میوند پر کوچ پرلتۍ وهلې وه، د چپې پښې زنګون یې ژر ژر خوځاوه. میرمنې یې ویښته یوې خوا بلې خواته وزنګول:
-څرنګه سم رنګیدلي دي که نه
میوند په تلویزیون کې اوکرایني کډوالو ته کتل، سر یې وخوځاوه. میرمنې یې تلویزیون ته ګوته ونیوله:
-دغه نجلۍ ګورې دغه دغه شین سترګې بوډیګۍ… زه به دغومرکۍ وم چې له کابله مهاجر شو
قیدک یې په خوله کې ونیو، لکه په چیچلو غاښونو چې غږیږي، ویې ویل:
– پلار مې دې خدای وبخښي ویل به یې چې ژر به بیرته له خیره سره وطن ته ځو….څومره وخت شو…
میوند په ریموټ د تلویزیون غږ جګ کړ خبریال مایک اوکراینۍ میرمنې ته ونیو تاسو څرنګه پولنډ ته راورسیدئ؟
پرته له دې چې ځواب ورکړي په ژړا شوه. کمره د نجلۍ لور ته ورواوښته د هغې شونډې مرۍ مرۍ شوې، د مور پر غوښنې پښه یې غیږ وګرځوله. مور یې ژر ژر پر یوې او بلې سترګې لاس تیر کړ، د لور ژیړ ویښته یې وګیرول، خبریال ته یې په ژړغوني غږ وویل:
-موږ ته یو فلم چالانه شوی، ویرونکی فلم… خیالي نه دی، ورته انتظار یوو چې کله به …خلا…صیږ…ي..
د میوند میرمنې د خپلو ویښتو ژۍ په رغوي کې ونیوله:
-ښه نه دې رنګیدلي
میوند په لږ لوړ غږ یې وویل:
-نیم ویښته دې سپین شوي نیم تک تور نو کله زیړ رنګ اخلي
ښځې په خوله کې نیولی قیدک په ویښتو کې بند کړ. میوند پورته لاس ونیو:
-دوی سره غلي کړه پوه نه شوم چې په دې خبرونو کې یې څه وویل
د ماشومانو غږ لوړ شو په جرمني غږیدل. میوند د تلویزون غږ پسې جګ کړ. میرمنې یې خپلو غوږو ته لاس ونیو. په تلویزیون کې
اوکراینۍ میرمن کمرې ته وخوځیده، لور یې د دې پښه خوځوله. دې د هغې پر ګلابي بارخوګانو لاس تیر کړ:
– کییف ته ځو
پوزه یې کش کړه، په اوکرایني یې وویل:
ـکییف ته بیرته ژر ځو
لور یې له لاندې دې ته وکتل، اوبلنې شنې ګردۍ سترګې یې وځلیدې، خوله یې ویړه شوه د مخې غاښونه یې لویدلي و.
پراګ