چهارشنبه, جنوري 8, 2025
Homeخبرونهافغان لوبډلې له زیمبابوې دوهمه ټېسټلوبه وګټله

افغان لوبډلې له زیمبابوې دوهمه ټېسټلوبه وګټله

تاند (دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۷مه) د افغانستان او زیمبابوې د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوو تیسټ سیالیو لوبلړۍ په دویمه لوبه کې افغان لوبډلې زیمبابوې ته د ۷۲منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ دویمه ټیسټلوبه د تېرې پنجشنبې په ورځ پیل شوه، چې نن دوشنبه د افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې زیمبابوې ته د ۲۷۸ منډو هدف ورکړ.

زیمبابوې د لس ویکټو په زیان ۲۰۵ منډې وکړې او لوبه یې افغان لوبډلې ته بایلوده.

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې رحمت شاه زرمتي ۱۳۹ او عصمت عالم ۱۰۱ منډې وکړې او په توپ اچونه کې بیا راشد خان د د سیالې لوبډلې ۷ ویکټونه وسوځول.

افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۷ منډې کړې وې خو په مقابل کې یې زیمبابوې ۲۴۳ منډې وکړې. په دوهمه پاڼۍ کې افغان لوبغاړو ۳۶۳ منډې وکړې.

په دې ټیستلوبه کې راشدخان ټولټال ۱۱ لوبغاړي وسوځول او د وروستۍ ټیستلوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو. رحمت الله زرمتی بیا د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو ځکه چې ۳۸۲ منډې یې کړې دي.

د افغانستان او زیمبابوې لومړۍ ټیستلوبه د باران له کبله بې نتیجې شوه کنې په هغې کې هم د افغانستان لوبډله وړاندې ښکارېده.

افغانستان د زیمبابوې په دې سفر کې له دغه هیواده د شل اوره او یو ورځڼیو سیالیو لړۍ هم وګتلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب