکي مواد الوزوي.

ځینې خبري اژانسونه وايي، د کابل په دې بریدوتو کې لږترلږه ۶۰ تنه وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

طالبانو د کابل د هوايي ډګر دباندې بمي حملې وغندلې.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي«اسلامي امارت د کابل په هوايي ډګر کې پر ملکي خلکو حملې په کلکه غندي. دا حملې په هغه سیمه کې وشوې چې امریکايي پوځیان یې د امنیت ساتنې مسوولیت لری.»

ده همداراز ویلي«اسلامي امارت د خپلو خلکو امنیت او ساتنې ته په ځیر پاملرنه کوي، او د شیطاني کړیو مخه به په کلکه ونیول شي.»

امریکايي رسنۍ وايي، د کابل د هوايي ډګر په غبرګو انتحاري حملو کې لږترلږه ۴ امریکايي (سمندري) ځواکونه وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.

داعش د کابل د هوايي ډګر د انتحاري برید منسوولیت ومانه.

لږترلږه ۷۰ تنه ټپیان شوي دي.

طالبان وايي، لږترلږه ۱۳ تنه وژل شوي. په ټپیانو کې د دوی کسان هم شامل دي.

فاکس نیوز: ۳ امریکايي پوځیان هم ټپیان شوي. د افغانانو د مرګ ژوبلې دقیق معلومات نه شته.

په افغانستان کې فرانسې سفیر وايي، احتمال شته چې بله چاودنه هم وشي.

شاهدان وايي، چاودنه د خلکو په ګڼه ګوڼه کې شوې ده.

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۳) د کابل د نړیوال هوايي ډګر په خوله کې زوروه چاودنه شوې. لومړني راپورونه وايي چې چاودنه د هوايي ډګر په هغه خوا کې شوې چې قصبې ته نژدې ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویندوی جان کربي هم چاودنه تایید کړې خو د مرګ ژوبلو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د هوايي ډګر په خوله کې زرګونه افغانان راټول شوي چې ګوندي له دې لارې بهرنیو هیوادونو ته لاړ شي.

نننۍ چاودنه وروسته له دې کېږي چې پرون امریکا او نورو لوېدیځو هیوادونو په هوايي ډګر کې د چاودنې یا برید د احتمال په اړه خبرداری ورکړ.

ځینې راپورونه وايي چې له چاودنې وروسته ډزې پیل شوي خو تر دې دمه څرګنده نه ده چې ډزې څوک کوي.

ویل شوي چې ډزې هغه مهال وشوې چې یوه ایټالیايي الوتکه له میدانه الوتله.

په تېرو ورځو کې د خلکو د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره طالبانو او بهرنیو پوځیانو هوايي ډزې کړي چې له کبله یې ځینې کسان وژل شوي دي.

د ځینو راپورونو له مخې، د اګست له ۱۴ را په دې خوا په هوايي ډګر کې د ګڼې ګوڼې او ډزو له کبله لږترلږه ۵۰ تنه وژل شوي دي.

د کابل پر هوايي ډګر د برید د ګواښ له کبله نن د کام اییر شرکت درې الوتکې ایران ته والوتې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب