پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهدوزخ په انسان کې | لیکوال: محب زغم

دوزخ په انسان کې | لیکوال: محب زغم

روزي او نفقه ، ښې کلمې او ښې بهانې. کله کله به عبدالجبار خپل وجدان ګرماوه چې ولې داسې کارونه کوې ، خو د جبارپلمه همدا وه چې سړى د نفقې لپاره مجبوريږي چې ځيني کارونه وکړي. هغه د استخباراتو په اداره کې مستنطق و. کار يې هم آسان و او هم سخت. چارواکو به جبار ته د هر تورن سره يوه دوسيه هم ورسپارله چې د تورونو يو ليست به په کې و. د هغه دنده دا وه چې ټول يا لږ تر لږه تر نيمايي زيات تورونه په تورنو باندې ومني. په خپل کار کې آزاد و ، د هر څه د کولو واک يې درلود، د تورنو وهل ، ځورول ، بې خوبه کول ، د هغو د ويښتانو  او ږيرې شکول ، برق ته يې ورکول او …..

    په لمړيو کې به يې تورن کسان يوازې په سوکونو ، څپېړو ، او لغتو وهل. له دې کاره يې ډېر خوند اخيسته. د وړوکوالي څخه يې په زړه کې همدا ارمان و چې هر څوک وډبوي. هغه په ماشومتوب کې تر ګردو همزولو ډنګر او کمزورى و ، هر وخت به يې په جنګ کې وهل خوړل خو اوس نو خداى ورکړى و.

    کرار کرار يې د ځورولو نورې لارې هم وکارولې. نور نو يوازې د تورنو په وهلو نه راضي کېده ، ځينو تورنو کسانو به هم يوازې په وهلو اقرار نه کاوه ، يو نيم کسان خو به د جبار په نريو ښځينه لاسونو بيخي نه خوږېدل ځينو به ملنډې هم پرې وهلې. 

    مياشتې کلونه تېرېدل او جبار د اقرار اخيستلو نوې وسيلې او نوې طريقې زده کولې. پر بوتل باندې د تورنو کېنول او د هغو پر جنسي آلت د ډبرې ځوړندول تر ټولو موثرې لارې وې.

        حکومتونه يو په بل پسې بدلېدل  رابدلېدل خو جبار

له خپلې دندې نه لرې کېده. هغه به د هر نوي حکومت په راتګ سره پنځه شپږ ورځې اوزګار پاته کېده ، خو ډېر ژر به د تورنو نوي کاروانونه ورورسېدل. هغه به په همدې څو ورځنۍ اوزګارتيا کې  ډېر نارامه و، لکه هغه څوک چې يو ډېر قيمتي شى يې ورک کړى وي ، دې خوا  ها خوا لالهانده ګرځېده ، هېڅ شي خوند نه ورکاوه او هېڅ ځاى کې يې ارام نه مونده. وروسته بيا جبار د بيکاريو وختونو لپاره هم يوه چاره وکړه، د کار په موده کې د اقرار اخيستنې پر وخت يې ټول غږونه په فيته کې ثبتول . د تورنو کړيکې ، ژړاوې ، چيغې ،فريادونه ، زارۍ او د جبار سپکې سپورې او زياړې په فيتو کې خوندي کېدلې. جبار د بېکارۍ په شپو همدغه فيتې په ټېپ کې غږولې او ډېر خوند يې ترې اخيسته.

    دوه کاله مخکې يو بل حکومت راغى. جبار يې له دندې وشاړه . هغه څو اونۍ په کابل کې د کار په لټه کې و ، خو د خوښې کار ورته پيدا نشو، همدا و چې پېښور ته يې کډه کړه. هلته څو ځايه د منشيتوب کار ورته پيدا شو. جبار په هر ځاى کې څو څو ورځې تېرې کړې خو دغو کارونو خوند نه ورکاوه . ډېر وخت يې په خپل کور کې د هماغو فيتو په اورېدلو تېراوه. ګزاره يې په هاغو بېخرتو پيسو کېدله چې د کار په موده کې يې ګټلې او د هغه ښځې معصومې  په کور کې خوندي کړې وې.

    په کور کې يوازې دى او ښځه يې اوسېدل اولاد يې نه و شوى. يو څه موده چې تېره شوه ډېره عجيبه ستونزه ورته پيدا شوه، په نا حقه يې معصومې باندې شک پيدا شو زړه کې يې ګرځېده چې ښځه يې له کوم چا سره لاره لري. دوه درې اونۍ يې د ليرې نه خپل کور وڅاره چې څوک ورته راځي که نه ، هېڅ څوک يې هم ونه ليد، پر شيطان يې لعنت وويل. څو ورځې هوسا و ، خو بيا ورته بدګوماني پيدا شوه شک يې وار په وار زياتېده . کور کې  يې وويل چې د کړکيو پردې دې نه ليرې کوي. پر دې يې هم بسنه ونکړه، يوه ورځ يې تور رنګ راوړ او ټولې ښيښې يې تورې کړې ، د کړکيو شاته يې اوسپنيزې پنجرې ولګولې. بله ورځ يې له بازاره پنځه دانې غټ غټ قلفونه راوړل او په دروازې يې ولګول. ښځه يې وپوښتل: دروازې خو دوه قلفونه لرل نو  دا نور دې ولې ورولګول؟

    _ هېڅ ته نه پوهېږې  دا پردى وطن دى احتياط ښه شى دى.

    جبار به که د دوو دقو لپاره هم له کوره ووت نو د دروازې ټول قلفونه به يې بندول او کيلي ګانې يې خپل جيب ته اچولې. له کوره يې داسې شى جوړ کړى و چې مرغۍ هم نشواى ورننوتى خو بيا يې هم شک نه ليرې کېده. کله کله يې په کور کې ويل چې زه بازار ته ځم ، خو د کور شا و خوا ته يې پيره کوله. 

    سوکه سوکه خبره نوره هم خرابه شوه، هغه ډېر ځورېده. له معصومې څخه يې کرکه کوله. ته وا د ننه په بدن کې يې اور بل و او دى يې سوځاوه. يوه ورځ يې په ډېره بېړه د کور ور خلاص کړ، په منډه د خوب کوټې ته لاړ، دپردې شا،د تخت لاندې ، ټول ځايونه يې وپلټل، پخلنځي ته لاړ المارۍ او روکونه يې په ځير وکتل، بيا يې تشناب ته هم سر ښکاره کړ ، ټولې کوټې او دالان يې ښه له نظره تېر کړ. معصومې ورنه پوښتنه وکړه: خيريت خو به وي ، کوم څه دې ورک کړي دي که څنګه؟

    _ راته ووايه چېرته دې پټ کړى؟

    _ څه شى؟

    _ پخپله پوهېږې ، سړى دې چېرې پټ کړى؟

    _ کوم سړى ، ماغزه خو به دې نه وي خراب؟

    لا يې خبره نه وه خلاصه شوې چې د جبار تر سوکونو او لغتو لاندې شوه. د هغې ورځې نه وروسته به يې هره ورځ همدا حال و. کله کله به جبار نه سم سړى جوړ شو له معصومې به يې بخښنه وغوښته نوې جامې به يې ورته راوړلې، ښه به يې په مينه ورسره چلند وکړ ، خو چې څو ورځې به تېرې شوې بيا به پوښتنې ګروېږنې ، وهل او ټکول شروع شول. کرار کرار د جبار شک او بد ګوماني لا زياته شوه ، نيمه شپه به هم راويښېده ټولې کوټې به يې وپلټلې ، معصومه به يې راويښه کړه او په وهلو وهلو به ترې پوښتنه وکړه چې څوک درسره ويده و؟

    څومره چې د جبار شک زياتېده هماغومره يې پر معصومې ظلمونه هم ډېرېدل. پر معصومې به يې هم د ځورونې هره طريقه ازمېيله.

***

    نن جبار ښار ته تللى و څنګه چې راستون شو د وره ټول قلفونه يې خلاص کړل مخامخ د خوب کوټې ته لاړ لېوني غوندې يې دې خوا ها خوا وکتل ، تخت يې پورته کړ ، بسترې يې ورغړولې ، پردې يې وشکولې، پخلنځى ، دالان ، اونورو کوټو کې يې هم هر څه ګډوډ کړل. تشناب ته لاړ چت او دېوالونو ته يې وکتل ، پر تل يې لاس ورتېر کړ او په داسې غږ چې ته وا له کوم شي څخه وېرېدلى وي په زوره يې نارې کړې: معصومې !

    معصومې چې زړه يې درزېده او ټول بدن يې رپېده په وېرېدلي غږ ځواب ورکړ:

    _ څه دې ويل؟

    _ څوک راغلي وو؟

    _ دروازه خو تا را پسې بنده کړې وه کله څوک راتلاى شو.

    _ څوک راغلي وو ، ريښتيا ووايه؟

    _ قسم درته خورم ولله که خو… 

    _ نو دا تشناب ولې لوند دى؟

    _ کالي مې مينځلي ، نه يې وينې چې دالان کې مې وېـړ کړي دي.

    _ ته ما غولوې هه ، زه پوهېږم انډيوال دې دلته لامبېدلى.  

    _ څنګه دې خولې ته سمېږي چې داسې خبرې کوې لږ خو شرم وکړه.

    _ ته لا ما ته نسيت (نصيخت )کوې.

     له کمڅيو ونيوه راچپه يې کړه ، د لغتو وارونه يې پرې شروع کړل. د هرې لغتې سره د معصومې چيغه اسمان ته پورته کېده. پنځه دقې همداسې تېرې شوې جبار ستړى شو، سا يې بنده بنده کېده، پخلنځي ته لاړ.

معصومې چيغې نه وهلې خو د هرې سا په اخيستلو يې زګيروي کول. زړه کې يې وويل ښه شو چې په همدومره خلاصه شوم. څو شېبې هماغسې پرته وه ، چې دمه لږه يې سازه شوه کرار کرار کېناسته ، لاسونه يې پر دېوال تکيه کړه چې ولاړه شي، لا سمه اوچته شوې نه وه چې جبار له ويښتانو ونيوه ، سر يې شا ته قاط کړ او پر مرۍ يې چاړه کېښوده. په ډډ غږ يې وپوښتل:

    _ ژر ووايه چا سره پرته وې؟

    _ ته کله زما خبره منې په خداى قسم..

    د چاړې پرڅوکه يې زور وکړ او وې ويل:

    _ ريښتيا راته ووايه ، مرۍ به دې غوڅه کړم.

    معصومې په ژړا وويل:

    _ مړه مې که _ چې _ بېغمه شم. 

    _ تا ته لکه چې ټوکه ښکاري هه

    د اورمېږه پر کيڼ شارګ يې چاړه تېره کړه. وينې دارې وکړې معصومې يوه کړيکه وکړه او ولوېده.

    څو دقې وروسته د جبار يوه ګاونډي ولېدل چې جبار منډې وهي او کالي او لاسونه يې په وينو سره دي. هغه د جبار کور ته لاړ ، د کور دروازه بېرته وه ،  د دالان تل او دېوالونه په وينو ککړ وو، د دېوالونو په ټيټو ځايونو کې د ورغوي سور رنګه ټاپې وې. د معصومې پر غاړه هماغه يو ټپ و، خو په نس او سينه کې يې لس دولس ځايه سوري وو، د اولاد ځاى يې هم څيرل شوى و.ګاونډي د معصومې پر لوڅ بدن خپل څادر وغوړاوه او له کوره ووت چې پوليس خبر کړي.

کابل

١٣٨٦/٠٥/٢٧

1 COMMENT

  1. زغم صیب. یوه د زغم قیصه به مو لیکلی وه. دا څنګه د درد او غم قيصه ده. خلکو ته لارښونه وکړی او اميد ورکړی. غمونه مه خپروی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب