شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبژبه او لیکدودتر ډېره برېده سوچ بوچ ناسم دی | ډاکتر ماخان میږی شینواری

تر ډېره برېده سوچ بوچ ناسم دی | ډاکتر ماخان میږی شینواری

ګرانو لوستونکو!

که پوره ځیر شو، نو دا ،،تر ډېره بريده،، زموږ لیکوالان ډېر کاروي چې ما هم له دې امله ډېرې لیکنې ته اړباسي..

موږ تل په ،،برید،، د ،،برید،، له امله په پوله برید کوو، پوله د برید بريد ګرځوو اوبرید یې پرېږدو. خو دا مو د خبرو موضوع نه ده، که پوله وي یا برید.

موږ دې ،، تر ډېره بریده،، د ویونو یو په بل پسې لیکلو ته خپل پام را ګرځوو، چې ایا داسې یعنې ،، تر ډېره برید ه،، موخه په ګوته کوې او که نه؟ یا شته او که نه؟

یو څوک چې د یو څه سرته رسولو لپاره  هلې ځلې کوي، نو تر ممکنه یا شونې یا کیدونکي بریده یا تر پولې هڅییږي او نه تر ډېره بریده یا تر ډېرې پولې.  

که یو څوک د یو څه سرته رسولو لپاره ډېر زیار باسي او ربړې وګالې، نو وایي، چې له بریده یا له پولې ډېر یا اخوا او نه  تر ډېره بریده. دا په خټه کې دده د توان پوله ده یا پوله باید وي.

لنډ: ،،ترپولې پورې،، یا هم ،،له پولې ډېر،، یا ،،له پولې لږ،، لرو (نه تر (په ،،تر،،به بیا غږیږو) پولې لږ). دلته موخه په تر کې نه ډه، خو نه تر ډېرې پولې اونه له ډېرېپولې شته.

لاس ته راوړنه:  تر ډېره بریده یا تر ډېرې پولې نه شته ځکه، چې پوله یوه ده، نو څنګه ډېرشي.

تر پولې پورې یا د پټي د پولې پورې او…: دا شته.

ما  د یوه ن ج  په مضامینوکې دا لاندې ولوستل:

،، …سيمه کې بدلونونه تر ډېره بريده د امريکا او غير اسلامي متحدينو د …،،.

او همداسې: ،، تر ډېره بریده داسې ډنډوره شوې…،،.

  دلته خو ،، تر ډېره بریده،، ته اړتیا هم نه شته، خو که لیکونکی غواړي دا د ټینګار په توګه ولیکي، نو بې له تر،،او ،، بریده،، یواځې ډېر لکلی شي یا ډېر وخت یا ډېر ځله، ډېر واره، چې یو څه ترې پوهیدل کیږي او که بیا هم غواړي بريد په کې ریشي، نو ،، له بریده ډېر،، یې بیا موخه ور دۍ.

او یا  ،، اوياهم تر ډيره بريده سياسي اواقتصادی … ،،

سم یې لرو:

له بریده یا پولې ډېر.

له برید څخه اخوا.

تر لرې پولې ( پورې).

له پولې اخوا ( دلته ګوره هم ،،تر پولې اخوا،، نه لیکم)

تردې نږدې پولې( پورې).

تر هغې لرې پولې

او داسې نور.

زیات کسان په دې اند دي، چې ګوندې  دا ،، ترډېره بریده،، خو په دري یا فارسي کې هم شته.

نه! داسې نه ده. په فارسي کې داسې نه وایي او زموږلیکوالان یا ژبپوهان چې وایي، دا ناسمه ده.

زه داسې ښه په فارسي نه پوهیږم، خودا له دري ښه په انډول پښتو کولی شم.

په دري کې که ووایي:  

۱ –  تا حد زیات  

۲ – از حد زیاد
راځۍ د دې انډول په پښتوولیکو:

و ۱ – ته – زه په دې اند یم، چې ګوندې دري ژبي به داسې نه وایۍ ،، تا حد زیات،، او که وواي هم،

نوموخه به یې دا وي چې : تا حد کوشیدم واین چند دفعه یا زیاد.

که موږدا په پښتو انډول لیکو ،نو،، تر  برېد ډېر یا تربرید پورې ډېر یانې څوک  تربریده پوري ډېر واره وهڅږي، مګر نه ترډېره بریده ( پورې).

شننه: یو کس باید یو کار په ۲ ساعته کې پای ته ورسوي ( دا دوه ساعته برید دۍ)، خو هغه نه توانیږي اودی دا کار ډېر واره تر دوه ساعته کوي، دا په دې مانا چې دی تر برید پورې – چې دوه ساعته دۍ – دا کارد نورو دوه، دوه ساعته له پاره کوي، دا په دې مانا، چې تر بریده پورډېر هڅیږي..

و ۲ – ته- له برید څخه ډېر.

شننه: یوکس د دوه ساعته د کارتوان لري اوهغه، چې درې ساعته کار وکړي، نوکار یې له برید څخه ډېر وکړ،

دا ۱ – تر بريد پورې ډېر   او

۲ – له برید ( څخه) ډېر اودا سم هم دي

بیا : ترډېره بریده

په دري انډول: تا بسیارحد. دا ګوره تا حد بسیار باندې نه شي اړول کیدی.

یادونه: ترډېرو بریدونو ( پورې) شته. د هیواد تر ډېروبریدونوپورې تللی یم.

همداسې: له ډېروبریدونو( څخه) هم شته.لکه له ډېرو برېړدونوتیرشوم.

هیله ده چې روښانه کړې مې وي، چې تر ډېره بريده نه شته او همداسې له ډېره بریده.

له برید څخه ډېر شته، خوتر برید  ډېر هم ناسم دۍ، ځکه چې که ،، تر،، نو هغه د مهال او…پای په ګوته کوي.

یادونه. تر به  هم بیا د ( دلته هم ګوره ،،تر،، نه لیکم) څیړنې لاندې ونیسو.  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب