پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeمیرمنښځې څه وايي؟

ښځې څه وايي؟

پر فېس بوک د پښتنو ښځو لومړی ګروپ چې د ښځو د ستونزو عملي حل لټوي.

موږ پښتنې ښځې د نړۍ له ګڼ شمېر هيوادونو پر فېس بوک په يوه ګروپ کې سره يو ځای شوي يو. د دې ګروپ غړي يوازي ښځې دي او پکښي افغانانې د ښځو د ستونزو په اړه خپلې تجربې او نظريات شريکوي، موضوعات څيړي او ستونزو ته د حل لارې لټوي او لومړی يې په خپل ژوند کې د پلي کولو هڅې کوي ځکه د دې ګروپ هره غړې په دې باور ده چې تغير او اصلاح له خپله ځانه پيليږي.

ګروپ يو شمېر اصول لري او د هرې غړې د نظرياتو درناوی کيږي. ټولې خوندې نوو غړو ته ښه رغلی وايي او د نظر د اختلاف په صورت کې هم يو بل ته متقابل احترام لري. د ګروپ ټولې خوندې د انسانانو پر برابرو حقونو باور لري او د يو شمېر ناوړه رواجونو د مخنیوي لارې لټوي.

د دې ګروپ غړې ښځې ستاسو د ژوند ملګرې، خوندې، مندې، خاله ګانې، عمه ګانې او د کورنې نورې ښځې دي. دوی له تاسو سره ستاسو په کورو کې ژوند کوي او په دغه ګروپ کې هغو ستونزو ته د حل لارې لټوي چې ښايي په خوله يې تاسو ته او يا نورو خلکو ته نشي ويلای. د همدغو او يو شمېر نورو محدوديتونو له کبله ځيني خوندې په بدل نامه فعالیت کوي چې نه غواړي خپل اصلي نوم يې څرګند شي.

د دې ګروپ ګڼ شمېر مېرمنې په دې باور دي چې د ښځو پر وړاندي په تشدد کې يوازي د سړو لاس نه دی بلکه ښځو ته هم ملامتي ور په غاړه ده. په ګروپ کې هره مېرمن د ښځو اړوندې يوې موضوع په اړه پوسټ کوي او نورې ورباندي خپل نظرونه په تبصره کې لیکي.

د دغه پټ ګروپ غړو وروسته له هغه پرېکړه وکړه چې ځيني بحثونه له تاسو سره د تاند له لارې شريک کړي چې وويل شول د ښځو په ستونزو نه يوازي بايد ښځې بلکه سړي هم پوه شي او په حل کې يې ورسره اوږه په اوږه ودريږي. د هر بحث موضوع او تبصرې د موضوع ليکونکې مېرمنې او تبصره کوونکو مېرمنو په اجازه خپريږي.

زموږ يوه فعاله، شاعره او ښوونکې پښتنه خور پاکيزه آرزو د ګروپ په اړه داسي وايي:

 (ښه ده چې…دا معلومه شي چې میرمنې فیسبوک یوازې د وخت تېرولو لپاره نه کاروي بلکې په داسې حیاتي موضوعاتو بحث کوي او غواړې ټولنه کې مثبت بدلون راوړي.)

د ګروپ موضوعات به وخت په وخت له همدې پاڼې خپريږي.

ترتیبوونکې: ملالۍ بشیر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب