پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهبېلابېلې پېښې، ۳ تنه وژل شوي او ۲ تنه د ط استخباراتو...

بېلابېلې پېښې، ۳ تنه وژل شوي او ۲ تنه د ط استخباراتو نیولي

تاند:( سې شنبه، د ثور شپږمه) د افغانستان له مختلفو سيمو څخه تر لاسه شوي خبرونه د ۳ تنو د وژل کيدو او د طالبانو د استخباراتو ادارې له لوري د ۲ نورو د نيول کيدو ښودنه کوي.

ځايي سرچينو ويلي، چې د پکتیا په مرکز ګردېز کې دوه وروڼه د شخصي دښمنۍ له کبله وژل شوي.

د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رییس خالقیار احمدزي ویلي، چې یو کس په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور نیول شوی.

بل لور ته: د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په ګاوکي سیمه کې يوه کس، چې ویل کیږي عصبي ستونزې يې لرلې، له ځان ځړولو سره ځان وژنه کړې ده

تېره اونۍ یوه بل کس هم په فاریاب کې ځان وژنه کړې وه.

په غوړ ولايت کې بيا سرچينو د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ملي امنيت د يوه مقام د‌ نیولو خبر ورکړی.

ويل شوي، چې نیول شوی کس نجیب الله حبیب زاده نومیږي او د غور د ملي امنيت رياست اطرافي مدير و.

ځايي خلکو ویلي، چې په دې اړه د طالبانو د غور والي ته تللي، خو والي ويلي چې د استخباراتو پر ادارې يې زور نه رسيږي.

په بلخ کې بیا خبریالان وايي، چې د طالبانو استخباراتو د اکبر انصاري په نوم د رهنورد سیمه ییز خصوصي ټلويزيون يو کامره مین نیولی.

د نوموړي د نیول‌ کیدو دليل نه دی معلوم، خو نورو خبریالانو هم ورسره د ورته چلند اندیښنه ښودلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب