Home+سپینه شګه کې ګلبڼ مشاعره وشوه

سپینه شګه کې ګلبڼ مشاعره وشوه

تاند:(سې شنبه، د غویي ۶)  په پکتيا کې د سپينې شګې په تفريحي سيمه کې د ګلبڼ مشاعره ترسره شوه

 د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رياست لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، چې دا مشاعره د دوی له لوري د ځاځي آريوب ولسوالۍ د سپينې شګې په سياحتي او تفريحي سيمه کې ترسره شوې ده.

  د پکتيا پر اطلاعاتو او کلتور ریاست د طالبانو واکمن قاضي ثواب جان اسلام يار ویلي، چې دغه مشاعره د لومړي ځل لپاره د ګلبڼ په نوم په سپينې شګې تفريحي سيمه کې ترسره شوه.

سرچینه زیاتوي، په دې مشاعره کې د هېواد په کچه له مختلفو ولايتونو څخه نوموتو شاعرانو، فرهنګپالو او د شعر مينوالو پکې ګډون کړی و.

د فرهنګي چارو شنونکي بیا باور لري، چې طالبانو د نورو برخو ترڅنګ فرهنګي غونډې او مشاعرې هم په خپلو تبلیغاتي ابزارو بدل کړي، چې له دې امله د هېواد فرهنګ او ادب ته هم زیان رسیدلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...