چهارشنبه, جنوري 8, 2025
Homeخبرونههند پر افغانستان د پاکستان وروستي هوایي بریدونه وغندل

هند پر افغانستان د پاکستان وروستي هوایي بریدونه وغندل

تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدي ۱۷ مه)د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون (دوشنبې) د افغانستان پر پکتیکا ولایت د پاکستان وروستي هوايي بریدونه، وغندل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندھیر جایسوال په یوه بیان کې وویل: «موږ د رسنیو راپورونه لیدلي چې په افغان ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو، هوايي بریدونه شوي دي، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر قیمتي ژوندونه له لاسه تللي دي.”

نوموړي زیاته کړه: “موږ هر ډول برید چې پر بې‌ګناه ملکي وګړو کېږي، په کلکه غندو. دا د پاکستان یوه پخوانۍ کړنه ده چې خپله داخلي ناکامۍ په خپلو ګاونډیو هېوادونو ور اړوي. موږ د دې په اړه د افغان ویاند غبرګون هم په پام کې نیولی دی.”

نژدې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستاني هوايي ځواک په بمبارۍ کې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالي کې لږ تر لږه ۵۱ کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، ووژل شول.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت او د افغانستان د بشري چارو لپاره د ملګروملتو ځانګړي استازي تایید کړه چې پهدې برید کې د ماشومانو په شمول ملکي وګړي وژل شوي خو پاکستان وویل چې د خپلو وسله والو مخالفانو پټنځایونه یې ویشتي دي.

1 COMMENT

  1. د افغانستان خلک زمونږ د مظلومو شهیدانو په هکله د هندوستان د حکومت له دې انساني او بشردوستي سیاست نه مننه کوي. لږ تر لږه د دوی بېطرفه سیاست دا ښیي ، چې پر افغانستان د یهودي پنجاب دا لوڅ ، بربنډ تېری او مغرضانه بمباري یې محکوم کړیدی.
    هندوستان له زرګونو کلونو راپدېخوا د افغانستان ختیز ګاونډی و او د افغانستان اوسیمې له هېوادونو ، خلکو او حکومتونو سره دوستانه اړیکې درلودې . د افغانستان اوسنيو چارواکو ته هم ښایي ، چې له هندوستان سره سیاسي ، نظامي او اقتصادي اړیکې ټینګې کړي.
    د پنجاب لپاره د هر پښتون او افغان وژل که هغه هرڅوک وي ، یو هدف دی ، دوی د افغانانو پر وژلو خوشحالیږي او فکر کوي چې یو لوی دښمن یې له مخې لرې شویدی.
    اما پنجابیان دا باید په یاد ولري ، چې یوه ورځ به راشي او افغانان به خپل غچ له دوی نه اخلي . نو مونږ ورته وایو ، څومره چې د پرځان لوریږي ، هغومره ظلم راسره کوه . خدای تعالی ذونتقام دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب