جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبطنزونهاعتمادالدوله که کاذب مشر؟؟؟ (طنز) همایون نایل

اعتمادالدوله که کاذب مشر؟؟؟ (طنز) همایون نایل

تېره اونۍ مې په بې ځایه خیال پلو تېره کړه، هر څه راته د سولې او پرمختګ د زیري کوونکي قاصد په شان ښکارېدل، حواسو مې له سهاره تر سهارونو د خوښیو د حس کولو کوښښ کاوه، که څه هم چې د بنجاري ماما د راتلو اوازې له تېرې دوشنبې را په دېخوا خپرې وې، کلیوالو سپینږیرو، رښتینو خبر رسوونکو، ډنډور چیانواو په ټوله کې د لویو او وړو په خوله د بنجاري ماما د راتلو خبرې تر تودېدو ور هاخوا په لمس کېدو او ان د هغه تر لیدو پورې رسېدلې وې. ما هم د یو کلیوال په توګه د بنجاري ماما صداقت ته ایښې وه، ویل مې، که بنجاري ماما د سترګو په رپ کې راورسېږي، د کلیوالو د خوبونو تعبیرونه وکړي، د لوبو له کاره لوېدلي سامانونه را نوي کړي، د کار او نا کاره شي توپیر راته وکړي، دا به یې بلا خوندور چل کړی وي.

څه له پاسه یونیم کال مخکې بنجاري ماما کلي ته راغلی وو، د ماشومانو پر ځای یې داځل د کلي رښتني مشر غني اکا ته د جعلي مشر په توګه یو څلی جوړ کړ، د کلي وړو زړو به د خیر دوعاوې کولې او ویل به یې چې مشر مو هېڅ کله هم د جعلي مشر پر وړاندې داسې څه نه کوي چې د کلي خلک پرې د بازي خور مشر فکر وکړي. که څه هم خبره همداسې وه خو له بده مرغه جعلي مشر بیا ځان ان د رښتني مشر په پرتله لا نور هم مشر ګاڼه او په لوبه کې دومره ګرم راغی چې ټول کلی يې تر پوزې ورساوه، په جرګو مرکو کې به تر هغې څو قدمه وړاندې روان و، که به کلي ته کوم مېلمه سر راښکاره کړ، پر ځای د دې چې غني اکا ورته ځواب ووایي، جعلي مشر چې په اعتماد الدوله باندې مشهور وو، د هر کلي خبرې کولې، د جومات د امام، د مخورو شخصیتونو، د کلي د صحي ډاکټرانو، انجینرانو، ښوونکو، د لوبو د مشرانو، د معمارانو او فن کارانو او حتی د دحقانانو او نورو په ټاکلو کې چې اصلي کار د غني اکا پر غاړه وه، د بنجاري ماما په لاس د جوړ شوي جعلي مشر (اعتماد الدوله) په واسطه او یا د چڼو وهلو پر سر ټاکل کېدل، په کلي کې ډونډرچیان هم له شماره وتلي ول، که به چا پېژندل او که به یې نه پېژندل؛ خو د خپل خوی او خصلت له مخې به یې ارام کېښناستلو او یا د کلي د رښتني مشر ملاتړ خوند نه ور کاوه، په اندک کار کې به یې ډولونه غاړې ته واچول او خپله ډنډوري به یې پیل کړه، تر هغې به یې بغارې وهلي؛ تر څو چې به یې خولې ځګونه وکړل او کلیوال به یې خپل کاذب شور ته قانع کړل.
لنډه دا چې یوه ورځ د کلي د مشرانو دېرو ته تللې لارې د کلیوالو پر مخ وتړل شوې، ګونګسیان هم له ډنډورچیانو سره یوځای شول، د کلي هغه خبر رسوونکي چې په رښتیني ډول یې مسوولیت احساساوه، له ډنډورچیانو خپله لار بیله کړه، یوازې همدومره یې ویل چې بنجاري ماما راغی؛ خو د کلي د ډم په ګډون ډېرو نفاق اچوونکو د کاذب مشر اعتمادالدوله په ملاتړ خبرونه ور کول.

د عادت له مخې په خپل کاروبار پسې ووتم؛ خو لویه هیله مې د بنجاري ماما هغه پرېکړه وه چې له راتګ مخکې به یې په پیتاوي کې ناستو مخورو خوشبینې کوله، په کراتو یې ویلي وول چې اعتماد الدوله به د بنجاري ماما په خوښه او پرېکړه لرې شي او غني اکا به خپلې مشرۍ ته پرېږدي، دوی ټولو د غني اکا مشري منله او د هغه کړنې به یې ستایلې، خو نیوکه به یې کوله چې ډنډورچیان ورته بنګن مچان ګرځیدلي او یا هغه غیبتګر چې د کلیوالو تر منځ ناست وي او د هرې ملامتۍ پړه پر غني اکا ور اچوي، یا یې له اعتماد الدوله نه پیسې اخیستي او یا خو د کلي په ګډوډۍ کې خپله روزي لټوي.

بنجاري ماما راغی؛ خو مزه یې نه وه، هغه چې کلی له یاده وېستلی وو، د کلي د مشرانو ترمنځ په شخړو یې هېڅ مالومات نه لرل او که لرل یې، سترګې یې پرې پټې کړې، پرېکړه یې کړه چې اعتمادالدوله خو اعتماد الدوله دی، نور به هم مست شي، ځکه چې د اوږده عمر تمه ورته پیدا شوه.

زه او کلیوال هک پک شو، بنجاري ماما مو هیڅ خوښ نه شو، یوازې په دې خو نه کېږي چې د پلاستیکي او ناشکن لوښو مرسته به کوي.

بنجاري چې ذاتاً د کلیوالو په خوښۍ هېڅ نه خوښېده، له دې وړاندې په نورو کلو او بانډو هم ګرځېدلی وو، هلته یې هم شپیلاقونه، چورلګونه، توشلې او ګڼ نور د لوبو سامانونه پر ماشومانو او حتی په لویانو وېشلي ول، هغوی پوهېدل چې دا شیان یې هېڅ په درد نه دوا کېږي؛ خو بنجاري ماما یو بل کمال هم درلود، که زورور هم وه، په خورجین کې یې خوراکي توکي هم درلودل، د کوم کلي خلک چې مسکینان به ول، په پاپړ، ګلشالي او نورو خوشحالول، ان ځینو ته به یې د پوښاک توکي ور کول چې بيخي به یې مریدان کړل، په داسې چل او هنر یې د کلیوالو سترګې پټې کړې.

خبره دا نه وه چې زموږ کلی دې په ارام وي او یا دې کلیوال په یوه مشر را ټول شي، له بنجاري ماما سره د خپل کلي غم و، نه یې غوښتل چې کلیوال قوالان ملګري یې د نورو په لانجو اخته شي او خپل کلی یې له یاده ووځي. د همدې لپاره خو یې په موږ ملنډې ووهلي او مسکی له کلي و خوځېده.

بنجاري ماما لاړه؛ خو اعتماد الدوله به کلیوال سموي، کنه بله لار یې نشته، غني اکا به له خپلې کلیوالې مینې سره خپله غم په خپله خوري.

ډنډورچیان شته او ډولونه یې په کش کې دي، که خدای مه کړه لاس یو کړي، د بنجاري ماما له راتګ مخکې به یې غني اکا له مشرۍ او کلیوال به یې له کلي تېر کړي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب