انجنیرعبدالسمیع واحدي
درېیمه برخه
د اوبو لګولو باراني (آب پاشان) سیستم: (Sprinkler Irrigation)
د اوبو لګولو په باراني سیستم کي د اوبو رسولو پایپونه د کرونده (پټي) منځ کي ځاي په ځاي کوي او ورسره د اوبو شیندونکي نیزلي (سپرینګلر) په داسي ډول جوړیږي چي د آپ پآشان یا اوبه شیندونکي په ډول اوبه هوا ته پورته کوي هوا کي اوبه په څاڅکو بدلیږي او لکه طبعي باران غوندي کروندي ته تويیږي، په دغه سیستم کي پمپ ، پایپونه او اوبه شیندونکي (سترینکلر)، باید په عین زمان کي فعالیت او کار وکړي، د اوبو لګولو باراني سیستم اکثره نا همواره ساحو کي ډیره کارول کیږي ددغه سیستم یو له ښګیڼو نه دا دی چي باراني سیستم کي کولی شو چي ډيري لويي ساحي په يو ځل خړوب کړو.
د باراني طریقي د سیستم د دیزاین میتود داسي دی چی لمړی د اوبو منبع ټاکل کیږي او بیا د ضروت وړ اوبو اندازه معلوموي او ورپسي د اوبو فشار محاسبه کیږي تر څو معلومه کړي چي په لاین کي په کوم تعداد سپرینکلرونه نصب شي. د اوبو د فشار د پیدا کولو دپاره کولی شو د اوبو د فشار ازموینې ګیج وکاروو د جریان د مقدار د معلومولو دپاره یوه ګیلنه (بالت) ولرو چې د مشخص شوي سرچینې څخه يي په داسي ډول ډک کړو چي د ډکولو زمان مو ثبت کړی وي او دا معلومه شي چي د ګیلني ډکول څومره وخت نیسي. ورپسي د بالټ یا ګیلني اندازه (په ګیلن کې شته اوبه) د 60 ثانیو سره ضربیږي، دا پایله به د جریان کچه (د ګیلن د اوبو مقدار په دقیقه کې) وي.
په باراني سیستم کي د اوبه شیندونکي یا د سپرېنکلر سرونو ډیر ډولونه شتون لري چې د اوبو د فشار، د جریان کچه او د ساحي د نباتي پوښښ یا د بوټو (فصل) د نوعي په پام کي نیولو سره انتخابیږي.
په حقیقت کې د سپرېنکلر د سرونو ۳ مختلف ډولونه شته.
- د سپرې شکله سپرینکلرونه: دې ته د ثابت سپری شکله سرونه هم ویل کیږي چې اوبه بهر ته د فین (سپری) په شکل شیندي، ددغه ډول سپرنګلرونو د پوښښ ساحه خورا کم دی ځکه چې دوی یوازې تر 18 فوټو پورې واټن کې کاریدی شي. ، سپري شکله سپرنکلرونه د 20 څخه تر 30 PSI د اوبو فشار ته اړتیا لري.
- روټري سپرینکلرونه: دغه سپرینکلرونه دوه طرفه سرونه لري او په عین وخت دوو جهتونو کي اوبه شیندي، روټیری سپرینلکرونه معمولا له یو بل نه د 8-65 فوټو په فاصله کي نصبیږي خو دا باید په پام کي ونیول شي چي د روټری سپرینګلرونو فشار د سپرینکلرونو ترمنځ د فاصلي څخه زیات واوسي.
- څرخيدونکي نوزلونه څرخیدونکي سپرینکلرونه: څرخیدونکي نوزلونه په بشپړ ډول د څرخيدونکو په څیر کار کوي، مګر ډیر کوچني ښکاري. څرخیدونکي نوزلونه د سپرینکلرونو د نورو ډولونو په پرتله ډیر اغیزمن ګڼل کیږي ځکه چې دي ډول سپرینکلرونو کي د اوبو د تبخیر اندازه ډیره کمه وي. د څرخیدونکو نوزلونو شعاع معمولا له 15 څخه تر 35 فوټو پورې وي.
واقیعت کي په باراني سیستم کي د سپرینکلرونو یا هم د سیستم د انتخاب شکل د بوټو یا نباتاتو په نوعي پوري اړه لري د مختلفو فصلونو دپاره مختلف ډوله باراني سیستمونه انتخابیږي او دا د کروندو د حالت پوري مستقیما اړیکه لري.
د نازکو سبزیجاتو د اوبه کولو دپآره باید هغه نیزلي چي لوي څاڅکي جوړوي ونه کارول شي ځکه د بوتي او کښت د خرابیدو چانس او احتمال پکی زیاتیږي. د لوي څاڅکي والا پایپونو بله ستونځه داده چي غټ څاڅکي د فرعي پایپونو سره نږدي توېیږي چي دا خپله د خاوري د تخریب باعث ګرځي. له 12.5-5 سانتی متره قطر لرونکي سپرینکلرونه (نیزلی) د یو بل نه په هر 24-9 متره فاصله کي نصبیږي. لیټرونه یا جانبي لاینونه ورځ کي تر څلور ځلي د انتقال وړ دي.
د اوبو پمپ ، اصلی او فرعي لاینونه، جانبي لاینونه، اوبه شیندونکي نیزلي(سپرینکلر) د آب پاشان د سیستم مهم او اصلي اجزا او برخي دي.
د اوبو لګولو باراني سیستم ډولونه (انواع):
په عمومی صورت دوه ډوله باراني طریقي شتون لري یوه پخواني طریقه او بله مډرن او عصري د باراني سیستم طریقه.
د باراني سیستم پخوانی (کلاسیکه) طریقه:
زوړ یا کلاسیکه طریقه نامیکانیزه شوي بارانی سیستم دی چي په لاندي ډولونو ویشل کیږي.
ثابت باراني سیستم Permanent)):
د اوبو لګولو د باراني سیستم دا ډول د کوچنیو ساحو دپاره کارول کیږي چي د سیستم ټول مهم اجزا او برخي په یو ثابت ځاي نصب کیږي او د یو ځاي څخه بل ځاي ته د انتقال وړ نه وي. د څو کلنو بوټو او ونو د اوبه کولو دپاره یوه ښه طریقه ثابت بارانی سیستم ځکه دی چي د اوبو لګلو وخت کي ډیر کارګر ته اړتیا نه لیدل کیږي.
نیمه ثابت باراني سیستم:
په دغه طریقه کي د سیستم اجزا ثابت وي خو اوبه شیندونکی سپرینکلرونه متحرک او قابل د تغیر دي.
نیمه متحرک سیستم:
د باراني سیستم په دي ډول کي د سیستم ځیني اجزا لکه جانبی لاینونه او اوبه شیندونکي نیزلی (سپرینګلر) د یو ځاي نه بل ځآی ته د انتقال وړ وي.
متحرک سیستم:
د اوبو لګولو د باراني سیستم په متحرک طریقه کي پایپونه او سپرینګلري (اوبه شیندونکي نیزلي) قابل د انتقال دي او کولي شي چي له یو ځآي نه بل ځای ته انتقال شي د سپرینګلر د اوبو لګولو په سیستم کي تر ټولو مهم او عام سیستم همدا متحرک سیستم ځکه دی چي په دی سره کولی شو د لاس په واسطه د یوي ساحي یا پټي د اوبه کولو نه وروسته پآیپونه بل پټی ته انتقال کړو. ددي دپاره چي پایپونه او جانبي لاینونه د انتقال پروسه اسانه شي او د انتقال وخت کي ضایع او مات نشي فرعي او جانبي پایپونه د سپکو المونیو او یا پلاستیک څخه جوړوي.
د اوبو لګولو د باراني سیستم اتوماتیک یا مډرنه طریقه:
د اوبو لګولو باراني اتوماتیک سیستم یو میکانیزه شوي مډرن سیستم دی چي په لاندي ډولونو ویشل شوی.
- – ویل موو یعني د اوبو لګولو څرخه يی طریقه: دغه سیستم د پایپونو او المونیمي څرخونو څخه جوړ دی چي د رول لاین په نوم هم یادیږي چي د یو پطرولي ماشین ( موتور) په واسطه حرکت کوي چي د څرخ سرعت تقریبا 10 متر په دقیقه کي دی د باراني اوبه لګولو په ویل موو سیستم کي اساسي تجهیزات نه بي ځایه کوي بلکه د هري پټي د اوبه کولو څخه وروسته جانبی پایپونه د د پطرولي انجن (موتور) په وسیله بل پټی ته لیږدول کیږي.
- د باراني اوبو لګولو خطی طریقه: د اوبو لګولو په دي طریقه کي نصب شوي وزرونه د څرخه په واسطه په خطي ډول حرکت کوي دي ډول سیستم کي ځمکه باید په مربعی یا مسطتیلي شکلونو جوړ شي تر څو د اوبو لګولو عملیات آسانه ترسره شي.
- د محوری اوبو لګولو طریقه (ستنرپیووت سیستم): د اوبو لګولو باراني سیستم کي یو بله مهمه طریقه د محوري اوبو لګولو سیستم دی په دي طریقه کي د اوبو عمومي پایپ د ځمکي د سطحي نه په یوه معینه ارتقاع کي په دایروي شکل او ورسره جانبي یا کوچني قطر درلودونکي پایپونه چي نیزلي سترینکلرونه ورپوري تړلي وي په ځوړند حالت کي نصبیږي او د کروندي یوه لویه ساحه په بارانی شکل اوبه کوي.
- د باراني اوبو لګول د ټوپک په طریقه (Rain Gun): په دي طریقه کي اوبه د یوي الي په واسطه چي ټوپک (تفنګچه) ته ورته شکل لري هوا ته فیر کیږي اوبه بیرته ځمکي ته د باران دڅاڅکي په شکل توېیږي او کروندي اوبه کوي. د ټوپک د فیر په طریقه د ځمکو اوبه کول د هغو سیمو دپاره چي د وچکالي او د اوبو د کمښت سره مخ دي ډیر موثره ځکه دی چي په دي طریقه کي د اوبو ضایعات ډیر کم وي، په باراني اوبه لګولو سیستم کي ټوپکي داسي ډیزاین شوي چي ټولو بوټو ته یو شانتي اوبه رسول کیږي او کښت یا فصلونه ټول په یو برابر اوبه اخلي او نباتات ټول متوازن وده کوي،
د خاورې د تخریب مخنیوی، میلان لرونکي او نشیب داره ځمکو کي د اوبو لګول، د نباتاتو او د خاوري د مختلفو ډولونو دپاره مناسبه طریقه، د خاورې د لنده بل (رطوبت) ساتلو لپاره مناسب شرایط رامینځته کول، لږ کاري ځواک ته اړتیا، د اوبو لګولو د باراني سیستم د ښیګڼو څخه شمیرل کیږي.
لمړی سر یا په پیل کي د سیستم د ایجاد دپآره لوړ مالي لګښتونه، د اوبو د پمپ کولو دپاره لازمه انرژۍ ته اړتیا، د اوبه شیندونکو نیزلونو بندښت چي ورسره ټولو بوټو ته یو شان اوبه نه رسیږي، په اوبه شیندونکي سترینکلرونو او پایپونو کي د رسوبي موادو طی نشین کیدل، نلونو او یا پایپونو حفظ و مراقبت کي لوړ لګښتونه، د باد وخت کي د سیستم د ویجاړتیا اندیښنه هغه څه دي چي د اوبو لګولو د باراني سیستم نمیګړتیاوي کی شمیرل کیږي. اوبه لګولو بارانی سیستم هغه بوټو دپاره توصیه کیږي چي په مستقیم کرښو کي وي او یا ونو او باغونو دپاره هم توصیه کیږي خو نازکو بوټو دپاره لکه کاهو چي څاڅکي پاڼي خرابولي شي یا د انګورو باغونه چي د انګور د حاصل د خسا کیدو چانس يي زیات دی نه توصیه کیږي او نه باید وکارول شي……
نور بیا