دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونخدایه موږ به څه کا؟

خدایه موږ به څه کا؟

زموږ نوی ګاونډی کاسی دی د لوګر د پل علم. پرون دلته کرسمس و، د عیسی علیه السلام د زېږېدو اختر. هغه په عین مخالفت کې ګیر دی لکه شل کاله د مخه چې موږ وو. ویې نمانځي که په کوم رقم یې پلپوټ کړي. دا لس ورځې د کرسمس شور زوږ موږ کاڼه کړو. له ونې او غنې، مغازو او رستورانو، په تلویزیون او رادیو هماغه تکراري سندرې او موسیقي: د شپې کراره کراري، د مقدسې شپې ښکالو….. . ټول پروګرامونه په تورو سپین کې، سپینې ملایکې دي، وزرونه ورپورې نښتي، سره مخونه لکه د بیزوګانو، تور شیطانان دې، داړې یې راوتلې، غوږونه بوڅ لکه د ښاپیرک، د پتنو ډکه، د څیر سترګو د ملنډو ختدا  کریغې، هی هي هي ملعون یمه. ما ته دا شپه داسې نه ښکاري چې د عبادت، د خدای دربار ته د زاریو، ثنا صیفت سره قافیه وتړي بلکه په عیسا باندې د ملنډو، بتنمانځنې ته د خلکو د رابللو شپه وي. نه پوهیږم ولې ما ته دا ټوله ډمامه هسې ګپ ښکاري، د چراغ کشانو  مراسم یا د ماشومانو د خوشالۍ، د تحفو د ورکولو، د پاره یوه بهانه.

نو خپله انګیرنه مې د کاسي صیب سره هم شریکه کړه، په خپل زړه کې مې د کرسمس د نه نمانځلو بهانه ورکوله.

هغه وویل، دا سمه ده، نه به یې نمانځو، خو د ماشومانو سره څه وکړم؟. خیر سږکال به یې په چل او هنر پام غلط کړم خو بیا به څه کوو؟ دا د سورلڼډیانو نول خو اورې چې دا لس ورځې يی کاڼه کړو؟ دا سرې شنې پټې چی د ونو پورې ځړیدلي، دا زرورقي ستوری، دا رنګه څراغونه، دا د چرګانو په شان کړاغ کړوغ. موږ خو به غوږونو کې پاغونده کېدو، خو ماشومان به څوک وېده کړي؟ یوکال، دوه کاله، آخر به څنګه شي. موږ خو دلته پردي یو؟ ماشومان به څو نسله پردي وي؟ بېرته یې وړی مه شه چې هلته ځانمرګی ترې جوړ نشي. دلته په دې یوه  زېړمخې سیپارې  هیڅ هم نه کېږي چې پاکستاني ملا یې ورباندې تکراروي، آ اې او، با بې بو….  د یوه اختر په لمانځه هم هلک نشې مسلمانولی، ونه، غنه، بوټی کاڼی یې ټول کفر ته وربولي، ستا چینجن ملا به کوم ورخ پټم کړي، کوم صلیب به مات کړي؟

زه د کاسي صیب په درد خبر یم، د پاڼ او پړانګ ترمینځ هم دی ایسار دی هم زه. هماغه پښتو وینا ده، که معما چې: که خورم یې کاپر کېږم، که یې نه خورم وږی کیږم.

13 COMMENTS

  1. شپون صاحب ته سلامونه، کاسي صیب ته ووایه چې تشویش مه کوه، که ماشومان دلته افغانستان ته هم راشي غم یې نشته، خبره هماغه ده، لوی سنټه کلاس مو په پغمان کې ناست دی، یوه کلیسا یې کمه ده که خدای کول هغه به هم د استحکام په دوره کې چې ارګ ته راغی، جوړه کړي. هه هه هه

  2. ډیره په زړه پوری لیکنه وه زما سترګی یی را خلاصی کړی . زه هم دړو سره یوځای غرب ته روان ووم خود دی لیکنی دغو جملو را و ګرځولم «موږ خو به غوږونو کې پاغونده کېدو، خو ماشومان به څوک وېده کړي؟ یوکال، دوه کاله، آخر به څنګه شي. موږ خو دلته پردي یو؟ ماشومان به څو نسله پردي وي؟» د ځمانمرګی نه را ګرځولی شی خو د کرسمس نه به ډیره سخته وی.ه

  3. شپون صاحب ته سلامونه
    زه تا څو ته چل ښایم هغه دا چه بیرته وطن ته راشی د ماشومانو غم به هم دلته کوو او دومره پوهه چه خدای تاځو ته ورکړی زموږ به هم درد لږه دوا کړی

  4. څومره خوندره لیکنه.
    زه خپله له همدي مشکل سره مخ وم، او نه پوهیدم چې ماشومانو سره په اوږد مهال کې څه وکړم. اخر مي توکل په خدای کړ او دا دري کاله کیږي چې وطن ته راغلي یم او مطمین یم چې الله تعالی به هر څه اسانه کړي.

  5. شپون صاحب! ډیره ښه لیکنه خو زهم فکر ماشومان هسی بهانه کوی اصلا خو موخپله زړه نه کیږیه هاهاها دا په ملیونوماشوما چی دی ملک کی اوسیږی ټول انتحاری شوی

  6. شپون صیب:دی ماشومانولپاره اولینه درسګاه دی مورغیږاودی پلارصیح تربیه ده.دی سهلی افریقی دکرکټ لوبغاړی هاشم آمله ژوندی مثال ده

  7. شپون صاحب تاسو لیکلی چی خدایه مونږ به څه کا؟ که له الله تعالی نه لارښوونه غواړی نو الله جل جلاله د پیغمبر علیه السلام له طریقه تاته داسی لارښوونه کړیده.
    it is not permissible for a Muslim to live between the disbelievers unless he distinguishes himself from them, preserves his Deen, rejects their customs, ideologies, ways of life; calls them to Islam and fulfils all his other duties and ritual obligations. Jareer bin ‘Abdillah (RA) reported that the Messenger Muhammad (SAW) said:

    أنا بريءٌ من كلِّ مسلمٍ يقيم بين أظهر المشركين

    I disassociate myself from any Muslim who lives between the Mushrikeen [disbelievers]. (Sunan Abee Daawud, hadeeth no.2645)

    This disassociation is from Muslims who live between the Kuffaar (i.e. in daar ul-harb) and do not distinguish themselves from the disbelievers and fulfil their obligation of inviting them to Islam (openly in public). Distinguishing one’s self from the disbelievers can be accomplished in many ways. However, this must be primarily done by holding onto the Islamic values and adhering to the Sharee’ah (without any compromise).

    If a person is unable to hold onto his Deen, reject shirk and kufr (interfaith, multiculturalism, integration, the false ways of life, deities, traditions, laws, religions and customs of the non-Muslims etc.), disassociate himself from the disbelievers (by not voting for them, participating in their political processes or joining their forces etc.) and openly invite society to Islam; it becomes prohibited for him to live amongst them and hijrah (migration) becomes obligatory upon him.

    The only person who has the permit not to distinguish himself from the Kuffaar and publicly invite them to Islam is the mujaahid. However, one should not let the shaytaan (devil) whisper to him and convince him that he is a mujaahid or he is preparing for jihaad. Nowadays there are many fake “mujaahids” who do nothing but sit behind their computers all day, slander sincere Muslims, watch a few video clips and free-mix in “Islamic” forums. What is even worse is that they have the audacity to claim they are working hard in the cause of Allah and are serving the Muslim Ummah.

  8. ګرانه مشره
    ستاسو ليکنه ډيره زړه پورۍ ده زه هم لويديز په يو هيواد کښۍ وسيږم دا کال کريسمس زه هم د يو عميق فکر ته مجبور کړۍ ووم
    مګر دا يو کرسمس نه دۍ چه مونږ به خپل ماشومان په وغولو دلته د ژبئ رسم او رواج خوئي بوئي او دين يو ځه مشکلات شته زما په اند چه دهغه مسايلو سره بايد چه د مسلحت او د خپل عقل او دماغو نه سړۍ کار واخلئ اول د کرسمس په حواله دا کرسمس لکه ځنګه چه عيساويان هم عقيده لرۍ د عيسا ـ ع ـ د زيګدلو ورځ نه ده او عيسا ـ ع ـ د زيګيدلو نيټه چا ته معلومه نه ده دوئي دهغه د لمانځولو ورځ د عيسوييت نه د وړاندۍ درلودله او په عين حال کښۍ دوئي بغير د يو محدود خلقو نه دا ورځ په مذهبئ بنړه نه لمانځئ
    نو دا ورځ زما په اند د مذهبئ پر ځائ ډير د نوئ کال لمانځل دۍ چه په دهغه صورت کښۍ مونږ هم د نوئ کال روځ لرو چه د ځينو په اند يو غير ضرورۍ کار دۍ. زما ماشومانو کرسمس کښۍ د کرسمس د بوټئ ـ يا کرسمس ټرئۍ ـ په درلودلو ډير اصرار کاوه مګر زما په اند د کريسمس د بوټئ په درلودلو مونږ د هچا خير نشو کولئ دا کرسمس بوټئ د جرمنانو يو ايجاد شوئ شئ وو چه ټولو عيسويانو ورځخه تلقيد وکړ ما خپل ماشومان په دهغه مسئله پوه کړل او قناعت يئ راسره وکړ مګر تحفئ مئ ورته د کرسمس نه يو هفته وروسته ورکړل. دا خو شوه د دهغه ملک خبرۍ مګر د خپل هيواد خبره مو ډيره خرابه ده خپل هيواد کښۍ د انتحارئ نه راواخله تر فساد دروغ ظلم ظور کومئ فجاعئ دۍ چه نه کيږۍ ځو کاله مخکښئ زه هيواد ته تللئ ووم ډيرئ ناروا مئ وليدلئ چه يادول يئ پوره تفصيل ته ضرورت لرۍ زه د ډير فکر نه بعد دۍ نتيجه ته ورسيدم چه دهغه هيواد مو پرده ده د دينئ لحاضه زما د کور خواشاه ۶ جماعته دۍ او په منطقه کښۍ ټول مسلمانان وسيږئ او خپله ټوله مذهبئ انسانئ حقوق يئ برابر دۍ نو وخت او حالاتو سره سمون سره زه فکر نه کوم چه غټ مشکل د موجود وئي صرف د مغزو خبره ده چه دهغۍ معشرۍ سره سمون يا ـ اجسمنټ ـ د وخت نه وړاندۍ نه کوۍ.

  9. . شپون صاحب ته په درنښت.قدرمنه! ځما په اند خو ستونځه دا نده چه غربیان په موږ درواغ د ریښتیا په بیه خرڅوی،مګر دا چه موږ د ریښتیا (حق)وېلو جرعت بایللې دی.حالاتوته په کتو افغانستان کې شاید حق ویل سخت وی ،خو په غربی نړې کې چیرې چه دمکراسی ، دبیان ازادی اومیدیا ازاد دی موږ افغانانو په خپله په غټ لاس په دا ټولو نعمتونو غټه ډبره ایښی او د حق په بیان شرمیږو او ډاریږو اوځیارباسوهغه څه وواېوچه داوریدوتمه ېی کیږې ولې؟؟؟؟؟ خفه کیږو به نه …..ایمانونه مو خراب دی. شپون صاحب ما خپله ډېر عمر په اوروپا کې تیر کړودګناهونوډک . جالبه دا ده چه په دا ټوله ګمراهی کې ټولو یارانو او دوستانو ته منلی سړی وم سره د ټولوعیبونو.فکر کوم دمور دعا به وی چه دجهالت دکندو کپرو مې راوتل پیل کړل.د الله (ج) دربار ته مې مخه کړه او د نبې مبارک سنت عملی کول مې پیل کړل.اوس مې چه هر افغان وینی نو ډېر په حیرانتیا راته ګوری ،پوښتی داڅه دربا ندې شوی او دلیونی ګمان را ته کوی ځکه چه ږیره مې پریښی. او کله چه په خپلو کې سره ووینی نو مجلس په ما ګرم وی….دا خو روغ رمټ سړی وو په ځان یې څه کړی دی؟؟؟؟؟حال دا چه ځما ږیره اروپایانو ته هیڅ جالبه نده او دا ځما خپل حق بولی.راځی چه د حق په غوښتلو او ویلو ونشرمیږو او ونډارشو.ریښتیا به واېو ریښتیا اورو. د کرسمس به پروا نه ساتو

    په درنښت

  10. ډیر درانه شپون صاب ته !

    د دی تشیرح ته حاجت نه وی چی ستاسی د لیکنو لوستل څومره خوند راکوي، زده کړه ورڅخه کوم او ستاسې د موجودیت په قدرمی پوهوي.

    خو دې لیکنې چندان خوند رانه کړ ځکه په لوستلو یی هغه دپښتنو خبره رایاده شوی چی وايي ، ملا نورو ته وعظ‌ کوي‌ او ځان ته …
    افغانستان له ټولنیزه اړخه ښيګڼي ضرور لري‌خو که ایډیال ځای وای (خصوصا ماشومانو ته) نو نن ورځ به ملیونونه افغانان په بهر کی نه واي . دا خلک چی ځان اور او ابو ته اچوی ، مور ، پلار او وطن پریږدي عمده او د درک وړ دلایل لري.
    د کرسمس له ونې که دومره په تکلیف وی نو ماشومانو ته باید په واضح ډول وویل شی چی مسلمانان دا کار نه کوی، ماشوم باید له ابتدا څخه خپل اسلامي‌هویت درک کړی ، (اغزي‌ له کوچینوالي‌لا تیره وي‌) . دوهمه خبره چی ډیر یی زړه را زخمي‌ کړپه لیکنه کی ستاسی د ګاونډي کاسي‌صاحب خبره وه .
    نو که افغانستان کي‌ټول خلک تروریستان او ځان وژونکی کیدلای ، کاسی صاحب څنګه شاته پاتې شوی؟
    زه په افغانستان کی پیدا شوی او لویه شوی یمه ، خو ډيره عادي‌ انسانه یم . نه می په شاوخوا خپلوانواو حتی
    ګاونډیانو کی څوک انتحاری دی نه وو .
    یوه ورځ می له غضنفر صاحب سره هم په همدی خبره کوله چې عمومي‌حکم کول غلطي ده .
    په انګریزي کی چی ښه واضح شي‌() ورته ویل کیږي په خاص ډول که د یوه ملت په اړه وي.

    تاسی به شاید ووایاست چی دا د بل چا خبره نقل شوی وه . سمه ده ، بیا هم هغه د ملاصاحبانو خبره ده چی (عامي به هرڅه وايي …) دا به شاید ستاسی په څير عالمانو مسولیت وی چي د رعیت او عامیانو خبره په سم ډول ولس ته ورسوی نه دا چی خلک مایوسه کړی او په یو ډول یې ورټي .
    خدای دی وکړی چی په دی خبره به نه خپه کیږي
    په درناوي‌

  11. !
    د دی تشیرح ته حاجت نه وی چی ستاسی د لیکنو لوستل څومره خوند راکوي، زده کړه ورڅخه کوم او ستاسې د موجودیت په قدرمی پوهوي.
    خو دې لیکنې چندان خوند رانه کړ ځکه په لوستلو یی هغه دپښتنو خبره رایاده شوی چی وايي ، ملا نورو ته وعظ‌ کوي‌ او ځان ته …
    افغانستان له ټولنیزه اړخه ښيګڼي ضرور لري‌خو که ایډیال ځای وای (خصوصا ماشومانو ته) نو نن ورځ به ملیونونه افغانان په بهر کی نه واي . دا خلک چی ځان اور او ابو ته اچوی ، مور ، پلار او وطن پریږدي عمده او د درک وړ دلایل لري.
    د کرسمس له ونې که دومره په تکلیف وی نو ماشومانو ته باید په واضح ډول وویل شی چی مسلمانان دا کار نه کوی، ماشوم باید له ابتدا څخه خپل اسلامي‌هویت درک کړی ، (اغزي‌ له کوچینوالي‌لا تیره وي‌) . دوهمه خبره چی ډیر یی زړه را زخمي‌ کړپه لیکنه کی ستاسی د ګاونډي کاسي‌صاحب خبره وه .
    نو که افغانستان کي‌ټول خلک تروریستان او ځان وژونکی کیدلای ، کاسی صاحب څنګه شاته پاتې شوی؟
    زه په افغانستان کی پیدا شوی او لویه شوی یمه ، خو ډيره عادي‌ انسانه یم . نه می په شاوخوا خپلوانواو حتی
    ګاونډیانو کی څوک انتحاری دی نه وو .
    یوه ورځ می له غضنفر صاحب سره هم په همدی خبره کوله چې عمومي‌حکم کول غلطي ده .
    په انګریزي کی چی ښه واضح شي‌(Logical Fallacy ) ورته ویل کیږي په خاص ډول که د یوه ملت په اړه وي.
    تاسی به شاید ووایاست چی دا د بل چا خبره نقل شوی وه . سمه ده ، بیا هم هغه د ملاصاحبانو خبره ده چی (عامي به هرڅه وايي …) دا به شاید ستاسی په څير عالمانو مسولیت وی چي د رعیت او عامیانو خبره په سم ډول ولس ته ورسوی نه دا چی خلک مایوسه کړی او په یو ډول یې ورټي .
    خدای دی وکړی چی په دی خبره به نه خپه کیږي
    په درناوي‌

  12. ګرانوکتونکو! سلامونه،
    موږمسلمانۍ سره مخه ښه کړې ده که موږ داسلام اصول مراعت کولای، نونن به دلادینه اوکفارو په فکر غلامان نه ښکاریدلای، موږ دهغوی هرخوی اوخصلت ډیرښه منلی اورواج کړی دی،
    کوم کافر زموږ سره اختر لمانځلی،کوم کافر اسلامي لباس اغوستی، کوم کافر یوه ورځ چا په جومات کي پرلمانځه لیدلی
    یایې روژه نیولې، خوبرعکس موږ دهغوی هر ډول ته نڅاکړې، دهغوی په هر کریسمیس کي مسلمانان تر سترګو کیږ ي څوک یې ورسره لمانځي، څوک نوي جامې اغوندي اویوبل ته د نوي کال دمبارکۍ پیغامونه اوتحفې لیږ ي ،
    حال داچي داټوله په اسلام کي سخت حرام ګڼل کیږ ي،
    آن تردې چي کله ناکله دغه اعمال دارتداد ترحده رسیږ ي،
    دپام وړخولاداده چي موږ څومره کوشش کوو چي ځان ډیر ماډرن اودیموکرات ثابت کړو،
    .سیرت اوصورت دغربیانو جوړ کړو ترڅو ځانونه متمدن او ترقي یافته وبولو،
    افسوس صد افسوس ،، ایا ترقي معنا اروپایي کیدل؟ [ نعوذبالله]

  13. ګرانو لوستونکو ته سلامونه ډالۍ کوم
    زه د ورور وکیل د خبری په تایید دا هم وایم چی ماته ډیری داسی چانسونه د خپلوانو له لوری چی په اروپا کی اوسیږی پیدا شوی خو په الله پاک باور وکړی چی دغه یوه نقطه زه له تګ څخه پاتی کړی یم او هغه دادی چی د خپلو ماشومانو غم راسره وو چی زما د واک څخه به وځی او که دوی ونه وځی نو ددوی اولاده او راتلونکی نسل خو خاماخا اسلام پریږدی ( په دری ژبه کی یو متل دی: کتی ما بشینی ما شوی کتی دیګ بشینی سیاه شوی) نو محیط ډیر تاثیر لری، او دا یو اسلامی او دینی خبره ده چا چی یو نیک عمل نورو ته پریښوده د قیامت ترورځی چی دغه نیک عمل تکراریږی یوه برخه اجر به هغه کس ته رسیږی او چاچه دیو بد کار طریقه نوروته پریښوده د قیامت تر ورځی به د بدیو یوه برخه ورته رسیږی، نو ماهم ځان سره تل دا ویل چی دوی که زه اروپا ته یوسم او هلته خدای ناکرده زما څخه نامرمانه شی بیا نو الله پاک ته خو زه مجرم یم او که ددوی ښه پالنه هم وکړم خو د دوی راتلونکی نسل په ګمراهی لاړ شی بیا هم زه پکی مسول یم ځکه ددوی د تګ وسیله زه شوی یم نو د همدغه یوی ټکی په سبب د اروپاییانو په خبره دغه دوزخ کی اوسیږم خو ماته بلا تشبه جنت دی ځکه خپل آب او عزت می الحمدالله په ځای دی یوه مړی وچه یا لمده حلال پیداکیږی او بله دا خبره چی ټول ماشومان می (یو ځوی می اودوه لورګانی می )د عصری علومو ترڅنګ ډیر ښایسته دینی زده کړی کوی، په آخره کی الله پاک څخه دا هیله لرم چی دا زمونږ هیواد څخه د جنګ او جګړی لمن ټول کړی تر څو نور هم په خپل هیواد کی د اوسیدو لپاره لیواله شو، الله پاک مو دی ته نه مجبوروی چی پردیو هیوادونو ته ګډه شو. آمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب