جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد ط او ایران ناندرۍ، خلیل الرحمان حقاني د یوه پلاوي په...

د ط او ایران ناندرۍ، خلیل الرحمان حقاني د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته ځي

تاند:( سې شنبه، د ثور شپږمه) د افغانستان او ایران په ګډه پوله کې د طالبانو او ايراني ځواکونو له ناندریو سره هم مهاله، د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خليل الرحمن حقاني په مشرۍ د دوی یو پلاوی له ایراني لوري سره د خبرو په موخه تهران ته سفر کوي.

خبري سرچینې وايي، چې دا سفر به له کوچني اختر څخه مخکې ترسره او د سرحدي ناندريو تر څنګ پکې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو او دغه راز د دواړو هېوادونو تر منځ د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې وشي.

د طالبانو د واکمنۍ یوه ویاند بلال کريمي ويلي، چې په دې سفر کې د طالبانو يو شمېر قضايي چارواکي هم شامل دي.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د سرحدي ځواکونو د روزلو په برخه کې له طالبانو سره همکارۍ ته چمتو دي.

طالبانو د ایراني چارواکو دغې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

پرون د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند سعيد خطیب زاده په افغانستان کې د پښتنو « اکثريت» والی هم رد او وويل , چې د افغانستان ټول میشت قومونه اقلیت دي او دغه هېواد کوم اکثريت نه لري ‌.

طالبانو په هغې اړه هم کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب