جمعه, مارچ 29, 2024
Homeروغتیاد لاس مینځلو هنر/ جاوېد اوربل

د لاس مینځلو هنر/ جاوېد اوربل

تاسو به د شعر ویلو یا نثر لیکلو د هنر په اړه مقالې او کتابونه لیدلي وي خو آیا د لاس مینځلو په اړه به مو هم څه لوستي دي؟

لکه څنګه چې یو شمیر لیکوال او شاعران د شعر او نثر د لیکلو پر وخت ځینو ټکو ته پام کوي او ښه نثر او شعر لیکي داسې ځینې کسان خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون ښه پاکوي.

دا چې خپل لاسونه څن

جاوېد اوربل
جاوېد اوربل

ګه په پاکو اوبو او صابون پاک کړو چې ټول مکربونه ترې لیري شي، په دې اړه خاص ټکي دي چې هغو ته باید متوجه شو چې د لاس مینځلو هنر زده کړو.

لکه څنګه چې د لاسونو مینځل اهمیت لري همداسې دا عادت جوړول په کار دي چې په کورنۍ کې مو له ماشومانو نیولې تر لویانو پورې په منظم ډول لاسونه په پاکو روانو اوبو او صابون سره ومینځو او هغه ټکي په پام کې ونیسو چې خپل لاسونه ښه ومینځلی شو او دا هنر زده کړو.

په صابون سره د لاسونو د ښه مینځلو له پاره چې صحي کارکوونکي د لاسونو د مینځلو له کومې طریقې څخه استفاده کوي او غوره طریقه ده، عام خلک هم که له دې طریقې څخه استفاده وکړي نو یو خو به د لاس مینځلو هنر زده کړي بل به هغه مکروبونه دوی نه په عذابوي چې د لاسونو له لارې انسان ناروغوي.

د لاس مینځلو پر وخت باید صابون او پاکې رواني اوبه ولرو. که مو ګوتمۍ، وښي، ساعت، یا بنګړي په لاس وي نو ښه خبره ده چې هغه وباسو.

لومړی باید لاسونه په پاکو اوبو سم لانده کړو، وروسته صابون راواخلو او لاسونو پسې یې ښه وموښو یا وموږو، بیا صابون کښیږدو او خپل دواړه لاسونه د یو بل سره وموږو داسې چې د ګوتو دواړې خواوې یعنې شا و مخ، د ګوتو تر منځ ساحې، د ګوتو بیخونه، د نوکونو لاندې برخه او په خاص ډول د بټې ګوتې دواړې خواوې ښه وموږو، تر څنګ یې د مړوند موږل هم ضروري دي، دا موښل دې تر شلو دیرشو ثانیو پورې دوام وکړي چې هیڅ ځای بې موږلو پاتې نه شي.

په لاندې تصویر کې عملا تاسو ګورئ چې د لاس مینځلو شپږ نقطې یو په بل پسې تشریح شوي دي.

بیا پاکې اوبو پر لاسونو راخوشي کوو او لاسونه د صابون له ځکونو څخه پاکوو. تر لاس وینځلو وروسته باید د تشناب د کوم شي سره په تماس کې نه شو او که نلکۍ هم بندوو نو له کاغذي دستمال څخه باید استفاده وکړو.

 د دې تر څنګ باید پاک کړي لاسونه خپلې خولې او پوزې ته ورنه وړو. بل ځل به پر دې خبرې وکړو چې په صابون لاس مینځل ښه دي که په شامپو؟

1 COMMENT

  1. تاسو به د شعر ویلو یا نثر لیکلو د هنر په اړه مقالې او کتابونه لیدلي وي خو آیا د لاس مینځلو په اړه به مو هم څه لوستي وي؟
    هو! دلاسو مینځل نظافت یا پاکي ده۰ لمړئ په څه باندې لږیدلي لاسونه د «۳۰ ثانیو» لپاره تر وچیدوتعقیم شي( لکه پاسني انځور کې چې په طبابت کې دلاسونو دتعقیمولو یا دیزنفکشن شپږ«۶» مرحلې راښیي ) او بیا لاسونه د صابون سره په روانو ابو ښه ومینځل شي ، او بیا ښه وچ کړل شي۰ دهغه صابونو نه کار واخستل شي چې دلاس پوستکي ته ضرر ونه لري۰
    که نوکان ډیر خیرن وي ، دنوکانو په برس باندې تر هغه پورې وموښل شي تر څوچې خیرې ئې پاکې شي۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب