د افغانستان د اسلامی جمهوریت له سقوط وروسته په رسمي او خواله رسنیو کې د نظام د سقوط په عواملو بحث پیل شو چې تر ننه دوام مومي. که څه هم په یادو بحثونو کې د سقوط مختلف عوامل په ګوته شوي خو د لوستونکو د یادښت د تازه کولو په موخه لیکوال په لاندي عواملو بحث کړی. د حکومت سقوط یو تدریجي عمل ؤ چې له کلونو را په دې خوا پیل شوی ؤ او له مختلفو مرحلو له تیریدو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت پیښ شو. د جمهوری نظام مخالفینو د وسلوال مخالفت تر څنګ د افغانستان په خلاف تبلیغاتي جبهې پرانیستې وې چې اداره او فعالیت یې تر ډیره په خواله رسنیو کې له هیواده بهر اداره کیده. دغه تبلیغاتي فعالیت تر ډیره په درواغجنو معلوماتو، غلطو مستلاحاتو او د دیني مقدساتو له غلطو تعریفونو څخه جوړ ؤ. په دغه لیکنه کې غواړم د نظام د ناکامي عوامل په دوه برخو وویشم، یو یې د ولس له خوا او دوهمه برخه یې په دولتي ارګانو او رسنیو کې د کارکونکو عمل.
که پرمختللو هیوادو ته ځیر شو د هغوی د کامیابي راز د ولس له لوري د نظام ملاتړ، د مروجه قوانینو احترام او له هیواد او نظام سره همکاري کې نغښتی دي. په ولسواکه نظامونو کې حکومتونه دایمي نه وی او نه هم واکمن مطلق العناد وي بلکه حکومتونه د مروجه قوانینو په رڼا کې د معینې مودې لپاره د ولس له لورې ټاکل کیږي او دغه حکومتونه د هیواد د اساسي قانون په رڼا کې فعالیت کوي، چې همدا اصل په افغانستان کې هم پیاده ؤ. د افغانستان د حکومت او نظام په هکله د تبلیغاتو لړې له ۴ لسیزو راهیسی روانه ده چې مرکزي نقطه یې د اسلام له مقدس نومه د وسیلې په ډول استفاده ده څو په هیواد کې حاکم نظام کمزوری کړي، ولسونه د بې اتفاقي په رنځ اخته کړي، حاکم نظام ړنګ او د هیواد د پرمختګ مخه ډب کړي.
له بده مرغه په افغانستان کې د نظام د ړنګولو طمغه د افغان ولس په خپل ټټر لګیدلې. د افغاني ټولنې تریخ حقیقت دا دی چې تل د خپل مشروع نظام د ملاتړ پرځای د نظام د تضعیف او له منځه وړلو وسیله ګرځیدلي، دوی کله د جهاد او کله هم د امارت تر عنوان لاندي خپل نظامونه ړنګ کي او هیواد یې د جهالت تیارو ته غورځولی چې د تاریخ په اوږدو کې افغانانو دغه عمل په وار وار تکرار کړی. په تیرو شلو کلونو کې د جهاد حقیقت ټولو ته په ډاګه شو چې جهادي ډلې (چې په اصل کې جنګي ډلې دی) د چا په لاس، په څه طریقه او په کوم ځای کې ایجاد شوی، طراحان یې څوک ؤ خو لوبغاړي یې افغانان ؤ. هغه مهال د جهادي ډلو د سپیڅلتیا ترانې ویل کیدې چې وروسته بیا د طالبانو لپاره هم ورته ترانې جوړې شوې. د جهادي ډلو د ایجادولو دغه ماډل دومره بریالی ؤ چې له هغوی وروسته د طالبانو ډله په ورته شان ایجاد شوه او دغه لړې اوس تر داعش غځیدلې او د تم کیدو نوم نه اخلي.
د جهادي ډلو او د طالبانو د ایجادولو په هکله په لسهاؤ کتابونه د هغو له لوري چې په دغه پروسه کې مستقیماً دخیل ؤ لیکل شوی او ژباړل شوي. د عمل او کیفیت له نظره جهادي ډلې چې نن سبا د سیاسي تنظیمونو په نوم یادیږي او طالبان یو ډول ډلې دی او له یو بله ډیر توپیر نه لري.
دولتي ارګانونه: دافغانستان په حکومت کې هم زیاتې نیمګړتیاوې موجودی وې چې یوه یې هم په مهمو دولتي چارو کې د غیر مسلکي کسانو ګمارنه وه. که څه هم دا کومه نوی خبره نه ده او که ځیر شو دا لړۍ د مؤقت حکومت له رامنځ ته کیدو سره هم مهاله هغه وخت پیل شوه چې په دولتي اداراتو کې د یوی ډلې کم سواده، بی تجربې کسان وګمارل شول او تر نیمایې زیاته کابینه د یوې ولسوالۍ څخه جوړه شوه. د وخت په تیریدو او د وزیزانو په بدلیدو سره هر وزیر په هر وزارت کې د خپلې خوښې ساختار ایجادولو او د خوښې ریسان او مدیران يې په کار ګمارل. داسې کسان په مهمو دندو ګمارل کیدل چې کارې تجربه او سواد یې اصلاً له دندو سره سمون نه درلود. د کورنیو چارو په وزارت یا د دفاع وزارت او یا بهرنیو چارو په وزارت کې د داسي کسانو ګمارنه چې نه یې کاري تجربه درلوده او نه مسلکي زده کړې خو د ضوابطو پرځای روابط حاکم ؤ چې دغه عمل په حکومتي ادارو کې د بی کفایتي او ناکامي سبب وګرځید خو جالبه داده چې نن سبا په رسمي او خواله رسنیو کې په دغه اړه دبحثونو ګډونوال هماغه کسان دي چې په دغو چارو کی ښکیل او یا برخمن ؤ. په ګوتنیؤنکو کې داسې کسان هم شته چې د کورنې دوه یا درې کسان یې له هیواده بهر په دیپلوماتیکو نمایندګیو کې ځای پر ځای شوي ؤ. که څه هم فضلي او محب ته په دی اړه ترډیره ګوته نیول کیږي خو دغه عمل یواځې تر دوی پورې محدود نه ؤ، او په دغه حمام کې ټول لغړ دي.
د رسنیو رول: په افغانستان کې د جمهوري نظام له رامنځ ته کیدو وروسته رسنیو ته خورا زیاته پاملرنه وشوه او رسنیو وده وکړه خو له بده مرغه دغه وده مسلکي ثابته نشوه. په دموکراتیکو ټولنو کې رسنیو ته د دولت د یو ستون په سترګه کتل کیږي چې د ولس ږغ د چارواکو او نړیوالو غوږو ته رسوي خو له بده مرغه په افغانستان کې ځینو رسنیو عمداً یا سهواً د نظام په مخالفت کې کار کولو. دغو رسنیو کله ژبني تقسیم، کله توکمیز نا انډول په باره کې غلط معلومات شریکول او تر ټولو بدتر یې دا چې تل یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په هکله منفي تبلیغات او د هغوی د ضعف نقطې شریکولې چې د دوی دغه عمل د دولت د مخالفینو پروپاګند ته لا تقویت ورباښه. دا ټولو ته جوته ده چې د افغانستان جنګ یو تبلیغاتي جنګ ده چې له بهره ترتیب، اداره او پلي کیږي خو له بده مرغه په هیواد دننه رسنې هم د دغه تلک ښکار شوی او د دولت مخالف تبلیغاتو خپرونو ته یې لار پرانیسته. په حقیقت کې دغو رسنیو د بیان د آزادي تر عنوان لاندې د حاکم نظام د تضعیف کمپاینونه په مخه وړل.
په رسنیو کې ناست ژورنالیستانو د خواله رسنیو له لارې ژبني او سمتي تقسیم ته لمن وهله، او د دوی زیات مطالب په دي راڅرخیدل چې په ارګ یا دولتي ارګانو کې د کومې ژبې ویونکي یا کوم قوم په کومه فیصدي په کار ګمال شوی.
د سوشل میدیا پلاتفارمونه چې په نړې کې د ډیرو کسانو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړي خو په ورته وخت کې یې د حکومتونو لپاره د سر درد سبب هم ګرځيدلي. د نړې د نورو قومونو ترڅنګ افغانان هم په خورا زیاته کچه له یادو پلاتفارمونو ګټه پورته کوي خو له بده مرغه تر ډیره د خواله رسنیو له کلتور سره بلدتیا نلري د بیلګې په توګه د جمهوري حکومت پر مهال دولتي کارکونکو د امنیتي ارګانونو منسوبینو په شمول خپل ورځني فعالیتونه، د رسمي ناستو حال د خواله رسنیو له لارې خپرول چې دا لړې د حکومت په ټولو وزارت خانو او ادارو پوري غځیدلې وه. ځینو کارکونکو ټوله کاري ورځ خواله رسنیو ته وقف کړی وه او ټول فعالیت یې د فیسبوک او ټویټر په صفحو د ځان په هکله قصیدې شریکولې چې له حقیقت سره یې هیڅ تړاو نه درلود او د خپلو پوسټونو او ټویټونو له لارې یې خپل ظرفیت افشا هم کولو.
لنډه دا چې د نظام په سقوط کې پورته ټول عوامل شامل ؤ. دا معلومه خبره ده چې په یو هیواد کې د نظام سقوط د حکومت د بدلیدو په معنی نه وي بلکه دا په یو هیواد کې د تعلیمي، د صحت د اسانتیاؤ، تجارتي، اقتصادي، دیپلوماتیکو او دفاعي سیستمو د له منځه وړلو په معنی وي. که یواځې د ۲۰۲۱م کال پیښې ته ځیر شو په افغانستان کې یاد سیستمونه له منځه یوړل شول چې بیارغونه یې لسیزو کار او ملیاردو پانګونې ته اړتیا لري.
د نظام د سقوط پړه یواځې په یو شخص نشو غورځولی بلکه په دغه عمل کې ټول افغان ولس شریک دی. له بده مرغه افغانان د نظام په اهمیت نه پوهیږي او له همدي کبله د نظام ترڅنګ د دریدو پرځای له ډلو او ګروپونو سره یوځای کیږي چې دغه عمل یې په کراتو تکرار کړی. ترهغه چې د افغانستان په جغرافیه کې استوګن کسان ځانونه افغانان و نه بولي، له خپل هیواد سره واقعي مینه پیدا نه کړي، د ولسواکه نظام ترشا ونه دریږي تر هغه وخته به د دوی د بچو حال همداسی روان وي. دوی باید په آیینه کې خپلو څیرو ته د کتو پرځای باید خپل اعمالو ته ځیر شي. له هیواد سره مینه یواځې حماسي سندرو ته د اوښکو تویول نه بلکه په هیواد کې د حاکم نظام تر څنګ ودریدل او د هغه ساتنه ده. د یو موټي افغانستان په هیله.
جاوید ستانکزی – لندن
اللام علیکم
ډیره غوره لیکنه او معقول تحلیل مو کړی
دا به ډیر غیر منطقی او غیر واقعی تحلیل وی که ومنو چی ” عام وولس ” همیشه د خپلو حکومتونو د سقوط لامل ګرځیدلی دی. عام وولس بیچاره په نس نه ؤ موړ او په نس نه دی موړ نو هغه بیچاره به د حکومتونو د ړنګیدو څه توان ولری. حقیقت خو دا دی چی عام وولس به د سیاسی بدلون تر پروسی وروسته خبر سو چی څه پیښ سوی دی.
عام وولس لا پریږده بلکه د حالاتو د بدلوونکو اختیار هم د نورو قدرتونو پلاس کی ؤ او لاس کی دئ.
بله دا چی د جمهوریت د سقوط بحث یو ډیر پیچلی او مغلق بحث دی کوم چی په فکری او عقیدتی او حکومتی او قومی او سمتی دایره کی د تعریف وړ نه دی بلکه نړیوال ستر ستر او مرموز او پټ عوامل لری.
دعلم او پوهې سره د عام اوس واټن. دا هغه عامل دی چې قومي ټيکه دارانو ترې ښه ګټه پورته کړي.
قومي او سمتي ټيکه دارانو د شخصي ګټه په موخه له خارجي کړيو سره هر راز معاملې ته لبيک ويلی.
د نظام د سقوط عوامل مو ډېر په ښه څېر روښانه کړي او تحليل مو ډېر هر اړخيز دی. مننه
رښتيا هم ډيره ښکلي ليکنه ده. د هر نظام د دوام لپاره د عامو وګړو ملاتړ اساسي شرط دي. په افغانستان کې برعکس خلک د نظام د ړنګيدو په تکل کې وي، دي، او وي به…
دا خبره صحیح ده چي د حکومت سقوط یو تدریجی عمل وو چي له کلونو پخوا پیل شوی وو، که دا پیل د ظاهر شاه د حکومت وروستنۍ لسیزه وشمیرو چي اجنبی لاسونه د احزابو تر عنوان لاندی راوغزیدل ، رشد او نمو ته یی زمینه مساعده او بالاخره کودتا او غصب قدرت ته یی لار پرانیسته ، ترهغی چي د شوروی یرغل ته دی قاتلو ستالینی ملیشو ښه راغلاست وویل او ټوله لس کلنه دوره شکنجه ،ملت وژنه ،فساد او تیری وو د افغان ملت په خاوره ،سر او مال؛او د نظام فاتحه په همدی مقطع زمانی کی واخیستل شوه
لدی نه چي افغانستان اسلامی هیواد او ۹۹،۹ سلنه ملت مسلمان وو ، نه یواځی افغان علماوو بلکی
علمای امت په اتفاق سره د شوروی یرغل یی وغندو او جهاد یی اعلان کړ چي دا جهاد پر ټول امت فرض وو ؛ نو دلته د غاصبو ملحدو پردی پالو ملیشو او ستالینی لښکر سره دملت دریدل ناروا او د
انسانی متفق علیه معیارونو خلاف ، بیغیرتی او بی نهایت دنائت او تام ارذلیت وو ؛ اوتوقع یی هم ،انسانیت تر شدید سوال لاندی راولی
د همدی دینی مسئولیت د اداء لپاره الله ذوالجلال مجاهدینو سره خپله وعده پر ځای او په نصرت یی
ونازول ۰
مګر مع الاسف د لیډرانو نفاق ، خامی،انحصار، بی عدالتی او دبقالانو رول د جهادی غلو په بڼه کی
هغه پلید نومونه او مصطلحات دی چي د جهاد غلو او استخباراتی ملیشو ځانونه متفرق ،مطلق ـ العنان ملکان اعلان ؛ملی او اسلامی ګټی ،د جهاد دون همته غلو او شریرو استخباراتو تالان کړی ۰
اوس راځو ویش ته ؛ ولس او دولتی ارګانونه
ولس د ستالینی یرغل په وړاندی د هر چا له تصور نه پورته ،میلیونی قربانی ورکړه،ولس پاخه واحد
قیادت ته ،سخت اړ دی او دا خلا جاهلی تعصباتو،انحصار او حرص د مال و مقام نوره هم زیاته کړی
او ملی ګټې نور څوک نه پیژنی زموږ افغانی اخوانیان،کمونستان،ستمیان افغان ملت ، شعله وال ،د
کبار مفسدین غربی نازولی چي د ترجمان ،مشاور ، وزیر او مشاور ارشد تر نامه لاندی ټول الکولی او
د موډ و فیشن زامن په شل کلن جمهوریت کی بار ،بار امتحان شول خو د تنظیم له بزرګ نه نیولی
تر کمپی ترجمان پوری له صداقت او تعهد د خدمت او ملی ګټو نه خالی ؛ غیر مسئول او واجب الاحترام وو ؛ټولو امریت ،ریاست او وزارت غوښتو ، په فساد کی مسابقه وه ،د عایداتی کرسیو روزانه غلا او د بیت المال تالان میلیونو ته رسیده ،خورد ظابطان او حتی بی سوادان د فساد په مسابقه کی جنرالان شول،روابط پر ضابطو حاکم او کار اهل ته نه سپارل کیده ، بالاخره فساد ، نظام
یی مات کړ ؛ مفسد او جاسوس ملت نه وو بلکی والیان ، وزیران ،معاونین او په سلګونو جنرالان کوم
چي صاحبان د صلاحیت وو ؛هغوی د فساد او رذالت امتیاز درلود نور ۹۸ سلنه معزز ملت نه فاسد
وو او نه جاسوس