یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د خپلې ادبي تیورۍ مدعا او مغالطې | نعمت الله صدیقي

د خپلې ادبي تیورۍ مدعا او مغالطې | نعمت الله صدیقي

د ادبي تیورۍ یا د مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم په اکثرو ادبي مباحثو کې له دې نېوکې او اعتراض سره ډېر مخ کېږو، چې موږ خپله تیوري ولې نه لرو؟ یا یې نه ایجادوو؟ او یا هم د نورو د تیوریو پر مباحثو ولې دومره ډېر تمرکز کوو؟ ځينې کره کتونکي یې د تطبیقي یا عملي اړخ د کمرنګۍ خبره هم کوي. له دې نېوکو او اعتراضیه پوښتنو سره موږ په داسې یو وخت کې مخ یو، چې د خپلې ژبې او تخلیقي متونو په برخه کې مو دغه مباحث بېخي په عادي بڼه هم موجود نه دي. ښايي یو ډېر بارز علت یې همدا هم وي، چې موږ يې خپل نه ګڼو او یا یې په پردېتوب تورنوو. په تېرو څو لیکنو کې مو یې هم په اړه یو ډېر عام دلیل د مکان او زمان هغه یاد کړی و، چې دغه مبحثونه یې باید له دې وراخوا پر انساني او تصوراتي بنسټونو اخیستې وای؛ خو نن کوښښ کوو، چې د تیوریو په فني مفرداتو او بنسټونو دا بحث وکړو، چې زموږ د خپلې تیورۍ دا اعتراض څومره پر ځای او موزون دی؟ ایا دا ادبي یا فني تیورۍ هم د پردیو په هغه احساس د تللو یا د یادولو وړ دي؟ او که دي؛ نو په کومه کچه او اندازه یې باید یو څوک واخلي؟ مګر دلته یې دا ځوابونې هم ضمني ځکه دي، چې زموږ د دغه لیکنې مقصد او هدف د ادبي تیوریو فني ثابتېدنه او تحلیلونه ده.
موږ مخکې له دې، چې د دې تیوریو پر فني بحث پېل وکړو، دا لازمه بولم، چې د دې تیوریو د تعریف او د دورانیو د ډلبندیو یا کټګوریو هغه روایتي او عامو مغالطو یادونه هم وکړم، چې ما وخت په وخت د خپلو لیکنو په بحثونو کې پرې خبرې کړي دي؛ مثلاً لومړۍ خو زه معاصره ادبي تیوري د (موډرنېزمونو) یعنې د مډرنېزم او په ځانګړي توګه د پوسټ مډرنېزم د هغو ادبي تمایلاتو او نظریاتو مباحث بولم، چې د اکثرو تیوریو دورانیه او عصري یا زماني مقطعه یې سره په لږ و ډېرو توپیرونو وړاندې ـ وروسته ده او اساسي ځانګړنې یې په څو هغو ‌ډېرو مشهورو تیوریو کې په نښه کولای شو، چې د رغښتوالې او پس رغښتوالې(ساختیات او پس ساختیات)، فورمالېزم، نوې کره کتنه، نوې تاریخواله او ښځمنواله(فېمنیزم) … په بڼه یې دا وخت د نړۍ په ګڼو ژبو او ادبیاتو کې بحثونو ځای نېولی دی، مانا دا چې معاصره ادبي تیوري همدا د مډرنېزمونو د تمایلاتو او نظریاتو محصول ده. د ځینو کره کتونکیو په ذهن کې له همدغه ځایه یوه پوښتنه او اعتراض دا هم راولاړ شي، چې که ادبي تیوري د موډرنېزمونو محصول ده؛ نو دا خو بیا بېخي واضحه ده، چې نه خو د موډرنېزمونو زمان زموږ و او نه یې هم مکان؛ نو بیا یې څنګه زموږ په ادبیاتو تطبیق ممکن دی او یا دې یې موږ خپل وبولو؟ دا همغه عمومي پوښتنې دي؟ چې موږ پخوا هم ځواب کړې وې؛ خو دلته یې له یوه بل اړخه را اخلو، چې هغه د موډرنېزمونو په اړه عامه ناسم برداشت او مغالطه ده.
موډرنېزمونو د خپل پراخه مکاني او زماني تنوع په څېر په علمي او فکري یا په ټولنیزو، سیاسي او فلسفي خواو کې هم خورا متنوع او پراخ او هر اړخیز ډسکورسونه لرل، په دې ټولو خواو کې یې له عامو تمایلاتو نېولې تر ځانګړیو نظریاتي مکاتبو او تیوریو پورې یې هر څه له یو بله سره متفاوت وو. ما دا پخوا هم ویلي وو، چې د موډرنېزمونو دیني یا ټولنیزه او سیاسي فلاسفه یې د علمي نوعیت له مخې له ځینو ادبي او فکري تیوريو او تمایلاتو سره توپير لري او نن یې دا دی بیا هم ضمني یادونه کوم. مثلاً زه د موډرنېزم یا پوسټ مډرنېزم له سیاسي او یا عام فکري موقف سره اختلاف لرم؛ خو له ادبي هغو سره یې چې بنسټ یې ځانګړی فني یا تخنیکي اړخ لري؛ ولې یې د هغه بل موقف په ګنا له دې ځانګړي فني او تخنیکي ارزښته ځان او بل محروم کړم. زموږ د مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم تر ټولو لویه او ساده مغالطه همدا ده، چې کله د دغه مبحثونو خبره وشي، پر ځای د دې چې زموږ کره کتونکي د همدې موډرنېزمونو د څانګو یا اړخونو تفکیک یا توپير په پام کې ونیسي، پر ټولو خواو یې ورګډ شي، حال دا چې موډرنېزمونه د فلسفې، سیاست، ادبیات او فرهنګي څانګو له پلوه دا هره څانګه له یوه بله بېل او متفاوت نظرونه او تیورۍ لري.
زه په همدې اساس د موډرنېزمونو (مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم) معاصره ادبي تیوري یې له هغو نورو فلسفي یا سیاسي او فکري نظریاتو او تیوریو بېله او مختلفه ګڼم. دغه معاصره تیوري، چې موږ پورته د یو څو تیوریو او مکاتبو په نامه او اصطلاحاتو یاده کړه؛ دلته یې د ځینو هغو عمومي فني ځانګړنو پرتله او سپړنه په دې هدف ذکر کوو؛ چې وګورو، د موډرنېزمونو او یا د معاصرو ادبي تیوریو هغه پوښتنې او خواهش څومره دقیق یا د اندیښنې وړ ده، چې موږ یې وخت نا وخت د خپلو او یا د نورو د تیوریو په مانا او مفهوم اخلو.
له نورو یا د پردیو تیوریو له مباحثو زموږ د کره کتونکیو او لوستونکیو یوه ویره استاد نجیب منلی دا یادوي، چې افغانستان ته په شلمه پيړۍ کې د مارکسستي نظریې او تیورۍ په راتګ سره ادبي لوستونکیو او کره کتونکیو داسې وګڼله، چې ګواکې همدا تیوري ده.(۱) او تقریباً د دوی تاکید هم همدا و، چې بس همدا یوازې ادبي تیوري ده او په همدې تله یې په افراطي بڼه د ادبیاتو تلنه پېل کړه، حال دا چې نه خو مارکسستي ادبي نظريه او تمایل په ادبي تیورۍ کې چندان راځي او نه یې د موډرنېزمونو معاصر ډسکورس ډېره په مهموالي او ازرښت نیسي. استاد یو بل ځای زموږ د شته بلاغي بحثونو علوم هم په تیوریو کې یادوي(۲) مګر دا د معاصرې تیورۍ له تعریف او ماهیته ډېر لري دي، چې په ګڼو حوالو یې د بحث او مباحثې هیئتونه سره جلا دي، البته دا بیا بېل بحث دی، چې د همدغې معاصرې تیورۍ بنسټونه که څه هم په غرب کې تاسیس شوي دي؛ خو ځینو دقیقو شرقي کره کتونکیو یې ریښه او د هیئت نسبتونه له شرق سره څه چې ان له خپلو ژبو سره یې په نښه کړي دي. زموږ د ژبې څېړونکي هم چې د سنسکرت له ویدونو سره د تړاو دقیقې سرچینې ښيي او ان د همدې ژبې او د نړۍ د لومړني ګرامر لیکونکي پانیني مسکن هم زموږ د پښتنو سیمه صوابۍ ثابتوي؛ نو ویلی شو، چې په سنسکرت کې د معاصرې تیورۍ ګڼ هغه بحثونه، چې د همدې تیورۍ اساسي بنسټ او ځانګړنې دي؛ زموږ خپل بحثونه او د نقد فني ریښه ده؛ یعنې د معاصرې تیورۍ د متن، پنځګر او لوستونکي او همدا شان د فورم او ماناوو د تړاوونو هغه مباحث چې دغه تیوري یې په اړه خبرې کوي، ښاغلی قاسم یعقوب یې د سنسکرت د نظریاتو د ځېنو اصطلاحاتو ذکر کړی دی؛ مثلاً ښاغلی یعقوب د سنسکرت ادبپوهنه د ښکلایيزې هغې پرځای ادبي بولي او د همدغه ادبي تمایل بنسټ د ناټیه شاستر د (رس)، د ناګارجن (شونتیا) او د انند وردهن په (دهوني) تظریو ولاړ بولي، د ده په وینا دا درې واړه (رس، شونتیا او دهوني) سنسکرتي اصطلاحات د معاصرې تیورۍ او د معاصرو نقدونو غوندې مباحث شاربل وو. یعنې رس هغه نظریه وه، چې د یوې ادبي پنځونې او د لوستونکي ترمنځ اثرات یا اغېز به یې تر بحث و مباحثې لاندې نېول، دې رس ته یې (نو رس) یعنې (نهه رس) هم وایه، چې مانا یې د همدې نظریې د هغه نهه اصولو او ځانګړنو ته منسوبه وه، لکه د ویرې احساسات، زړه سوی، سکون یا ارام، حیراني، کرکه، مینه، غصه، خندا او زړورتیا، دا د (رس) یا د (نو رس) هغه ځانګړنې دي، چې په اساس به یې د لوست، لوستونکي او د یوه متن د لوستنې ارزونې کولې. همدا شان (دهوني) په یوه متن کې د شکل او مانا ترمنځ تړاوونه او یا د پټو ښکلاییزو کیفیتونو د تحلیل تله وه، چې د سبکونو ارزونې هم پکې شاملې وې. دا رانګه (شونتیا) د مانیزو یا معنوي کیفیتونو هغه پټ جریان ته ویل کېدل، چې د شعر یا ادبیاتو دننه پټې معنوي ریښه به یې سپړلې، چې په یوه متن کې به دننه وې او د یوه لوستونکي په توګه به یې دغه لوستنې یا پلټنې ترسره کولې.(۳)
د سنسکرت ادبپوهنې له پورته اصطلاحاتو مو مقصد او هدف خامخا دا نه دی، چې موږ یې د همدې تړاوونو په اساس د غرب دغه معاصره تیوري هم خپل ځانته منسوبه کړو ؛ بلکې موخه مو دا ده، چې هغه خلکو ته یې د یوه ضمني دلیل په توګه وریاده کړو، چې که مساله حتماً په دغه تله د تلنې وي؛ نو بیا خو دغه ضمني استدلال نور هم پسې اوږدېدای شي او حتی بېخي یې د غرب همدا تیوري خپله تیوري بللی شو، په دې برخه کې د اردو ژبي نقاد او لیکوال ګوپی چند نارنګ د ساختیات، پس ساختیات او مشرقي شعریات کتاب خورا ډېر مشهور دی، چې په پښتو زموږ ملي او استاد شاعر ښاغلي رحمت سایل په خورا روانه او سلیسه ژبه ژباړه او تخلیص کړی دی؛ مګر اصل خبره بیا هم ممکن دا نه وي، که څه هم زموږ بحثونه تراوسه په فني لحاظ کوم داسې فني او فکري بحثونه نه لري، چې دلته یې د یوه استدلال په توګه تر بحث لاندې راولو؛ خو موږ یې د ممکنه خطر یا د هغه پوښتنو یا وچو اعتراضونو په ځواب کې دا وایو چې وخت نا وخت یې ځینې کره کتونکي د (خپلې تیورۍ) د ایجاد یا د (پردیو او نورو) اصطلاح ورته کاروي.
دا سپړنه او تحلیل د دې لپاره هم کوو، چې دا معاصر نقد او تیوري د هیچا تیوري نه ده او بلکې د هر چا تیوري ده، دا په هیڅ زماني او مکاني قیدونو د تړلو شی نه دی او نه یې هم څوک (زما و ستا) د ویاړنو لپاره وړاندې ورسته کولای شي، نور نو زموږ مباحث باید له وخت مخکې مفقود او منجمد نه شي او هغه هم په داسې حال کې چې همدا اوس هم د نړۍ له تیوریکو مباحثو زموږ دغه په زماني لحاظ یوه پیړۍ ورسته پاتې دي.
د تیورۍ یو ډول اصول
تیوري چې معمولاً د نظري اړخ مجموعه وي، په ادبیاتو کې یې اصل دا دی، چې د عملي کره کتنې لپاره د ځېنو لویو او ټولمنلیو اصولو لار او هدف ټاکي، چې د یوې تخلیقي پنځونې د متن لوست، تحلیل او سپړنه یې د طرز او ډول له مخې بنسټيز هدف او مرام وي. سره له دې چې دا د عملي کره کتنې یو میتود او د متن سپړنې یو طرز یا ډول دی؛ خو اساس یې پر نظري او اصولي بنسټ ولاړ دی، دلته یوه ډېره مهمه خبره، چې باید واضح شي، هغه د عملي او نظري اساساتو توپير او تفکیک دی، په ادبیاتو کې عملي اړخ د نورو ساینسي علومو برعکس د نظري اساساتو په څېر تطبیق کېږي، دا ځکه چې د تخلیقي ادبیاتو تحلیل او سپړنه هم که هر څو عملي وي؛ خو د ساینسي علومو په څېر یې نتېجه مادي، دقیق او مطلقه نه وي؛ بلکې عملي اړخ یې هم په سپړنه او تحلیل کې دننه ذهني، تخیلي او خوځنده وي. منظور د خبرې دا دی، چې د ادبیاتو نظري اصول او اساسات که له یوه پلوه د نورو ساینسي علومو په څېر په لویه کې یو ډول مطلق دي، چې په هر ځای او هر وخت کې په یوې تخلیقي پنځونې یو ډول عملي کېږي؛ خو بل پلوه یې عملي نتېجه بیا هم مختلفه او غیر مطلقه او خوځنده وي، په بله وینا د یو ډول نظري او اصولي اساساتو پر بنسټ یې بېلا بېلې ماناوې، سپړنې او تحلیلي پایلې مختلفې راوځي. لهذا یوه خبره خو دا شوه، چې د ادبیاتو اصول هم په ټوله کې یو ډول دي، مانا دا چې د نړۍ ټول تخلیقي ادبیات که د هیئت او ماهیت (شکل او منځپانګې) په اړه هر چېرته او هر وخت په هر کچه ارزول کېږي؛ نو اصول او تیوري به یې یوه وي. کله چې تیوري یوه شوه، مطلب دا چې بیا پکې دا د خپلې او بلې تیورۍ اړتیا او ګنجایش ډېر نه وي؛ بلکې د نړۍ په ټولو ادبیاتو کې یو ډول اصول او تیوري عملي کېدلی شي. البته د دې عملي کېدنې ماناوې او سپړنې به د همغه متونو خپلې وې. په کومه ژبه او فرهنګ کې چې همدا متون ایجاد شوي وي.
یو شی، چې زموږ د ادبیاتو کره کتونکي یې په مغالطوي ډول د تیورۍ بدۍ ته درولي یا تیوري په پردېتوب تورنوي، هغه د تیورۍ د عملي تطبیق کمزوری نقد او سپړنه ده یا د اصولو یوازې خودساخته تطبیق دی؛ مثلاً ځېنې کره کتونکي د تیورۍ د ځینې اصولو یادونه خو کوي؛ مګر عملي تطبیق یې بیا هغسې نشي وړاندې کولای، همدا علت دی، چې ځينې کره کتونکي تیوري یوازې همدا یو څه اصول ګڼي، حال دا چې دا اصول د یوه تخیلقي متن د عملي تفسیر، تشریح او تحلیل لپاره ایجاد شوي دي، چې هره ژبه او ادبیات یې د خپل کلچر او ثقافتي لرلید په رڼا کې د ماناوو او سپړنو عملي تحلیلونې او ارزونې وړاندې کوي، اوس که یو څوک په دغه تیوریو او اصولو د خپلو فردي، ملي او ثقافتي ارزښتونو د هویت په رڼا کې تحلیل او سپړنه نشي کولای؛ نو د تیورۍ دغه تور او بدي ولې؟ چې دا زموږ ده او دا نه ده. تیوري خو ټولمنلې لار، طرز او میتود دی، دا خو کله هم د مانیزو تعبیرونو او سپړنو حکم او محکومیت نه رامنځته کوي؛ بلکې دا مانیزې سپړنې او تعبیرونه لا پسې پراخوي او ښه سم تنوع ته یې لار پرانیزي. بیا معاصره تیوري خو د زړې یا روایتي هغه تیورۍ په څېر بېخي د منځپانګې یا په معنوي اړخ هغسې تمرکز نه کوي، کوم تمرکز چې ماناوې او سپړنې محدودوي؛ حتی هغه لږ و ډېر معنوي تمرکز یې هم د (څه) پر ځای پر (څنګه) ولاړ دی، یعنې معاصره تیوري اصلاً د فکر، مانا او نظریې پر ځای د یوې ادبي پنځونې یا د یوه متن پر ذاتي یا داخلي هغه اړخ خبرې کوي، چې په لویه کې یې هدف او موخه د یوه تخلیقي متن ادبي او هنري هویت ثابتول او سپړل دي، مانا دا چې معاصره تیوري عموماً او ځینې تمایلات او تیورۍ یې خصوصاً د فکر، مانا او منځپانګې څخه ډېر لرې پر فني، هنري او ادبي اړخ زیات تاکید کوي؛ نو ځکه دې دا خبره یو ځل بیا واضحه وي، چې ادبي، هنري او فني اصول او تیورۍ د هیڅ کوم زمان او مکان په جغرافیوي او سرحدي لیکو او کرښو نشو ویشلی او ایسارولی.
د تیورۍ عملي تطبیق:
تر دغه ځایه خو د ادبي تیورۍ د اصولو او فرضیو په اړه هغه عمومي بحث وشو، چې موږ یې د نړۍ د ټولو تخلیقي ادبیاتو په عملي کولو کې خرج رد کړ، مګر دا خبره بیا هم نېمګړې ده، چې مثلاً زموږ د پښتو ادبیاتو عملي تطبیق یې څنګه ممکن دی؟ دا پوښتنه زموږ د همدې مقالې هغه استدعا او مدعا ده، چې د تیورۍ د خپلولۍ د استدلال ترڅنګ یې د تیورۍ د خصوصیت یا ځانګړنو فني او عملي وړاندې کول یې هم لارمي دي. مګر تر دې مخکې دا هم ضروروي ده، چې د تیورۍ د تعریف هغه کرښه هم سره واضحه کړو، چې زموږ د ټول مبحث اصل دی.
جوناتن کلر د تیورۍ په اړه یو عمومي مګر ډېر دقیق تعریف داسې وړاندې کوي، چې The systematic account of nature of literature and of the methods for analysing it یعنې پر ادبیاتو د بنسټیزې پوهېدنې لپاره د منظم تحلیل او سپړنې طرز او میتود ته ادبي تیوري وايي (۴). په دې تعریف کې دا دوه توري د خاص اهمیت وړ دي، یو منظم (Systemati) او بل بنسټ (Nature)، چې د تیوري اساس دی. له منظم تحلیل او ارزونې یا سپړنې مقصد دا دی، چې که موږ د ادبیاتو دکوم متن یا پنځونې سپړنه کوو؛ نو دا به د منظمو اصولو او فرضیو په اساس کوو، دا به په هیڅ مانا ذاتي، سطحي او تاثراتي عمل نه وي؛ بلکې دا به د یوه متن یا یوې پنځونې د بنسټ پوهېدنې لپاره اساسي او منظم اصول وي. له بنسټ یې مراد دا دی، چې متن یا پنځونه هم یوازې اوس هغه روایتي او تاثراتي متن او پنځونه نه ده، کومه، چې د زړو او رویاتي قاطعو او ولاړو اصولو او فرضیو په زولنو تړلې ده؛ بلکې د اوسنیو مباحثو په اساس د اوسنیو متونو بنسټ دا دی، چې مثلا موږ پوه شو، چې دا متن په کوم بنسټ رغېدلی؟ د یوه متن هیئت څه دی؟ او د مانا او لوستنې کومې خواوې یې غالبې دي؟ ژبه او همداسې د نورو داخلي او تخلیقي توکیو او د هغې رغښت او ادبییت یې په کومه کچه او په څومره هنریت تخلیق شوی دی؟ دا او همداسې نورې ډېرې پوښتنې د اوسنیو ادبي متونو په اړه بنسټيزې پوښتنې دي، چې ادبي تیوري يې د بېلا بېلو تمایلاتو او نظري مکاتیبو په بڼه وړاندې کوي، چې ډېر عمومي او مشهورې نظریې یې د رغښتواله، فورمالېزم، نوې کره کتنه، ښځمنواله، نوې تاریخواله او ډي کنسټرکشن دي، چې دا هره ادبي نظریه او تیوري په لږ و ډېرو توپيرونو ځينې لوی او واړه اصول او فرضیې لري، چې په اساس یې متن سپړي. مثلاً رغښتواله د یوه متن رغښت سپړي او ځانګړي شعریات یا ځانکړې ادبپوهنه لري، فورمالېزم یې فورم یا دننه ادبي هیئت لټوي، نوې کره کتنه د متن د لوست او لوستونکي تعین کوي او همداسې ډي کنسټرکشن د متن د ماناوو د ګڼوالي په اړه خبرې لري، تاریخواله او ښځمنواله یې د خپلو اساساتو په بنا د متونو تحلیل او ارزونه کوي. مطلب دا چې په دې ټولو تیوریکو مکتبونو او تمایلاتو کې متن هغه اساس دی، چې دا هره تیوري یې د خپل طرز او میتود پر بنسټ خپل خپل اصول او ځانګړنې لري، چې موخه یې د متن منظم او بنسټيز سپړل او ارزول دي.
زه د یوې همداسې منظمې او بنسټيزې تیورۍ د ارزونو او سپړنو په اساس د خپلو ادبیاتو یو څو بېلګې په دې موخه دلته راوړم، تر څو وګورو، چې دا تیورۍ هم په همغه کچ او میچ زموږ په تخلیقي ادبیاتو هم تطبیق کېدای شي، چې موږ يې هسې په هسې په نورو پسې تړو؛ البته دا مو باید په ذهن کې وي، چې دلته د ټولې تیورۍ تطبیق نه خو په خپله د تیورۍ د وسعت له مخې ممکن ده او نه هم زموږ د مقالې د شعري بېلګو تخلیقي توان دومره کمزوری دی، چې دلته یې په ټولو خواو سړی وغږېږي.
زه ګوزارونه د جانان د بڼو پېژنمه لکه تاو کړی غشی نېغ راځي ځېګر ته رسي (رحمت شا سایل) ــــــ
سپوږمۍ ته د ماښام په جام کې بنګ ورکړې اسمانه! چې ټوله شپه یې غېږ کې ړنګه بنګه ګرځوې (راشد خټک) ــــــ
کور دې نږدې و، خو دیدن دې د ګمان په واټن ستا له کوڅې په ړنګ دېوال را مهاجر وم، یو وخت (رازق فهیم) ــــــ
په خپل انګړ کې د دکن شمال لګېږي په ما نصیبه بیا د کوم وطن شمال لګېږي په ما (بشیر باران) ــــــ
یا خو به د ژوند اثار په ما کې پاتې نه وي یا چرته د تتو اسمانونو لمر ته ناست یم (قېصر اپرېدی) ــــــ
په اندرون کې وه، ګوهره!! که د څنګ په کور کې وم تر سهاره پورې ویښ، غپا د سپي وه د شپې (سعید ګوهر)
دغه راوړي ټول شعرونه د معاصرې ادبي تیورۍ د هغه ټولو اصولو او میتودنو په رڼا کې، چې موږ یې پورته مکتبونه او تمایلات یاد کړل، په عملي کولو او تطبیق کې یې هیڅ کوم زماني او مکاني قېد نشته؛ بلکې د تیورۍ د هغه تعریف له مخې چې د یوې ادبي پنځونې یا متن منظمه او د هغې د نوعیت د پوهېدنې لپاره موږ د کوم طرز خبره کړې وه، هغه د همداسې یوه منظمې تیورۍ د نوعیت خبره وه؛ مثلاً په دې پورته هر شعر کې موږ د ادبي رغښتوالې د شعریاتو له مخې بېلا بېل کوډونه او دودونه او هم یې د رغښت په اساس په ټول متن کې بېلا بېل هغه تخلیقي توکي په نښه کولای شو، چې همدغه متن یې ادبي کړی دی، د ټولو شعرونو عملي تطبیق خو به دلته ناممکن وي، البته زه په پورته شعرونو کې د باران صاحب شعر دلته د فولکوریک کوډ (Code)په توګه اخلم او بیا یې یې د خپل کلتوري دود (Conventions) له هغه رسم سره ګورم، چې پښتانه سره له دې، چې له اوله سره کارګر او زمینداره خلک وو؛ خو د خپلو شتمنیو او وسایلو حال یې له پخوا راهیسې دا و، چې د خواریو او مزدوریو د ګټې وټې ځای یې د هندوستان دکن و، خدایزاده، چې دا به د کومې پتمنې مور، لور، خور او ښځې د خولې اه وي، چې دلالي د بېلتون د بېوسۍاور یې د لارې پر موټر ویستی. لنډی ده، چې:
د ګاډي سره د ویشتو یې
زما لالی دې په دکن ولګاونه
زه د بشیرباران شعر د همداسې یوه کلتوري دود په اساس د چا د بېلتون او پر خپل نصیب د وير یو درد او کوډ بولم، دا فولکوریکي کوډ او دود د بشیر باران د ټولې شاعرۍ يو ډېر زورور خصوصیت او ځانګړنه ده.
د ادبي رغښتوالې د تیوری د کوډ او دود دا میتود د رولان بارات او تودروف د شعریاتو موندنې وې. اوس په دغه کوډ چې موږ د خپل فولکور سپړنه یا نښه وکړه او د خپل کلتوري بنسټ یوې تلمیح ته مو هم اشاره وکړه، نو هېڅوک یې نشي ویلی، چې د دغه تیوري په تله مو ولې دا سپړنه وکړه ځکه دا خو د بارات یا تودورف د تیورۍ موندنه وه. بله دا چې موږ ولېدل چې دا تیوري خو د فرانسیسي بارات وه؛ خو د شعر سپړنه مو د پښتني کلتور د یوې لنډۍ له روایت سره وکړه، په دې سپړنه کې څوک دا هم نشي ویلی، چې موږ هسې په هسې د پردۍ تلې په ارزښت د پردیو تلمیح او خبره وکړه؛ بلکې زه خو وایم که د باران دا شعر په بله ژبه کې چا ویلی و؛ نو هیڅ مانا به یې نه وه، دا خو زموږ د خپلې خاورې د کلچر او کلتور له متنه تخلیق شوی شعر دی. په همدې تیوریک ارزښت تاسې د رازق فهیم د شعر متن هم پرانیزئ او بیا وګورئ، چې د تیورۍ دا پرانستنه په څومره تخلیقي وسعت او انداز خوند او رنګ زیاتوي.
د معاصرې تیورۍ یو بل ډېر بارز مکتب او تمایل د فورمالېزم دی، فورمولیسټانو د ادبي تیورۍ له مخې په یو متن کې د ادبي هیئت او د ژبې د استعاري او تخیلي ترکیب او نااشناتوب هغه ادبییت په نښه کاوه، چې یو سوچه ادبي او تخلیقي متن به ورباندې ولاړ و؛ مثلاً دلته د معاصرې تیورۍ په اساس په پورته ټولو شعرونو کې تاسې یو ځل د ژبې او د منځپانګې نااشناتوب وګورئ، سایل صاحب باڼه خنجر کړي دي او دی یې بیا د جانان د ځانګړي خصوصیت په اساس پېژني هم، د راشد خټګ په شعر کې اسمان سپوږمۍ ته بنګ ورکړي دي او بیا یې ټوله شپه په غېږ کې اړوي راړوي. ګوهر صاحب مرحوم د خپل ناکراره اندرون کیسه کوي، خو جالبه زوروره انا هم ورسره ایجادوي، ټوله شپه ویښ دی؛ خو د کوم نیازبین د یاد پر وړاندې یې دا ناکراري د ګاونډي د سپی غپا بولي او ځان بېخي ناجاڼه اچوي، قېصر صاحب د خپلې مایوسي او یاس تسکین د کوم اسمان په تت او کمزوري لمر وراړوي. دا ټول موضوعي او ژبني نااشناتوبونه د فورمولیسټانو په اند د شعر ادبي هیئت او ادبییت جوړوي.
د یوه لوستونکي او د متن د خپلواک نظام په توګه معاصره تیوري د ماناوو او مفاهیمو په ارایه یا د مانیزو راویستنو او استخراج په اړه هم کافي بحث او طرز لري؛ بلکې دا د تیورۍ د ټولو تمایلاتو اصل او مشترکه مدعا هم ده، چې د متن له ادبییت او رغښت څخه ازادې او ګڼې ماناوې راوباسي؛ مثلاً د ډي کنسټرکشن (Deconstruction) یا پر لوستونکي ولاړې کره کتنې د تیورۍ له مخې د پورته ټولو شعرونو په ټولو متونو کې هیڅ یوه مانا نشته؛ بلکې د هرې لوستنې بېلا بېله مانا او د لوستونکي خپلې خپلې ماناوې دي، چې هر څوک یې ترې په خپل برداشت ویستلی او استخراج کولای شي؛ یعنې د راشد خټک په شعر کې سپوږمۍ او اسمان ضرور نه ده، چې همغه زموږ پر سر ولاړه سپوږمۍ او اسمان دې وي، له دې اسمان او سپوږمۍ د هر چا خپل خپل اسمان او سپوږمۍ هم کېدای شي، همداسې یې په پورته ټولو شعرونو کې درواخلئ.
دا او دې ته ورته یوڅو نور ادبي تمایلات هغه معاصره ادبي تیوري ده، چې د شلمې پېړۍ په لومړیو او ورستیو لسیزو کې یې د نړۍ په ګڼو ژبو او ادبیاتو کې بحثونه مطرح او یاد شول. پورته راوړي ټول شعرونه چې د پښتو د معاصرې شاعرۍ استازي شاعرانو منتخب شعرونه دي، که یې د همدغه تیورۍ د اصولو او میتودونو په رڼا کې هر یو بېل بېل هم و ارزوو، باوري یم، چې دا هر شعر به د کتابونو تر حده تحلیل او اوږد شي؛ خو په هېڅ ځای او میتود به مو څوک لاس او قلم ونه نیسي، چې دلته مو دا متن یا هغه پنځونه په هغه او دغه اصولو او میتودونو د نورو وګرځوله او یا مو د هغوی د فکر او نظر پر تحمیل زموږ متن منحرف کړ.
تیوري په خپله هم لکه پورته مو چې وویل، د مطلقو هغه فکري یا موضوعي اصولو او نورمونو مجموعه نه ده، چې حکم یې قاطع او یو ډول وي؛ بلکې د اکثریت تمایلاتو اصول یې د یوه معتدل میتود یا طرز په بڼه دي، چې د مانیزو مطلبونو او منځپانګو پر ځای د یوه متن فني او هنري سپړنه او ارزونه کوي.
ماخذونه:
غضنفر، اسدالله، منلی نجیب. د ادبیاتو دنیا، ۱۳۸۹ه ش، ۶۵۶ ص.
همدغه ماخذ. ۶۵۵ ص.
یعقوب، قاسم، تنقیدي سیاق اور نی سوال، کتابي دنیا، اردو بازار، ۲۰۲۲م، ۸۹ ـ ۹۰ ص.
همدغه ماخذ. ۸۰ ــ ۸۵ ص

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب