لیکنه : ډاکټر رحیم هلال/ کابل
په هغه صورت کې چې په میرمنو کې د ولادت پروسه له خپل نارمل وخت څخه اوږده شي او بیړنۍ طبي مرسته ورسره ونه شې نو ولادي کانال يې سوری کېږي؛ دې حالت ته په مېرمنو کې له زیږون يا ولادت څخه وروسته ټپ وايې چې په طب کې يې ولادي فستولا بولي:
يا په بله مانا : کله چې د ماشوم پیدا کېدلو پروسه له وخت څخه وځنډېږي او له کبله يې ولادي کانال سوری شې دې ته ولادي فستولا ويل کېږي.
دا ستونزه ډېر کله په لیرو پرتو سیمو کې هلته چې ماهره قابله، زنانه معالجه ډاکټره او يا کلنیک شتون ونه لري منځ ته راځي؛ په داسې حالت کې مور تر شپږو يا اوو ورځو پوري پرله پسې دردونه لري چې په پایله کې يې له دوو يادریو ورځو ورسته ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي .
فستولا يا د کانال سوري کېدل کله منځ ته راځي ؟
کله چې له خپل نارمل وخت څخه د ماشوم د زېږېدو پروسه وځنډېږي نو په دې صورت کې د ماشوم سر د مور د حوصلي په مځ کې ترفشار لاندي راځې په دې ځای کې د مور نرم انساج د فشار له امله د وينې له نه رسېدو سره مخ کېږي او باالاخره مړه کېږي جدار يا پرده که د مور د مثاني خواته سورۍ شې ورته visicuvaginal fistula وايې او که مهبل څخه د مثاني پورته طرف يا لويې کولمي خواته سورۍ شې ورته Rectovaginal fistula وايې
کله کله هم دا پرده دواړو يانې د مثانې او لويې کولمې خواته په عین وخت کې سورۍ کېږي چې په پایله کې يې مور خپلې ډکې میتازي او ادرار نه شې تر واک لاندي را وستلی.
د فستولا لاملونه څه دي؟
ټيټ روغتيا يې خدمات
خوار ځواکي
بیوزلي او ټيټ کورنۍ اقصتاد
په کم عمر کې د نجونو واده کول يا په کم عمر کې د نجینو حمل
په ټولنه کې له میرمنو څخه د روغتیايې خدماتو په واک کې نه ورکول
بیوزلي او ټيټ روغتيايې خدمات يا يې له سره نه شتون او همدارنګه په ټولنه کې د حمل پر مهال میرمنو ته نه پاملرنه او د کم عمره ( اتلس کلنۍ څخه ښکته ) نجوني واده کول د فستولا په منځ ته راتلو کې ستر لاس لري.
یاده ستونزه د ښارونو په نسبت په کلیو او لیرو پرتو سیمو کې څو چنده زیاته ده ځکه چې په خپل وخت د امېندوارو میرمنو ډاکټر ته نه وروستل او له ډاکټر سره نه مشوره کول هغه بد مرغۍ دي چې د فستولا په ګډون د مور او ماشوم لپاره زیاتو روغتيايې ستونزو لامل ګرځي.
له نیکه مرغه د نوري نړۍ به ګډون دا مهال په افغانستان کې هم د فستولا د درملني لاري چاري لټول شوې په کابل کې يې په ځينو روغتونونو کې د تداوۍ لپاره لاري چاري او اړوند تدابیر لټول شوې دي.
خو له بده مرغه په ولایتونو کې يې تر اوسه د پام وړ کوم مرکز نه تر سترګو کېږي.
ولادي فستولا د تداوي وړ ده ، په کار ده چې له منځ ته راتلو سره يې ژر تر ژر ناروغه میرمن روغتون ته ورسوله شې او په اړه يې اړوندي مشورې او د تداوي لاري چارې په پام کې ونیولې شې
په روغتونونو کې ټولې هغه لاري چاري چې د ولادي فستولا په له منځه وړلو او د میرمنې او ماشوم د ژوند په ژغورلو کې مرسته کوي په پام کې نیولې کېږي نو په کار ده چې کله د میرمنو د ولادت د پروسې او سختو دردونو پر مهال روغتون ته مراجعه وشې.
د ټولنې ټولو میرمنو او نورو وګړو ته په کار ده چې د اړوند ډاکټرانو له لوري د ولادي فستولا يا ټب په اړه پوه تر لاسه کړي.
د مخنيوي لاري چاري :
ـ د ټولنې وګړي په ځانګړې ډول میرمنې باید د ولادي فستولا په اړه له اړوندو زنانه ډاکټرانو قابلو او نرسانو څخه پوه تر لاسه کړي.
ـ د ولادتونو تر منځ باید واټن مراعت او په پام کې ونیول شې.
ـ له اتلس کلنۍ مخکې باید نجوني حمل وانه خلي ځکه چې په دې وخت کې د نجینو بدن په ځانګړې ډول د زیږون سیستم په پوره ډول سره وده نه وي کړي تر څو حمل ته تیاري و اوسي؛
له اتلس کلنۍ ښکته نجینوي د ولاده لپاره ځکه تیاري نه وي چې په دې عمر کې يې اړوند سیستم دې ته تیار نه وي چې اولاد راوړي ډېر کله يې ولادي کانال بند پاتې کېږي او د فستولا ناروغۍ منځ ته راځي.
ـ په کلیو بانډو او کورنو کې د ولادت له ورکولو څخه باید ډډه وشې پکار ده چې نژدې کلینک يا قابلي ته مراجعه وشې تر څو ولادت يې په مسلکې او صفا ډول صورت ونیسې په دې توګه به د ولادي فستولا او نورو اړوندو ستونزو مخه ډب شوې وي.
ـ د ولادت که دردونو ډېر زیات او د ولادت د پروسې د زیاتوالي فکر کېږي نو ښه به داوي چې داسې روغتون ته مراجعه وشې چې هلته جراح ډاکټر او ورسره ورسره د وينې د ورکړي اسانتیا شتون ولري.
ـ که چیرته په ولادي فستولا اخته ناروغ کلینیک ته مراجعه کوي او سوری يې نسبتا وړکی وي په کار ده چې هلته ډاکټر ورته د اړوند پايپ يا کتیتر تیر کړي په دې توګه به د شته ټب د خرابېدو او هم پراخیدو مخه نیول شوې وي
درملنه :
ولادي فستولا د مهبلي جراحي له لاري د درملني وړ ده ، د جراحي په مرسته یاد سوري ګنډل او تړل کيږي
که چیرته د ولادي فستولا د ناروغانو روغتون ته په وړو او جراحي عملایات کې ځنډ او ناغېړي ونه شې او ډېر وخت پرې نه وي تېر شوی نوي (۹۰) سلنه يې د بشپړي رغيدا چانس شته.
له عملیات ورسته میرمنې کولای شې چې په عادي ډول خپل ژوند ته ادامه ورکړي.
کله چې عملیات يې وشې نو په کار ده چې لږ تر لږه تر دوو انيو پوري ناروغ په روغتون کې د ډاکټرانو تر بشپړي څارنې لاندي وساتل شې البته ځینې وخت يې چې د ناروغۍ حالت ډېر پر مختللی وي کېدای شې له دوو اونيو هم زیات وخت ته د بستر کېدو اړتیا ولېدله شې او له يوه څخه دوه یا دریو عملیاتونو ته اړتیا پیدا شي
باید يادونه وشې چې وروسته له عملیاتو ناروغه ښځه تر دریو میاشتو پورې کوروالی ونه کړي تر څو عملیات شوی ځای په بشپړه توګه روغتیا ومومي.
ډيری میرمني له دې عملیات وروسته د بیا زیږون پوره وړتیا لري خو له بده مرغه ځينې مېرمني ( فیصدي يې ډېره کمه ده) د زیږون وړتیا له لاسه ورکوي.
زموږ په وطن کې ملالۍ زیږتون او کیور نړيوال روغتون يواځينې روغتونونه دي چې چې د یادو ناروغانو د درمنلي لپاره ځانګړې مرکزونه لري او ټوله درملنه يې پکې په وړیا توګه سرته رسېږي.
سلام علیکم ورحمت الله
دا لیکنې دا دری میاشتې تعقیبوم هیله ده چې همداسې روانې يې وساتې په دې هیله چې يو وخت د کتاب په بڼه چاپ شې عام لوستونکې ترې ښه ګټه اخستی شې ډېرو هغو ټکو ته پکې اشاره کېږي چې عام وګړې ترې نه دي خبر
موږ چې تر اوسه هم کوم طبي کتابونه يا د روغتیا اړوند څه په کتابونو او د پوهنځيو په چپترونو کې لوستي چندان مفهم ترې نه اخستل کېږي
دا لیکنې ښه ژبه لري د هرې کچې لوستونکې پرې پوهیدای شې لیکوال ته يې اوږد عمر غواړم زه يې هر وخت لیکنې تعقیبوم
بااحترام
سیف الله دواودزی
دا ېو څرګند حقېقت دې او لېکونکې ته ېې لا نوره کامېابې غواړو
فه زړه پوری متالیب دی باید دسی معلومات دتلیویزون لطرفه هم وطنوالو ته ښکاره شی