سه شنبه, مې 14, 2024
Homeجنرال وزیريشېرشاه سوري| جنرال دولت وزیري

شېرشاه سوري| جنرال دولت وزیري

د تاریخ پاڼه

افغانان په هند کې

شېرشاه سوري

د شېر شاه سوري (زېږېدنه ۱۴۷۲م کال- مړینه د ۱۵۴۵م کال د مې ۲۲مه) نوم فریدخان د حسن خان سوري زوی او د ابراهیم خان سوري لمسی و. نیکه يې په هند کې د سلطان بهلول لودي د واکمنۍ پر مهال له افغانستان څخه هند ته کوچېدلی و.

پلار يې د سلطان سکندر لودي په ځواکونو کې د شاملیدو له کبله د هند د بېهار ولایت د ساسرام ځمکه تر لاسه کړه. فرید خان د سلطان ابراهیم لودي د واکمنۍ پر مهال د ساسرام سیمې د حکمران په توګه وټاکل شو. د حکمران په توګه تر ټاکلو وروسته ده د سیمې د بزګرانو چوپړ ته ملا وتړله او د سیمې خلکو ته يې ډیرې ښیګڼې تر سره کړې.

له څو مودې وروسته د خپلو وروڼو د مخالفت له مخې د ساسرام د سیمې له حکمرانۍ څخه لاس په سر شو او د بېهار ولایت والي سلطان محمد ته ورغی او له هغه سره يې په کار پیل وکړ. چې فرید خان ولې شیرشاه شو، له دې کبله چې یوه ورځ د سلطان محمد سره په ښکار ووت او په ناڅاپي توګه د ښکار په سیمه کې د زمري سره مخ شو.

د ډز او غپ په پایله کې يې په خپله توره زمری له پښو وغورځاوه، همغه و چې سلطان محمد دی د شیرشاه په نامه ونوماوه. وروسته په تاریخونو کې هم په همدې نامه ( شیرشاه ) یاد شو.

شیر شاه په ۱۵۴۰ میلادي کال د بابر زوی همایون مات او واک يې ترې تر لاسه کړ. له دې سره یو ځل بیا د افغانانو واکمني پر هند واکمنه او د يوې افغاني جرګې له خوا د هند واکمن شو.

د بې اتفاقۍ دې کور خراب شي، تل افغانانو د خپلمنځي بې اتفاقیو له کبله میدان بایللی دی. د سوريانو کورنۍ د بې اتفاقیو له کبله د دوی واکمنۍ هم تر ۱۵۵۵ میلادي کال پورې پایښت وکړ او د بابر د زوی همایون له خوا د ایرانیانو او افغانانو په مرسته د دې کورنۍ واکمني ته د پای ټکی کیښودل شو.

جواهر لعل نهرو د شیر شاه سوري په هکله لیکي:

«شیر شاه ډیر پیاوړی واکمن و، د خپلې لنډې پنځه کلني واکمنۍ په موده کې يې ډیر ستر کارونه تر سره کړل. ډیر فعال او او لوړه وړتیا يې لرله. د ښې ادارې وړتیا له کبله يې ښه دولتي اداره را منځ ته کړي وه. دی له ډیرو حکمرانانو څخه پیاوړی واکمن تیر شوي دی.»

خوشحال بابا وايي:

مست هاتي، خوني زمري تورې وکښلي

که د سر ویره دې نه شي کار اسان دی

او بیا وايي:

د نامرد او مرد په دا تفاوت وشو

په نامرد کار اسان وي په مرد ګران دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب