هره شپه
ګلغوټۍ وخانده ، چې شپه په ښکلاچنګ ووهي
دشونډو رنګ دې په تیارو باندې ګلرنګ ووهي
ستاتورې سترګې مې لاهم دتوروشپو مېلمنې
ستانېغ باڼه مې هرسهار دزړه پرڅنګ ووهي
باددې دزلفووږمه راوړي ، هره شپه په غرور
راشي او وناڅي ، حلقه مې په پالنګ ووهي
چې سترګې پټې کړم نو ناز دې په خوب ووینمه
چې سترګې پرانیزم پاولي دې نوی شرنګ ووهي
شپې دې دغېږې عطر داسې په تیاره کې نغښتي
لکه پرتوربخمل چې څرخ لړ دلونګ ووهي
زنګون دې کېږده، لاخو ستوري ستادحُسن شمارم
اعتبار نشته اوس به سپینه سپوږمۍ کړنګ ووهي
۱۳۹۳ اسد ۷
ډایناسوران څه شول ؟
زرګونه پېړۍ پخوا
ډایناسوران دلته وو
او سوله وه .
ونو پاڼې کولې
زمکه په ونو پوښلې وه
ددوی او سولې ترمنځ تړاو ایډیولوژیک نه و
دوی پاڼې خوړلې
او پاڼې ډیرې وې .
زرګونه پېړۍ وروسته
یوبل ځناور راغی
ددوی ترمنځ دسولې او جګړې تړون
ایډیولوژیک و
دوی ډوډۍ خوړله
او
ویره یې دا وه چې ډوډۍ به خلاصه شي .
دوی دجګړې لپاره
ایډیولوژي جوړه کړه !
ډایناسوران له شرمه ویلې شول
او څاڅکي څاڅکي
پر خپله ګرانه زمکه ننوتل .
ډایناسوران
دایډیولوژیک جنګ له شرمه ورک شول
خو لاهم
دغه یو بل ځناور
دایډیولوژۍ په خونړي لټون کې
د ډایناسورانو هغه ورک
هغه راپاتې فوسیلونه په ارا م نه پریږدي .
او…
جنګ لاهم روان دی .
۱۳۹۳ – سرطان – ۲۵
ګران استاد لیوال ته باید عاجزانه عرض کړم چی نوی شعر په خلقت ولاړ دی نه روایت. نوی شعر روایت نه منی.
اسد سمندر
قدرمن لېوال صیب ! سلامونه
غزل دې زموږ په زړونو شوخ چنګ ولګاوو . غزل دې داسې خوند راکړ لکه د ګلاب ګل چې مې بوی کړی وي . دغه شوخ غزل دې دومره ستایم ، ترڅو چې مې لفظونه او رنګینۍ راسره ختمي نه وي .
دواړه ښکلي دي!