پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهسمنګاني د داعش خلاف مبارزه کې د ایران د مرستې وړانديز رد...

سمنګاني د داعش خلاف مبارزه کې د ایران د مرستې وړانديز رد کړ

تاند:( سې شنبه، د ثور شپږمه) د طالبانو د واکمنۍ يوه وياند انعام الله سمنګاني د ايران د بهرنيو چارو وزارت د ویاند هغو څرګندونو ته غبرګون وښود، چې وايي طالبان د خلکو په امنيت ساتلو کې پاتې راغلي او ايران ورسره د داعش ډلې پرضد مبارزه کې مرستې ته چمتو دی.

سمنګاني نن وویل، چې طالبانو داعش ډلې ته ماتې ورکړې او د مقابلې لپاره يې کافي ځواک ورسره موجود دی.

د نوموړي په وينا، داعش ډله یو وخت افغانستان ته لوی ګواښ و،‌ خو اوس مهار شوې او ښکاره او فزیکي حضور نه لري.

د ایران او طالبانو ترمنځ دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې تېره اونۍ په کابل، مزار شريف او کندوز کې مختلفې خونړۍ پېښې رامنځته او داعش ډله یې مسووله وګڼل شوه.

دغو پېښو ایران افغانان‌ انديښمن او د طالبانو په امنيتي قوتونو شکمن کړي دي.

طالبان‌ بیا مني، چې د‌ تیرې اونۍ بریدونو لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې،‌ خو د وضعیت د مهارولو ادعاوې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب