د کابل ښار مرکزي برخه کې بې له هغې هم ګڼه ګوڼه وي، خو نن ماښام، چې خورا سوړ باد لګېده، د دغه ځای په څلور لارې کې خورا ډېر خلک کورونو ته د ستنېدو لپاره ښاري موټر ته منتظر ولاړ وو.
د ښار له مرکزي برخې د لرې پرتو سیمو ګاډي هسې هم لږ وي او کابل کې، چې د نړۍ د ډېرو نورو لویو ښارونو خلاف د ماښام له راتلو سره د ژوند چارې نژدې په ټپه په کې ودريږي، د ښار د څنډو اوسېدونکي د ګاډي موندلو لپاره په سخت عذاب اخته وي.
درې څلور موټر راغلل، لاړل خلکو به پرې ورهی کړل، خو ګاډی به ډک و او یا به د عامو خلکو د سپرلۍ نه و، شغ سره به تېر شو.
بالاخره یو مرسیډیز کوچ، ډېر تېز راغی او د خلکو مخې ته ودرېد.
د سترګو رپ کې یې دروازې ته لسهاوو کسان ودرېدل، یو د بل په پښو ختل، یو بل یې پورې وهل، پوچ وپاش یې له خولو ایستل، خو یوه هم پرې چندان غوږ نه ګراوه، بلکې یوازې دې غم اخیستي وو، چې له نورو مخکې ګاډي ته ننوځي او چوکۍ ومومي.
خواته مې د پاخه عمر ولاړې ښځې هم خوا ته ایښې غوټه سمبال کړه، خو ډرېور مخکینۍ ښيښه کوزه کړه وايي:
– خورې که د دوو کسانو کراه راکوې، نو مخکې سیټ کې دې کېنوم!
ښځه چټکه درې، څلور قدمه شاته لاړه او ځوړند سر پر خپل ځای ودرېده.
کلینر هلک په ډېره بې نیازۍ شاتنۍ دروازه خلاصه کړه او په لوړ غږ یې وویل:
– کراه، پنځوس روپۍ ده، هر څوک که ځي نو…!
یو سپین ږيری، چې سر یې ګاډي کې دننه او تنه یې بهر وه، وډونګېد:
– خدای دې لا وږی کړه، د سهار لخوا په کوڅه کې روان سړي ته پر سړک ولاړ یاست، په لس افغانۍ یې تر ښاره راوړئ او دا مهال ناروا ته ملا وتړئ.
ډرېور مخ ورواړاوه وايي:
– کاکا خو ووایه، چې نه یې لرم، مفت به دې یوسم، ښېرا ولې کوې؟
تر دې مخکې، چې د سپین ږيري او ډرېور ډایلوګ بشپړ شي، دومره کسان ګاډي ته ختلي وو، چې د ګاډي خپلو چوکیو سره د چوکیو تر منځ تش ځایونه، چې لرګینې ( موقتې ) چوکې په کې ایښې وې، هم ډک شول. د شا له چوکیو یوه ځوان غږ کړل:
– استاذه ګله ځه چې ناوخته دی، کېسه کې یې مه کېږه.
یو بل خیټور سړي سر وښوراوه:
– هو سم وايي، دغه ښار ټول له خوارو سپیرو ډک دی، تا خو یې ټېکه نه ده اخیستې، ځه خپله لار وهه.
ډرېور موسکی شو، په اکسلېټر يې پښه ټینګه کړه، د ګاډي د راډیو تڼۍ یې تر ډېره تاووله، بالاخره یې پر یوه ځای ودروله، چې دیني عالم په کې د غوره ټولنیزو اخلاقو په باب غږېده، ګاډي کې چوپه چوپتیا شوه، ټولو راډیو ته کلک غوږ نیولی و.