سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeمقالېچاپیریالاوبه، هوا، خاوره = ژوند

اوبه، هوا، خاوره = ژوند

د بدلون اوونیزې لیډینګ ستوري –

اوبه، هوا او خاوره هغه درې عناصر دي چې ژوند ور پورې تړلی دی، یا په بله وینا د همدغو درو عناصرو مجموعې ته ژوند وايي، که له دې درو عناصرو څخه دا یو یې  هم ورک شي نو ژوند ور سره ورکيږي مګر موږ له خپلو درنو لوستونکو څخه هیله کوو چې د یو څو شېبو لپاره په خپلو ګرېوانو کې سرونه وځړوي او له ځان سره دا فکر وکړي چې موږ د خپل ژوند دغو درو اساسي شیانو ته څومره اهمیت ور کړی دی؟ څومره مو په درنه سترګه ور ته کتلي دي؟ او څومره مو یې ساتنې ته پام کړی دی؟

زموږ باور دی چې هر ګران لوستونکی او هموطن به ووایي چې موږ خو کله هم اوبو، هوا او خاورې ته په دومره ارزښت نه یو قایل شوي چې آن په دې دي و ارزي چې یو سیاسي اخبار او یو سیاسي ګوند دې پر هغه دومره جدي بحث رامنځته کړي.

هوکې! که له چا سره سم احساس او رساعقل وي نو د اوبو، هوا او خاورې مسئله همدومره مهمه او آن تر دې زیاته جدي ده چې یو ګوند بحث پر کوي.

درنو لوستونکو!

د ژوند چاپېریال له همدغو درو عناصرو جوړ دی، خو زموږ افغانانو بدمرغې دا ده چې موږ د جنګ، مرګ، ژوبلې او نورو ناخوالو له خبرونو څخه فارغ نه یو، که تاسو یو څه په دقت رسنۍ وڅارئ، په تېره بیا نړیوالې رسنۍ، نو وا به وارئ چې دوی څومره په جدیت سره د چاپېریال پر ککړتیا او تباهۍ باندې بحثونه کوي.

افغانستان تر بل هر ځای زیات د چاپېریال له ککړتیا سره لاس و ګرېوان دی خو دغه لوی خطر ته ډېر کم هموطنان هم متوجه نه دي؛ موږ له همدې لیکنې پر خپلو درنو هیوادوالو ږغ کوو چې خبر دار اوسئْ! اوبو، هوا او خاورې ته د نه پاملرنې په صورت کې د چاپېریال ککړتیا تر جنګ ډېره بربادوونکې ده او د دې بربادۍ مخنیوی زموږ هر یوه وګړي انساني دنده ده.

زموږ د چاپېریال ساتنې اداره یوازې د کابل ښار په باب د چاپېریالي فاجعې خبرونه خپروي خو رشتیا خبره دا ده چې زموږ لوی ښارونه ټول له دې ستر ګواښ سره مخ دي چې باید هر افغان یې په باب ژور فکر او دقیق عمل وکړي.

څو مشورې:

۱- موږ باید هر یو له یوه څاڅکي اوبو سره هم ډېر احتیاط وکړو چې راڅخه ضایع نه شي، دا موږ ته دیني حکم هم دی چې  د ډک سیند پر غاړه هم باید په اوداسه کې اسراف و نه شې او خدای پاک په قرآن عظیم الشان کې اسراف کوونکي د شیطان وروڼه بللي دي، تاسو به متوجه یاست چې موږ په څومره بېرحمې او بې غورې سره له اوبو سره بېباکي کوو او ضایع کو یي.

۲- باید د سونګ له موادو سره ډېر احتیاط وکړو چې په دود یې خپل چاپېریال چټل نکړو.

۳- باید کثافات دلته و هلته بې ځایه و نه غورځوو، خپل د کور مخ او کوڅه هم لکه خپل کور وګڼو، ځکه همدغه د کور مخ ته او په کوڅه و بازار کې همدا موږ ګرځو، که مو دا ځایونه چټل وي موږ یې په ناروغیو اخته کيږو؛ زموږ د ناعلاجه مریضیو یو علت زموږ همدغه زموږ په خپل لاس چټل شوی چاپېریال دی چې د بې شمېره پیسو په مصرف سره مو بیا هم علاج نه کیږي.

۴- باید کوښښ وکړو چې شنه بوټی له منځه یو نه سو بلکې هر کال په کور، د کور او دکان مخ ته، په ښوونځي او بل هر ځای کې چې توان  مو رسېږي نیالګي کښېنوو او هم یې وروزو، خپل د اوسېدو هر ځای باید تک شین کړو، ځکه شین چاپېریال د لوړ انساني ژوند نښه ده، شین محیط د ښکلا تر څنګ د هوا د پاکوالي او ډېر باران اورېدو او اوبو ډېرېدو سبب کیږي.

دا او دې ته ورته نورې له پاک چاپېریال سره تړلي خبرې باید موږ هر یو په کور کې مور و پلار و مشران خپلو اولادو ته وکړو؛ په ښوونځیو کې یې ښوونکي و زده کوونکو ته وکړي، په مسجدو کې یې ملا صاحبان و مقتدیانو ته وکړي، په ادارو کې یې امیران و مامورانو ته وکړي او هر یو باید بل ته د اوبو، هوا او خاورې د پاک ساتلو او نه ضایع کولو نصیحت سره وکړو.

په ځانګړې توګه د رسنیو او مدني فعالانو ونډه ډېره زیاته ده چې خلک د ککړ چاپېریال له ضررو او پاک محیط له ګټو خبر کړي.

خدای پاک دي موږ ټولو ته د اوبو، هوا او خاورې په ژغورلوسره د پاک محیط را منځته کولو او په نتیجه کې د خپل ژوند ژغورلو توان و توفیق راکړي. آمین.

بدلون اوونيزه/دوهمکال/۲۱مه / پرلپسي۷۳مهګڼه/چهارشنبه/ حمل/۱۸/ ۱۳۹۵

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب