شهبازخان
په دې وروستيو کې د افغانستان او سيمې لپاره د امريکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رول او يا حضور په اړه بېلابېلې خبرې او تحليلونه کېږي، د طالبانو مخالفين او د جمهوريت پلويانو د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د ټرمپ د بريا غوښتنه د دې لپاره کوله،چې ټرمپ له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د بې مسووليته وتلو له پلان او په افغانستان کې د چين، روسيې او ايراني اخوندانو له فعال رول سره مخالف دی، ټرمپ په ډاګه د باګرام په هوايي اډې پسې ګوتې مروړي او د بايډن حکومت ته د پېغور په بڼه وريادوي، چې ولې يې په اسانۍ سره باګرام هوايي هډه چين ته پرېښووده!؟ د ټرمپ په خبره د باګرام له هوايي اډې امريکا کولی شوای، چې د سترګو په رپ کې ځان چين ته ورسوي!
له افغانستانه د امريکا بې مسووليته وتل که څه هم د بايډن اداره د امريکا په تاريخ کې د اوږدې جګړې د پای په توګه يادوي، خو دا وتل د دې سبب شول، چې د افغانستان جمهوريت وپرزي، بشري په ځانګړې توګه د ښځو حقونه پايمال او افغانستان يوځل بيا د ترهګرۍ په ځاله بدل شي. د جمهوريت له پرځېدا را وروسته افغانستان او افغاناو سخت زيانونه ليدلي او په اقتصادي، سياسي او پوځي ډګرونو کې افغانستان په ملا مات شوی دی. طالبانو پر قدرت خېټه اچولې، په پراخ فساد کې ښکېل دي او کادرونه او ځوانان له هېواده په تېښته دي. په همداسې حال کې د افغانستان پر طبيعي زېرمو چور او تالان ګډ دی او د سيمې او ګاونډ هېوادونو ته په غير قانوني توګه د کانونو د استخراج تړونونه ورکول کېږي.
د امريکا منتخب ولسمشر ټرمپ او نور سياسي او پوځي څېړونکي هم په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه د امريکا بې مسووليته وتل، د اوسنيوو ناخوالو او ترهګريزو خطرونو زېږنده بولي. دوی داسې تعبيروي، چې دا تصميم د دې سبب شو، چې روسيه ډېر زر پر اوکراين بريد وکړي او لوېديځ ته د روسيې ګواښ متوجې کړي. د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په وروستۍ لسيزه کې پر اوکراين د روسيې بريد او را وروسته په اوکراين کې د روسانو ښکېلتيا، آن د درېيمې نړيوالې جګړې او اټومي وسلو د کارولو خطرونه را پورته کړي دي. خو ټرمپ وېيلي، چې د اوکراين جګړه به ودروي او دغه راز به په منځني ختيځ کې د اسرائيلو او حماس جګړې ته د سوله ييز حل لاره غوره کړي.
په هر حال راځو د افغانستان او ګاونډ په اړه د ټرمپ پاليسۍ ته، د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د ټرمپ بريا، د افغانستان، پاکستان، چين، روسيې، ايران او ټولې سيمې لپاره د پام وړ ده، داسې انګيرل کېږي، چې د ټرمپ اداره به د ترهګرۍ ضد جګړې په ځانګړې توګه د القاعده او داعش جنګياليو ځپلو ته مخه کړي. دا چې څه به کېږي؟ د روانې جنورۍ په شلمه به د ټرمپ له لوړې وروسته زر په ډاګه شي، خو د دې لپاره د امريکا هوډ روښانه دی.
پاکستان او په ځانګړې توګه طالبان تيار دي، چې په دې برخه کې له امريکا سره تعامل وکړي، د طالبانو د بهرنيوو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي خو د دې لپاره تازه يوې غونډې ته وېيلي، چې د امارت غېږه له امريکا سره تعامل ته خلاصه ده. بل لوری پاکستان هم د پخوا په څېر دلالۍ ته زړه ښه کړی، چې ګنې دا ځل به بيه هم امريکا پر افغانستان د بريد لپاره راځي او دوی به د ۲۰۰۱ کال په څېر د طالبانو پر ضد امريکا ته اډې او ځای ورکوي. پاکستان ځان ډېر بې چاره او بې وسه ښکاره کوي او له امريکا د ژغورنې لپاره د لاسنيوي په تمه دی، په قبايلي سيمو کې پر پاکستاني ځواکونو بريدونه، په افغانستان کې د ترهګريزو او په ځانګړې توګه د ټي ټي پي حضور، د همدې لپاره د پاکستان ښه پلمه ده.
تازه په تازه د ټرمپ د ملي امنيت سلاکار وېيلي، چې په افغانستان، عراق او سوريه کې په ترهګريزو ډلو پسې د ور تلو وخت دی. د امريکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنيت سلاکار وايي، د واشنګټن د راتلونکي حکومت تګلاره به د داعش او القاعده په څېر ډلو پر ځپلو متمرکزه وي. مايک والټز وايي، د دغه پلان له مخې په افغانستان، عراق او سوريه کې عمليات شامل دي، چې ښايي له هغه ځايه د امريکا پر ضد بريدونه پلان شي.
والټز د جمعې په ورځ له فاکس نيوز سره په مرکه کې ووېيل، چې امريکا بايد خپلې دفاع ته جدي پاملرنه وکړي او تر ټولو مهمه دا ده، چې خپلې پولې وتړي.
د امريکا د راتلونکي حکومت د ملي امنيت سلاکار په دغه مرکه کې زياته کړه، چې په وروستيوو کلونو کې تر ۳۰۰ ډېر هغه کسان چې د ترهګرو په لېست کې شامل دي د امريکا له پولو را تېر شوي دي.
نوموړي وويل:«تېر کال د داعش اته غړي چې په درېيوو بېلابېلو ښارونو کې يې د بريدونو پلان درلود، پېژندل شوي او نيول شوي دي. خو د دغې ډلې يو شمېر غړي، چې مرکزونه يې په تاجکستان کې دي، تراوسه نه دي په ګوته شوي.» د ټرمپ د ملي امنيت رييس دا خبرې داسې مهال کوي، چې په امريکا کې د ټرمپ د يوه هوټل مخې ته د امريکا هغه پوځي موټربم بريد کړی، چې په افغانستان کې یې فعاليت کړی او وايي، چې ګنې دغه ځانمرګی پوځي د افغانستان له وضعيته اغېزمن شوی و.
له فاکس نيوز سره په مرکه کې مايک والټز همداراز د استخباراتي همکارۍ پر اهميت او د ترهګرو ډلو له ګواښونو سره د مقابلې په برخه کې د قانون پر تطبيق ټينګار وکړ او زياته يې کړه:«د دې ترڅنګ بايد بريدګر اړخ ته هم وکتل شي. په دې کې د بهرنيو ستراتيژيو ارزونه، د اډو موقعيت او په افغانستان، عراق، سوريه او نورو سيمو کې د داعش او القاعدې په څېر ډلو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره د ځانګړو ځواکونو ځای پر ځای کول شامل دي.»
د نوموړي په وينا، دا ګامونه د امريکا د امنيت د ټينګښت لپاره اړين دي او واشنګټن ته اجازه ورکوي، چې د جهادي ډلو د پلانونو او احتمالي بريدونو مخه ونيسي.
د امريکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنيت د سلاکار مايک والټز له څرګندونو داسې ښکاره کېږي، چې ګنې امريکا بېرته افغانستان ته ستنېږي! خو خپل حضور به په افغانستان کې څرنګه ساتي؟ په دې اړه د ټرمپ پاليسي روښانه ده. لومړی په افغانستان کې د اډو تر لاسه کولو مسئله ده. دا مسئله د ټرمپ له بريا سره سمه مطرح شوې ده، هغه وخت په افغانستان کې داسې اوازې وې، چې د يو شمېر اډو غوښتنه شوې، چې دا دی اوس د شېرمحمد ستانکزي د تعامل خبره هم ورسره سر خوري، يعنې طالبان چې د امريکا د نغدو پيسو پر مرستو پايي او د افغانستان د دفاع وس نه لري او همدا رنګه د افغانستان فضا د امريکا په لاس کې ده، ښايي ډېر زر د امريکا غوښتنې ومني او د خپل حکومت د بقا لپاره امريکا ته اډې ورکړي، چې يوه په کې د باګرام هوايي اډه ده. نورې به وروسته مالومې شي، چې په جنوب، ختيځ او دغه راز لوېديځ کې په پام کې نيول کېږي.
څېني به وايي، چې ګنې د ټرمپ اداره به د ترهګرۍ ضد جګړه، پر طالبانو يا له طالبانو سره د تعامل په ترڅ کې وکړي، خو دا مسئله سخته ده، ځکه د ټرمپ د اداري پوځي، استخباراتي او دفاعي مشران له طالبانو سره جوړ نه دي، نو د ترهګرۍ ضد مبارزه به د هغوی پر مټ او يا هغوی (طالبانو) سره په تعامل کې هم ونه کړي. د دې دلايل ډېر دي، يو خو طالبان له القاعده او ټي ټي پي جلا کېدای او د هغوی پرضد له امريکا سره درېدای نشي، بل دا چې د بشري حقونو نقض او د جمهوريت پرځېدل نه يوازې د افغانستان لپاره سخت تمام شوي، بلکې امريکا يې په نړيواله کچه سخته اغېزمنه کړې او دغه راز يې سيمه او نړۍ د ترهګرۍ له بل خطر سره مخ کړي دي، د هغې ترهګرۍ خطر، چې امريکا ماته شوې ترهګري بللې وه. بله د پام وړ مسئله دا هم ده چې له طالبانو سره د لوېديځ تعامل نشته او لوېديځ په ځانګړې توګه ناټو او اروپا، په افغانستنا کې د جمهوريت، ولسواکۍ، او بشري حقونو د تحقق پلوي کوي.
که د پاکستان رول او لابي ګرۍ ته راشو، نو پنجابي لابيګري به دا ځل د امریما باور تر لاسه نه کړي، ځکه د پاکستان د دوه مخي سياست په اړه ټرمپ حساس دی او بل ځل نه غواړي، چې د پاکستان پر دوه مخې پاليسئ دوکه او بې ځايه پيسې مصرف کړي. د دې ترڅنګ امريکا ته اوس ښه ښکاره شوې، چې اوسنۍ ترهګري ټوله د پاکستان توليد ده.
بل لوری د پخواني جمهوريت افغان سياسي او پوځي فعالان په امريکا، اروپا او نړيواله ټولنه کې ډېر فعال دي، چې د پاکستان دوه مخې پاليسي يې چلنج ګړې ده. دغه افغان فعالينو اوس په بشپړه توګه پر نړيوال مېز تمرکز کړی، چې هر وخت د پاکستان دوه مخې ستراتيژي او طالبانو کړنې ننګولی شي.
تر ټولو مهمه دا ده، چې اوس پاکستان هم په سياسي، هم په پوځي او هم په اقتصادي ډګرونو کې له سختې ماتې سره مخ دی. موږ وينو، چې په قبايلي سيمو کې پښتانه او بلوڅ له پنجاب سره په ټکر کې دي او د آزادۍ لپاره هم سياسي او هم وسله واله مبارزه کوي.
هاخوا سېنديان او نور توکمونه لکه سرواکيان هم د پنجاب ننګه او ملاتړ نه کوي، ځکه د پنجاب زبېښاک ورته د منلو او زغملو نه دی، دغه قومونه هم لکه پښتانه او بلوڅان له پنجاب سره په سياسي مخالفت کې واقع دي. په پنجاب کې هم پوځ او استخباراتو خپل ماهيت بايللی دی او ټول پنجابيان د دوی د غير قانوني او لوړ فساد دوام لپاره د هغوی له ملاتړه زړه توري شوي دي.
همدا راز له چين او روس سره د پاکستان د پوځ نږدېوالی په ځانګړې توګه د امريکا لپاره د منلو او زغملو نه دی، په دې کې عمران خان خپله صدراعظمي له لاسه ورکړه او زنداني کړل شو، نو دې او دې ته ورته نورو حالاتو ته په کتو سره اټکلونه دا دي، چې پاکستان تجزيه کېدو ته نږدې شوی دی. دا چې څرنګه تجزيه کېږي، دا بيه بېل بحث دی، خو دا ټول امريکا ته ښه روښانه دي، نو د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې به امريکا د پنجاب پر لاپو دوکه نه شي او نه هم غواړي، چې له پاکستاني واکننو سره په ډوبېدونکې بېړۍ کې کېني.
د دې لپاره د امريکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستراټيژي روښانه ده او آن په تېره دوره کې يې د افغانستان او سويلي آسيا لپاره جوړه او اعلام کړې وه. اوس به پر همغې ستراټيژۍ کار کوي. کله چې په 22.08.2017 کې د امريكا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په امريكا كې د افغانستان او سويلي آسيا په اړه خپله پاليسي اعلام کړه او له خبريالانو سره يې په غونډه کې له پرځېدلي افغان دولته هر اړخيز ملاتړ څرګند كړ،نو هلته د پاکستان اهميت له پامه غورځول شوی و. ټرمپ د هغې ستراتيژۍ د اعلامولو پر مهال د خپلو پخوانيو څرګندونو بر خلاف له افغانستانه د امريكايي ځواكونو له ايستلو سره مخالفت وښود او زياته يې كړه چې دا سرتيري به د افغان دولت او امنيتي ځواكونو ملاتړ ته دوام وركړي. ټرمپ اوس هم له افغانستان د امريكايي سرتېرو د ايستلو له پاليسۍ سره مخالف دی او دا د امريکا لپاره ستر تاوان بولي.
ټرمپ همدا راز له هندوستانه غوښتنه کوي چې په افغانستان كې د ثبات د ټينګښت په موخه را وړاندې شي.
په هر حال اوس نه پخوانی جمهوريت شته او نه هم پخواني افغان ځواکونه، خو د افغان ځواکونو د بېرته راستنولو او جمهوريت د بيا احيا کولو لپاره افغان سياسيون او پخواني پوځي چارواکي هم له امريکا سره په خبرو بوخت او هم له نړيوالې ټولنې سره، د ناټو او اروپايي ټولنې هم دا غوښتنه ده، نو دا چې په دې برخه کې به د ټرمپ تصميم څه وي، وروسته به مالوم شي، خو د سويلي آسيا په اړه د ټرمپ پاليسي روښانه ده، چې هند ته ډېره توجه کوي. له هند سره د ټرمپ ملګرتيا مهمه ده، ځکه هند له چين سره هم ستونزې لري او امريکا هم له چين سره د اقتصادي جګړې لپاره، هند غوره بولي. همدا رنګه د مرکزي آسيا لپاره هند د امريکا غوره بديل دی، چې دغه هېوادونه په حقيقي توګه د روسيې له انحصاره وژغوري. د دې لپاره پخوا د چابهار بندر غوره شوی و، خو اټکل دی، چې د پاکستان له تجزيې سره سم به نور بندرونه غوره کړل شي.
د امریکا د استخباراتو پر تبلیغاتو باور کول د شوده گانو خلګو کار دی.
داعش ماعش القاعده ملقاعده الجولانی او البغدادی او نوری تروریسټی ډلی د صهیونیزم – امپریالیزم د خطرناکو پروژو یوه خطرناکه برخه ده.