Home+د زړه د حملې نښې څه دي؟

د زړه د حملې نښې څه دي؟

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۹ مه) د زړه د حملې یا سکتې د عواملو او نښو پېژندل له تاسو سره مرسته کوي چې د یوه انسان ژوند وژغورئ. د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو پر اساس، په نړۍ کې له هرو ۱۰۰ کسانو څخه ۳۲ تنه د زړه په ناروغیو مري. د هغو په منځ کې بیا ۸۵ سلنه د زړه د حملې له کبله ژوند بایلي. په دې لنډکۍ لیکنه کې د زړه د حملې نښې درښیوو.

نښې په وخت وپېژنئ

که د زړه د حملې د اخطار کومه نښه لرئ، د مرستې غوښتل مه ځنډوئ. ځینې د زړه حملې ناڅاپي او ډېرې شدیدې وي، خو ځینې یې ورو ـ ورو په لږ درد او یا تکلیف پیلېږي. د خپل بدن نښو ته پام وکړئ او که داسې څه لرئ، سمدستي ۹۱۱ ته زنګ ووهئ:

د سینې تکلیف: ډېری خلک چې د زړه پرې حمله راځي، د سینې په منځ کې تکلیف احساسوي. دا کیدای شي څو دقیقې دوام وکړي یا لاړ شي او بیا بېرته راشي. دا تکلیف د فشار، مروړل کېدو، یا درد په څېر احساسېږي.

په بدن کې نورې برخې: کېدای شي په دې ځایونو کې درد یا تکلیف وي:

  • لاسونه (یو یا دواړه)
  • شا
  • غاړه
  • زنه
  • معده

ساه لنډېدل: دا کیدای شي د سینې دله تکلیف سره وي یا پرته له هغه هم رامنځته شي.

نورې نښې:

  • ناڅاپي یخې خولې کول
  • زړه بدوالی
  • د زړه تېزه یا نا منظمه درزا
  • غیر عادي ستړیا
  • سرګرځي/ سرڅرخي

د ښځو  او نارینه وو نښې توپیر لري

لکه څنګه چې په نارینه وو کې د زړه د حملې تر ټولو عامه نښه د سینې درد یا تکلیف دی، په ښځو کې هم داسې وي. خو ښځې کېدای شي نورې نښې هم ولري چې معمولا د زړه له حملې سره لږ تړاو لري، لکه:

  • اضطراب یا اندېښنه
  • ساه لنډېدل
  • زړه بدوالی
  • کانګې کول
  • د معدې ناراحتي
  • د اوږې، شا یا لاس درد
  • غیر معمولي ستړیا او کمزوري

مه ځنډېږئ ـ سمدستي ۹۱۱ ته زنګ ووهئ

د زړه د حملې نښې وپېژنئ. که څه هم مطمین نه یاست چې دا د زړه حمله ده، ځان معاینه کړئ.

هره دقیقه مهمه ده. چټکه هڅه ژوند ژغوري ـ کېدای شي ستاسو خپل ژوند.

که د زړه د حملې نښې لرئ، ۹۱۱ ته زنګ ووهئ. دا تقریبا تل د ژوند ژغورونکي درملنې تر ټولو چټکه لار ده.

د بیړني حالت طبي ټیم (EMS) کولی شي له رسېدو سره سم درملنه پیل کړي. دوی د زړه د درېدو په صورت کې د بیا راژوندي کولو روزنه هم لري. هغه کسان چې د امبولانس له لارې روغتون ته ورسېږي، معمولاً چټکه درملنه تر لاسه کوي.

د همدې دلایلو له مخې، غوره ده چې ۹۱۱ ته زنګ ووهئ څو مسلکي ټیم سمدستي درملنه پیل کړي او تاسو په چټکۍ سره عاجلې څانګې ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...