دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهامریکا وايي، هڅه کوي له ایران سره مذاکراتو ته لاره هواره کړي

امریکا وايي، هڅه کوي له ایران سره مذاکراتو ته لاره هواره کړي

تاند (پنجشنبه د میزان۳) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، د دوی له لوري پر ایران لګول شویو بندیزونو ته دوام ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګان اوتاګوس ویلي، پر ایران لګول شویو بندیزونو ته دوام ورکوي خو زیاته کړې یې ده چې هڅه یې داده څو له مختلفو لارو ایران سره مذاکراتو ته لار هواره کړي.

نوموړې ویلي، یوه توافق ته د رسېدو لپاره تر ټولو غوره لاره خبرې کول دي او دوی کوښښ کوي چې له همدې لارې ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

هغې یو ځل بیا ایران د امریکا دښمن بللی او د دښمن خطاب یې ورته کړی دی.

مورګان اوتاګوس ویلي، ایران باید په سیمه کې له ورانکاره کړنو لاس واخلي او نور خپلو هغو کړنو ته چې د سیمې هېوادونه یې نه غواړي بندې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وروسته تر هغه دا څرګندونې کړي چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې امریکا د ایران پر وړاندې په نړیواله کچه یوازې شوې ده او خپل ملګري یې له لاسه ورکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب