جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهازبکستان ښايي د افغان هوايي ځواک پخوانۍ الوتکې کابل ته بېرته وسپاري

ازبکستان ښايي د افغان هوايي ځواک پخوانۍ الوتکې کابل ته بېرته وسپاري

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۹ مه) د افغانستان ځینو کورنیو رسنیو راپو ر وکړی چې د افغانستان د پخواني هوايي ځواک هغه څرخکې، چې د اشرف غني د حکومت له سقوط وروسته ازبکستان ته انتقال شوې وې، ښایي په راتلونکو ورځو کې بېرته کابل ته وسپارل شي.

د اشرف غني د جمهوري حکومت له سقوط وروسته د ۱۴۰۰ لمریز کال په اسد میاشت کې، یو شمېر الوتکې او هلیکوپترونه د هوايي ځواک پېلوټانو ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا ازبکستان او تاجیکستان ته یووړې. په دغو الوتکو کې د Mi-17 او UH-60 هلیکوپترونه، او همداراز د وزر لرونکو الوتکو ډولونه لکه PC-12، C-208، AC-208 او A-29 شامل وو.

طالبانو څو ځله له ازبکستان او تاجیکستان څخه غوښتنه کړې وه چې دا الوتکې ورته وسپاري، خو دغو هېوادونو په رسمي ډول هیڅ ځواب نه و ورکړی.

په ازبکستان کې د امریکا سفیر مخکې ویلي و چې د یوې نوې هوکړې له مخې، د افغانستان د پخواني هوايي ځواک ۴۶ الوتکې او څرخکې به د ازبکستان په واک کې پاتې شي.

رسنیو ټینګار کړی چې دا خبر تر اوسه په رسمي ډول نه دی تأیید شوی او د دغو هلیکوپترو د بېرته ستنولو کره نېټه هم نه ده معلومه.

تر دې وړاندې، «پولتیکو» خپرونې په یوه راپور کې لیکلي و چې د امریکا د حکومت سرچینو ویلي، واشنګټن له ازبکستان او تاجیکستان سره په خبرو بوخت دی څو د هغوی د پوځي ملاتړ په توګه د افغانستان الوتکې او څرخکې وروبخښي.

د راپور له مخې، د افغانستان د اړیکو د حساسوالي، او د روسیې د اقتصادي او پوځي نفوذ له امله، ازبکستان او تاجکستان تراوسه د امریکا د دې پرېکړې په اړه څه په ښکاره څه نه دي ویلي. خو د دفاع وزارت یو جګپوړي چارواکي او د کانګرس یوه سلاکار ویلي چې امریکايي چارواکي په پټه هڅه کوي له دغو الوتکو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي څو په هغه سیمه کې ځای پر ځای شي چې د امریکا پوځ نور نه شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب