تاند(شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۲ مه) یونیسف د جمعې په ورځ وویل، د تېرې میاشتې زلزلو د افغانستان په ختیځ کې لږ تر لږه ۱،۱۸۲ ماشومان وژلي چې د ټولو تلفاتو تر نیمایي زیات جوړوي.
یونیسف ویلي چې دا شمېرې د سیمې د سروې ګانو او د یونیسف او نورو بشردوستانه ملګرو د راټولو شوو معلوماتو پر بنسټ دي. د اګست پر ۳۱مه ۶ اعشاریه ۳ ریښتره زلزلې د کونړ او ننګرهار ولایتونه ولړزول، ورپسې څو نورې زورورې زلزلې وشوې چې ویجاړۍ یې لا پسې زیاتې کړې.
د ملګرو ملتونو د ادارو د معلوماتو له مخې، ټولټال ۲،۱۶۴ کسان وژل شوي، ۳،۴۲۸ ټپیان شوي او تر ۶،۷۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي یا سخت زیانمن شوي دي. تر نیم میلیون زیات خلک، چې په منځ کې یې ۲۶۳،۰۰۰ ماشومان دي، په مستقیم ډول اغېزمن شوي دي.
د یونیسف د استازي تاجالدین اویوالي په وینا:
“ماشومان تر ټولو دروند بار وړي، ډېری یې اوس بېکوره شوي، له خپلو کورنیو بېل شوي او له سختو روحي ټکانونو سره مخامخ دي.”
هغه زیاته کړه چې ۴۵ ماشومان له خپلو کورنیو بېل شوي او ۲۷۱ ماشومان یتیمان شوي دي.
د ننګرهار د مچکندل په شان لیري غرنیو کلیو ته رسیدل لا هم خورا ستونزمن دي. مرستندویې ډلې پر سختو اومو او غرنیو لارو اوږد مزل کوي چې بیړني روغتیایي خدمتونه، تغذیه، رواني ملاتړ او خوراکي مرسته ورسوي.
ښاغلي اویوالي وویل:
“نجونې په ځانګړي ډول له خطر سره مخامخ دي — ډېری یې له ښوونځي پاتې کېږي، تر وخت مخکې واده ته مجبوریږي او له اړینو روغتیایي خدمتونو بېبرخې کېږي.”
یونیسف ویلي چې د ماشومانو لپاره د شدیدې خوارځواکۍ درملنه کوي، ګرځنده روغتیایي کلینیکونه لېږي، ماشومانو ته دوستانه ځایونه جوړوي او د ژمي د رانژدې کېدو په درشل کې زیانمنو کورنیو ته بیړنۍ خوراکي مرستې ورکوي.
دا اداره په راتلونکو شپږو میاشتو کې د ۴۰۰،۰۰۰ کسانو (چې ۲۱۲،۰۰۰ یې ماشومان دي) د ملاتړ لپاره د ۲۲ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې خپله مرسته زیاته کړي.