چهارشنبه, جنوري 8, 2025
Home+د (اتحاد پرواز) د جمال او کمال متحده شاعري | سپين روان...

د (اتحاد پرواز) د جمال او کمال متحده شاعري | سپين روان نورزی

شاعر په الفاظو کې د نظر لاندې ټولنه رسموي او د يوې لفظي تابلو په څېر يې وړاندې کوي. د هنر کمال دا دی چې هر هنرمند د يوې مسالې انځور هستوي، خو زاويې او بڼې يې توپير لري، د بېلګې په ډول يو انځورګر يوه ښکلې معصومه جينۍ رسموي چې د سړک په غاړه ولاړه ده او سوال کوي، خو يو شاعر همدا تاثير د شعر په ژبه وړاندې کوي او وايي:

 (( مغرور دې په ښايست باندې اسمان دې کابلۍ

خو خير غواړې، اوس خپل وطن دې وران دی کابلۍ))

بل هنرمند همدا شعر په ښکلي غږ کې وايي… دا ټول که سره وپلټل شي، مساله يوه وي، خو د هنرمندانو هنرونه بېل وي، په همدې وجه خوندونه او ښکلاوې يې هم بېل بېل کيف لري، ځکه ( هنر دا وړتيا لري چې د فکر او عاطفې ترمنځ اړيکه ټينګه کړي او ژور انساني احساسات بيان کړي.)[۱]

لکه څه ډول چې د هنر هره څانګه بېل کيف لري، همدا ډول د يوه خاص هنر تخليقونکي هم طبيعت د خپل خيال له سترګو ګوري، چې ژوندی مثال يې شعر دی، هر شاعر د خپلې ټولنې ناخوالې، ستونزې، ښکلاوې، ښېګڼې او بدګڼې بيانوي، خو د بيان انداز د هر چا بېل وي، په همدې وجه د هر « شاعر» شعر د اورېدو لپاره يو څه لري، خو ځينې داسې شاعران هم شته چې هماغه ساده خبرې په داسې انداز وړاندې کوي چې انسان يې د تعريف لپاره الفاظ نه شي موندلی.

يو ډېره زړه خبره ده وايي چې شاعر د ټولنې ترجمان دی، د ترجمان په اړه بيا دا خبره ډېره مشهوره ده وايي چې ترجمان خاين دی، ځکه د اصلي موضوع سره خيانت کوي او نه شي کولی ژباړل شوي موضوع هغه ډول وړاندې کړي لکه څه ډول چې لازمه ده، يعنې خامخا کمی زياتی په کې کوي او د موضوع خوند ته زيان رسوي، خو شاعر که د ټولنې ترجمان شي نو داسې شاعران هم شته چې د ټولنې په داسې انداز ترجماني کوي چې له اصلي متن څخه هم خوندوره وي، په دې شاعرانو کې يو هم اتحاد پرواز دی.

زه (ليکوال) اتحاد پرواز په شخصي ډول نه پېژنم، خو څه موده وړاندې يې له ښاغلو نازک خان او جاويد شاه درمان سره مرکه کړې وه، هغه مې په فيسبوک وليده، نو داسې راته معلومه شوه چې د ده په شاعرۍ کې څه بېل انداز نغښتی دی.

د ښاغلي پرواز د شعرونو ترکيبونه او تشبېهات په يوه ځانګړي انداز اوبدل شوي دي، او شاعر د ټولنې لفظي انځورګرۍ ته ځانګړي خيالي چوکاټونه جوړ کړي دي.

 زلزله کې ډېر بندي مرغان ازاد شول[۲]

د ښکاريانو دوکانونه په کې وران دي

په دې بيت کې د شاعر کمال دا دی چې پراډاکس په کې په ډېر مناسب انداز کارول شوی دی، ځکه د پراډاکس معنا دا ده چې يوه موضوع د منطق له مخې سمه نه وي، خو انسان يې مني چې رښتيا خبره ده. په لومړۍ مصراع (مسرۍ) کې شاعر زلزله او ازادي راوړي دي، چې په منطقي ډول زلزله د بربادۍ نښه ده، خو شاعر د قفسونو ماتېدو ته اشاره کوي او وايي چې بندي مرغان ترې ازاد شول.

دا په روان انساني سياسي ژوند کې هم يو پراډاکس دی، ځکه د نړۍ په روان سياست کې د دريمې نړۍ په خلکو داسې پېر او پلور روان دی لکه ښکاريان چې مرغان د حلالولو، سندرو، او جنګ لپاره خرڅوي او شوقيان يې ترې اخلي، دا دوکانداري به تر هغې روانه وي ترڅو پورې چې د دوی تختونه په خدايي افت سره نه وي لړځېدلي.

په عام ژوند کې د دوه مخو او موقع طلبه يا د ښې ورځې د يارانو ذکر ډېر شوی دی، ډېرې کيسې، شعرونه او مقالې پرې ليکل شوي دي، خو پرواز بيا همدې موضوع ته يو ځانګړی چوکاټ جوړ کړی او په ځانګړي ډول يې بيان کړې ده.

دغه يار خو دې د ورور په غم کې نه و

دغه يار دې په واده کې څنګه راغی

يا

چې خلک نه وو، يو خيرمار نه مې پيسې پټې کړې

چې خلک ډېر شول هماغه مې ورته بيا ورکړې

په شاعرۍ کې د کلمو انتخاب او ځای پر ځای کول، که څه هم يوه الهامي پروسه ده، خو بيا هم د شاعر ځيرکۍ ته اړتيا لري، د بېلګې په توګه، دلته شاعر په ډېر مهارت د طباق (متضاد)(*) صعنت څخه په استفادې غم او ښادي (واده)، يا له يو چا څخه غلا او بيا خپل مال بيا ورته صدقه ورکول، داسې سره راوړي دي چې د ځينو دوستانو او ملګرو، يا د خاينو او رياکارانو دوه مخي يې په کې په ساده ډول ښکاره کړې ده.

زموږ په ټولنه کې يوه ستره بدبختي دا ده چې موږ خپل خواخوږی او دښمن نه پېژنو، د ماشومانو په څېر تل په هغه پسې منډې وهوو، څوک چې راته خوږې کيسې کوي، دا يې نه ګورو چې دا په زهرو ککړې دي که په شاتو.

اکثره وخت هغه کسان چې دې ملت ته يې د شعور او روښانتيا خبره کړې ده، تحقير شوی، شړل شوی، حتا وژل شوی دی، او د هغو ملاتړ شوی دی چا چې د قام په سر سودا کړې ده.

د تاريخ په هر باب کې دا ډول ډېر مثالونه شته، پير روښان، خان عبدالغفار خان ( پاچا خان)، غازي امان الله خان، شهيد عبدالصمد خان دا يې هغه ژوندي مثالونه دي چې ټول افغانان يې په تاريخ او کارنامو خبر دي او په هغه وخت کې له دوی سره له هغو چلندونو هم خبر دي چې خلکو يې په مقابل کې کړي دي، خو اوس يې ارمان کوو، همدې موضوع ته اتحاد پرواز عجيب او غريب الفاظ کاروي او وايي:

ترڅو چې لمر ختلی نه وي جانان چېرته راځي

موږه کې داسې په اسانه ايمان چېرته راځي

دا د ښکاري دوکان خو هغه سې په درځ چليږي

زه غنم چېرته شيندم، او مرغان چېرته راځي

اتحاد پرواز د خپلې ټولنې ناخوالې ښې درک کړي او د خپل قام په جهالت او بې معنا سياليو ښه پوهېږي او هغه فکټورونه چې نن سبا پښتان پرې د بديو څښتنان دي د هغې ارزښت او پايلې په ډېره ساده، عام فهمه او هنري ژبه بيانوي:

دې کوڅه کې څه ډېران دی او ډېر لږ دی

خو په کور کې پرې خپګان دی او ښه ډېر دی

يا

په دې خځلو وو دوه وروڼه سره وران کور کی

دواړه مړه شوي وو او پاتې و ډېران کور کې

په پښتنو کې اکثره بدۍ او مړي په داسې خبرو کېږي، لکه ډېرانونه، پولې او د اوبو شل دقيقې وار او نور، چې هېڅ ارزښت نه لري، خو دوه وروڼه او يا دوې کورنۍ سره پرې تباه کړي، ډېر داسې مثالونه شته، زه ( ليکوال) د دې ليکنې پرمهال چې د هرې بدۍ په اړه فکر کوم، د هر قاتل او مقتول په اړه فکر کوم، يوه هم د ډېران نه په لويه خبره مرګ نه دی کړی.

زموږ شاعر د همدې ناخوالې نه په الهام خلکو ته پيغام ورکوي چې تا کوم کس وژلی او يا ورسره وران یې، همدا ستا د لاس امسا او د تکيې ځای دی:

خپل چې نه وي پردي کله په کاريږي

د مرغه خو خپل وزر انډيوالان دي

په پرمختللي نړۍ کې د ټولنې ټول ټولنيز کارونه حکومتونه کوي، لکه، د مړي تدفین کول، د مريض روغتون ته وړل او درملنه، د سپين ږيرو او معيوبو خلکو څخه پالنه او ساتنه دا ټول د حکومتونو کار دی، خو زموږ په ټولنه کې دا مسايل ټول د کورنۍ او خپلوانو مسؤليت دی، په داسې حال کې چې په نه خبره مو بدي او دښمني هم له همدې خپلوانو سره وي.

په پښتني ټولنه کې يوه ستره بدبختي ځوان يا پېغلې ته د انتخاب حق نه ورکول دي. ډېر کله نه ځوان خبر وي او نه پېغله خبره وي، خو يو بل ته واده شي، دا به هم د بخت خبره وي چې جوړه د ځوان او پېغلې برابره شي، ډېر داسې مثالونه شته چې يا ماشوم ته مشرې ښځې په نوم شوي او يا وړې ماشومې سپين ږيرو ته ورکړل شوي دي، ښاغلی پرواز د همدې ناخوالې او د خلکو د بې پروايۍ انځور د شعر په ژبه داسې وړاندې کوي:

نه به وي وخت او په ډک زړه به دې کيسه پرته وي

ته به راغلی وې کوټه به مې تاله پرته وي

کرړي به مړه وي له ديواله به يې شور نه راځي

ډيوه به هم د بلېدو په تمه مړه پرته وي

نن سبا څوک د چا د زړه اړو پروا نه کوي

خلکو ته ناوي وي او منځ کې جنازه پرته وي

کله چې دې شعر ته دقت وکړو او بيا په خپله ټولنه کې نظر واچوو، نو په دې به پوه شو چې دا خيالي خبرې د ټولنې څومره رښتينی حقيقي انځور وړاندې کوي، او د يوه څومره ستر محروميت څخه پرده پورته کوي.

غالباً افلاتون ويلي چې که له ژونده خوند اخلي نو هنر زده کړه او که په ژوند کې پيسې ګټې نو ساينس زده کړه، خو ښاغلي پرواز خلکو ته د دواړو مشوره ورکوي، ځکه ده خپله ټولنه ښه درک کړې ده او په دې پوهېږي چې زموږ د دواړو کمی دی او په دې ټولنه کې روانې ناخوالې هم د همدې لامله دي:

پروازه ژوند هنر او علم په رڼا کې ساتي

يو موجوده کور کې او بل په راروان کور کې

په يوه بل بيت کې وايي:

زه مې د يار په صفت پايم، يار زما په صفت

خلک د پاړو هم تماشه کوي د مار هم کوي

په عام ژوند کې مار هر وخت د انسان دښمن بلل شوی، خو اتحاد پرواز ورته د يار خطاب کړی، ځکه دی د يوه هنر يوه کمال په اساس هم ځان ساتي او هم خپل دښمن ساتي، دلته د کسب او د هنر ارزښت بيان شوی دی. د باکماله او کسبګر انسان ځانګړتيا دا ده چې هم ځان ساتي او هم نور، په داسې حال کې چې زموږ په ټولنه کې کسبګر ته په سپکه سترګه کتل کېږي او بېکاره او بېهودې انسان ته ترجح ورکول کېږي.

په ختيځو ادبياتو کې غزل ډېر مشهور او منل شوی شعري فورم دی، د لغت له مخې، ( له ښځو سره خبرې کول، د مينې او محبت کيسې، د ځوانۍ د کيسو بيانولو ته وايي)[۳] خو په معاصر عصر کې د غزل لمن دومره پراخه شوې چې د ژوند هره موضوع په کې بيان شوې ده. ښاغلی پرواز د غزل لغوي حق هم نه دی هېر کړې او د خپلې ځوانۍ بيان يې په ځانګړي انداز سره کړی دی:

تا ښکل کړي وو زنډي زما پالښت ته

راختلي وو ميږي زما پالښت ته

ستا خوشبو پسې د شاتو د ميچيو

يو غوبل وي سبايي زما پالښت ته

زما اوښکو لامده کړي وي پروازه

په سحر کې کشمالي زما پالښت ته

( د غزل يوه ځانګړتيا دا ده چې هر بيت يې د يوې بېلې موضوع بيان کوي او هر بيت يې په خپل ځای کې يوه بېله معنا لري)[۴]، په همدې وجه غزل په ټولنه کې تر نورو شعري ژانرونو مشهور او محبوب دی.

اتحاد پرواز همدې اصل ته په کتو په يوه غزل کې ډېر مطالب راټولوي او تقريباً هر بيت يې د يوې بېلې موضوع بيان کوي:

د سر قاتل مې داسې ځي د جنازې سر ته

لکه ملک وي د خپل قام د قافيلې سر ته

دا پښتانه د خپلې خور په حيا سر ماتوي

خو چې دوی جرم کوي اچوي برقې سر ته

دغه چاودنه کې شهيد ماشوم حافظ جوړېدو

دغه چې خورې ژاړي پښو ته او ادې سر ته

زموږ د کور مرغو خوړلي دي په ټکي مړه دي

څه دوايانې وې زما د بسترې سر ته

دوی به د ټولو نه اخر کې فاتحې له درځي

دغه چې تاسو يې اخيستې دي جنډې سر ته

موږه منزل ته خوشالېږو خو دا نه ګورو چې

د ژوند په ګاډي کې خو ناستې دي فتنې سر ته

زه چې بيمار شمه يوه راته نفلونه کوي

او بله لور مې راته ناسته وي د شپې سر ته

پروازه دا خلک د سر سړي بيا شاته پرېږدي

دومره به وروسته وې چې څومره څومره ځې سر ته

که په دې غزل يو اجمالي نظر واچول شي نو تقريباً د ژوند او انساني اړيکو ډېری ځانګړو ته په کې اشارې او مشورې موجودې دي.

په لومړي سر کې موږ د هنر بېلا بېل تعريفونه او ځانګړتياوې بيان کړې او په دې مو بحث وکړ چې هنر څه دی، خو ځينې هنرپېژندونکي په دې نظر دي چې په هنر کې ضروري خبره دا ده چې تخليق شوی اثر د ښکلا سره خوا کې په خلکو کې هڅونه راولي او د يوه ښه ژوند تلوسه په کې هسته کړي، چې د ځوان شاعر اتحاد پرواز شاعري په دې ګاڼه سمباله ښکاري، او موږ ورته د جمال او کمال متحده شاعري وايو، ځکه جمال يې په خوند او ښکلا کې دی ( په شعر کې د ښکلا او خوند معيار د الفاظو او کلمو ترکيب ټاکي)[۵] او د کمال اصطلاح يې د پيغام لپاره کاروو، ځکه داسې افکار په کې نغښتي دي چې ټولنه ويښوي او خلک خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کوي، . هيله لرم چې په راتلونکي کې هم په همدې سبک خپل فکر او خيال سره همغاړي کړي او په همداسې داودي الفاظو يې توليد کړي، او بيا يې په کتابي بڼه د موجوده او راتلونکو نسلونو لپاره خوندي کړي.

اخځليکونه:

۱- Mallory Shotwell, How Art Makes Us More Human, Mar 6,

۲- (د وصال مازيګر) Niazak Khan https://www.facebook.com)په دې ليکنه کې د شاعر ټول شعرونه د نازک خان او جاويد شاه درمان د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر مياشتې کړې مرکې څخه راټول شوي دي.

۳- غزل په پښتو کې، https://pashtotapamlarana.blogspot.com/2018/05/blog-post_39.html

۴-  لغتنامه دهخدا

۵- د چونغر ترانې، سريزه، لطيف بهاند، ۱۳۸۶

۶- بېنوا، عبدالروف، ادبي فنون، ۱۳۸۳، خپرندويه: هوسۍ مجلې اداره، کابل

* – طباق (متضاد) هغه صنعت دی چې شاعر يا ليکوال دوې متضادې کلمې په خپله وينا کې ځای پر ځای کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب