یکشنبه, مې 5, 2024
Homeمقالېد اریوب ځاځي د طبیعت ساتنې لپاره وړاندیز

د اریوب ځاځي د طبیعت ساتنې لپاره وړاندیز

حمیداله فیضي

د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ د طبیعي ښکلاوو او پارک څخه لیدنې پربنسټ لنډ مهاله طرحه!

د افغانستان اسلامي آمارت له رهبرۍ څخه غوښتنه کېږي چې ژر تر ژره لاس په کار شي څو دغه وړاندیزونو په پام کې نیولو سره د الله له لوري له جوړ شویو او ډیزاین شویو طبیعي پارکونو او د سیلانیانو د لیدنې ځایونو څخه ساتنه وشي.

د ځاځي آریوب ولسوالۍ د غرو لمنو او طبیعې ښکلاوو او په ځنګلونو پوښل شوې سیمه مې ولیده چې د دې لیدنې په ترڅ کې مې دا خپله دنده او مسئولیت وګاڼه، څو د دې ځای د ښکلاوو د ساتنې او د دې طبیعې شین والي د ژغورنې لپاره یوه طرحه وړاندې کړم څو هم د افغانستان له اقتصاد سره مرسته وشي او هم دا پارک وژغورل شي:

  • د ځاځي اریوب ولسوالۍ پارک ته له ننوتو وروسته باید د موټرو لپاره یو ځانګړي ځای په پام کې ونیول شي او هلته ټول موټر ودریږي او په لنډ مهال کې دا ځای باید په سرې پټارې ځانګړی شي او هلته پارک جوړ او له ټولو موټرو څخه ډیر کم فیس واخیستل شي او د طبیعې شین والي په سر د موټرو د تګ راتګ څخه مخنیوی ترسره شي؛
  • دغه فیس چې د موټرو له پارک څخه اخیستل کیږي د دې راټولیدل د دې لامل کیږي چې هم طبیعې ښکلاوو ساتنه پرې وشي او هم دومره عواید ډیر کړي چې وکولای شي د دې بڼ نورې ټولې چارې پرې ترسره شي؛
  • اوسمهال باید لږ تر لږه زر دانې کثافت دانۍ یا هم د لویو بوشکو په بڼه چې سر یې پټ شي کثافت دانۍ ځای پرځای شي او خلکو ته هم هدایت ورکړل شي چې خپل کثافات او اضافي کاغذ او پلاستیکونه د هغه کثافت دانیو په منځ کې واچوي؛
  • ټولو هېوادوالو څخه چې هلته کار کوي هیله کیږي چې د خپل کارخونې اضافي کثافات او اضافي توکي په دې کثافت دانیو کې واچوي څو د طبیعې ښکلا ساتنه وشي او دا پارک د چټلیو له ځای ځايګې څخه وژغورل شي؛
  • یوځای دې مشخص شي او لویه کنده دې وښکل شي چې ټول کثافات هلته واچول شي او د میاشتي په ترڅ کې هغه دفن شي؛
  • په لنډ مهال کې باید لږ ترلږه دوه سوه پلاستیکي سیار تشنابونه کيښودل شي او د هر کس څخه چې تشناب کاروي لس افغانۍ فیس واخیستل شي هم به له کثافاتو څخه مخنیوی شوی وي او هم به د یوه بل عاید سرچینه شي، څو پرې پارک نور هم ښکلی شي؛
  • ځاځي آریوب پارک ته د ننوتلو پرمهال یوځای چې ډیر کم دی یو پلچک غواړي چې لږ ترلږه په یوه وخت کې د شپږو موټرو د تګ راتګ لپاره وي، څو خلک وکولای شي په اسانۍ پارک ته ننوځي او له ښکلاوو څخه لیدنه وکړي چې دا بیروبار او انتظار د دې لامل کیږي چې خلک له پارک څخه بیرته په شا شي او زمونږ دولتي عوایدو باندې منفې اغیز وشیندي؛

د افغانستان اسلامي امارت له رهبرۍ، د کرنې او مالدارۍ وزارت له مقام، د پکتیا ولایت له والي او د ځاځي آریوب ولسوالۍ له ولسوال او د پارک له مسئولینو څخه مو غوښتنه دا ده چې د ځاځي آریوب ولسوالۍ له طبیعي پارک څخه ساتنه وشي او که چیرې چې اوسنی وضعیت دوام وکړي، ښایی په راتلونکې کې دغه د ونو او طبیعې ښکلاوو بڼ په کثافت دانۍ تبدیل شي او ښکلا څه کوې چې خلک به له ډیر بوی او تعفن څخه دې سیمې ته تللی نه شي.

زما مېنه، زما یاقوتو او زمردو ټاټوبې، زما د ښکلاوو او له ونو ډک وطن، زما جنت جنت وطن، زما سپیڅلې خاوره، زما د بېلا بېلو قومونو د اوسیدو وطن، زما زرین زرین او د الله له لوري ښکلی شوی وطن، زما ګران افغانستان!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب