Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسوداګرۍ وزارت: تېر کال مو تر ۲۸۰۰ ډير جوازونه وېشلي دي

سوداګرۍ وزارت: تېر کال مو تر ۲۸۰۰ ډير جوازونه وېشلي دي

تاند:( سې شنبه ، د غویي ۶ )  د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د طالبانو د رژیم چارواکي وايي، چې په یوه کال کې یې د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته تر ۲۸۰۰ ډير جوازونه وېشلي دي.

د طالب چارواکو په خبره، چې ۲۶۷۹ نوي جوازونه صادر شوي او ۷۲۲۷ جوازونه تمدید شوي دي.

سرچینه له نورو جزیاتو پرته ادعا کوي، چې د دې ترڅنګ یې په ګڼو نورو برخو کې هم پانګوالو او سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر خلک د طالبانو ورته څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري او ورسره دوی د سوداګرو ترڅنګ په عمومي ډول پر خلکو د مالیو په زیاتولو تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...