شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهفلسفه| نورمحمد سعید

فلسفه| نورمحمد سعید

هوټلي ته مې د چایو وویل او له لاسي کڅوړې مې کتاب راویست. شېبه وروسته کړنګ شو.

سړي پیاله پر میز کېښوده. ورته ومې کتل. زما لاس کې پښتو کتاب ته یې کتل. موسکی شو:

یره! بد دې نه یم درښکاره، زموږ وطن دې لوستو خلکو خراب کړ، هر یو غواړي خپله خوښه پر نورو وتپي او هر یو خپله خبره قانون بولي!

 ته ګوره، دلته هند کې هر چا تعلیم کړی او هر یو یې قانون مني، ځکه خو نه پکې جنګ جګړه شته او نه هم بې قانوني!

زما له څه ویلو مخکې سپین ږیري هوټلي ټالۍ وشرنګوله.

سړی بیا موسکی شو. لاس یې راته ونیو. کیڼه سترګه یې ټینګه کړه او د نوي راغلي مشتري میز ته لاس په نامه ودرید.

نورمحمد سعید

۲۰۱۴

اګست۲۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب