جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د زړه د حملې او سکتې توپیر

د زړه د حملې او سکتې توپیر

تاند – د زړه حمله هغه وخت پېښېږي چې د زړه عضلو ته کافي وینه ونه رسېږي. دې حالت ته په طبي اصطلاح کې د مایوکارډیال انفارکشن (Myocardial infarction) هم ویل کېږي او ډېری وخت ناڅاپه پېښېږي. د زړه حمله بیړنی حالت دی او که پر وخت یې درملنه ونه شي، د ناروغ ژوند په خطر کې وي. هر څومره چې د زړه د وینې رسولو د اختلال موده اوږده شي، په هماغه اندازه د زړه زیان هم ډېرېږي.

د زړه حمله څنګه رامنځته کېږي؟

د زړه حمله عموماً هغه وخت پېښېږي چې د زړه په کرونري شریانونو کې بندښت رامنځته شي.
مهمه پوښتنه دا ده چې ولې رګونه بندېږي؟ تر ټولو مهم لامل یې د وینې غوړ یا کولېسټرول دی.

کولېسټرول په وینه کې په دوو بڼو ښودل کېږي: HDL او LDL.

  • لوړ LDL چې ورته “بد غوړ” هم ویل کېږي، د حملې د خطر سبب کېږي.
  • کله چې LDL ډېر شي، اضافي غوړ د وینې په شریانونو کې رسوب کوي او پلاک جوړوي.

پلاک د وینې د بهېدلو لاره تنګوي، رګونه کلکوي او د وینې جریان محدودوي. دې حالت ته په طبي ژبه اېتروسکلروسیس (Atherosclerosis) یا د رګونو کلکوالی ویل کېږي.

کله ناکله پلاک ماتیږي او د وینې د غوټه کېدو سبب کېږي. دغه غوټه (لخته) بیا د زړه یا دماغ په لور ځي او د زړه یا دماغي حملې سبب کېږي.

د زړه د حملې نښې څه دي؟

1 COMMENT

  1. سلامونه تاندوالو!
    د پورتنۍ لیکنې وروستنۍ جملي پای کې ،زما په نظر باید داسې لیکل شوی وای:
    دغه غوټه (لخته) بیا د زړه یا دماغ په لور ځي او د زړه یا دماغي (حملې ؟)سبب کېږي.
    دماغي حمله خو پورته تشریح شوه؛ دلته باید (سکتې!) سبب کیږي،
    په سر لیک کې هم د حملې او سکتېې توپیر هدف ټاکل شوی!!
    ..بل داچې لخته یا غوټه ته په طبي اصطلاح کلاټ ” Clott ” ،او پښتو کې (پرڼ ) وایی.
    مڼنه او درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب