Homeخبرونهد طالبانو پلاوی د اتریش په بلنه ویانا ته تللی

د طالبانو پلاوی د اتریش په بلنه ویانا ته تللی

تاند(شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۲ مه) د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د طالبانو پنځه کسیز پلاوی اتریش ته سفر کړی دی.

د سرچینو په وینا، د دې سفر اصلي هدف د اتریش د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو له چارواکو سره د افغانستان د سیاسي استازولیو او قونسلي خدمتونو په اړه خبرې دي.

سرچینې زیاتوي، دغه پلاوی هڅه کوي په رسمي لیدنو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو د فعالیتونو د تنظیم او په اتریش او نورو اروپایي هېوادونو کې د مېشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو لارې چارې وڅېړي.

تر اوسه نه د اتریش چارواکو او نه هم د طالبانو چارواکو په دې سفر رسماً څه ویلي دي.

دا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي لومړنی رسمي سفر دی چې د هغوی له بیا واکمنېدو وروسته اتریش ته ترسره کېږي. تر دې وړاندې د طالبانو یو پلاوی د اتریش ګاونډي سویس ته تللی و او د دغه هیواد له چارواکو سره یې د هغو افغانانو د ایستلو په اړه خبرې کړې وې چې په سویس کې په جرمونو محکوم شوي دي.

جرمني هم له طالبانو سره د افغانانو د ایستلو په تړاو خبرې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...