Homeخبرونهطالبانو په پوهنتونونو کې د ادبي غلا د مخنیوي سافټویرونه اخیستي

طالبانو په پوهنتونونو کې د ادبي غلا د مخنیوي سافټویرونه اخیستي

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۷مه) د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت وایي، د ادبي غلا مخنیوي او معیاري څېړنو لپاره یې د هېواد پوهنتونونو لپاره Turnitinاو ګرامرلي سافټویرونه پېرلي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د دغو سافټویرونو تر فعالېدو وروسته به د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا دورې زده کړیالانو او د استادانو د ترفېعي آثارو د ادبي غلا یا پلېجریزم مخنیوی وشي.

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت همداراز ویلي، چې د تحصیلي بنسټونو ژورنالونو او استادانو د عملي مقالو د معیاري کولو په موخه ګرامرلي سافټویر اکاونټ هم پېرلی دی.

د یادونې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې هم افغانستان کې د تحصیلي نصاب د معیاري کولو لپاره د هېواد تحصلي بنسټونو کې علمي او تحقیقي معاونیت رامنځته کړی دی.

د نظر خاوندان دا یو ښه اقدام بولي او د فعالیت پر ژر پیل یې ټینګار کوي.

دوی وایي په دې سره به د ادبي غلا د مخنیوي ترڅنګ ملي ژبو کې له کیفیته ډک اثار هم رامنځته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...