چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeروغتیاد مکروبونو په مقابل کې لومړنۍ دفاعي کرښه/ جاوېد اوربل

د مکروبونو په مقابل کې لومړنۍ دفاعي کرښه/ جاوېد اوربل

د لاسونو مینځل د میکروبونو په مقابل کې لومړنۍ دفاعي کرښه ده. په صابونو سره د لاسونو مینځل یو خو د مکروبونو مخه نیسي چې موږ په ناروغیو اخته نه شو بل نورو ته د مکروبونو د انتقال مخه هم نیسي.

اکثره د ساده یخ وهنې څخه شروع بیا تر انفلونزا، مننجایټیس، سینه وبغل، زکام او اسهال مکروبونو پورې د لاسونو د نه پاکولو له کبله یو څوک ناروغولی شي.

موږ په ورځني ژوند کې ډیری وختونه د دې مکروبونو سره له ډيرو لارو مخکیږو؛ د ناروغ کس سره مخکیدل، د هغه سره ناسته یا ستړې مه شې کول، د ناروغو کسانو د وسایلو څخه استفاده یا هم کله چې دباندې وځو خاورو دوړو کې ډير مکروبونه وي او هغو وسایلو ته چې لاس ور وړو ممکن که مریضانو هم لاس نه وي وروړی له چاپیریال څخه مکروبونه پرې نښتي وي له دې کبله مو لاسونه د مکروبونو سره سروکار لري او زموږ د ناروغیدلو چانس زیاتوي.

کله چې پر لاسونو مو مکروبونه وي نو هغه خو نه لیدل کیږي، موږ یې خولې او سترګو ته وروړو چې ناروغوي مو.

کله چې موږ ناروغه شو نو زموږ د لاسونو له لارې د کورنۍ نورو غړو ته هم دا مکروبونه سرایت کوي نو ځکه خو زموږ کورنۍ کله کله له یوه سره ناروغه شي چې بیا د ټولو پر علاج ډیرې پيسې مصرفیږي.

په کومو حالاتو کې د دې امکان شته چې پر لاسونو باندې مو ډیر مکروبونو ناست وي؟

# کله چې مو لاسونه د نورو ناولو یا خیرنو لاسونو سره په تماس کې کیږي

# کله چې ناولی پمپر لیري کوو

# کله چې مو لاسونه په ناولو اوبو یا غذا ککړیږي

# کله چې مو لاسونه د عطسې یا ټوخي پر وخت د بل چا یا په خپلو لاړو لندیږي

# کله چې مو لاسونه د ناروغ د وجود له مایعاتو سره په تماس کې کیږي

په داسې وخت کې د لاسونو مینځل ډیر ضروري دي خو د دې تر څنګ په داسې حالتونو کې هم په صابون سره د لاسونو مینځل ضروري دي.

# له تشناب څخه د راوتلو وروسته

# د ډوډی یا غذا د جوړولو مخته او وروسته

# له ډوډۍ خوړلو مخته

# کله چې خپل یا د بل چا زخم پاکوو

# د پوزې له سوڼ کولو وروسته

# د حیواناتو د خوړو یا پخپله له دوی سره تر تماس وروسته

# کله چې له کثافاتو سره په تماس کې کیږو

ممکن داسې نور حالتونه هم وي چې لاسونه مو په چټلیو لړل کیږي نو په داسې حالاتو کې په صابون او اوبو سره د لاسونو مینځل ډیر ضروري دي. په بلې لیکنې کې به په صابون او اوبو سره د لاس مینځلو پر طریقې خبرې وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب