جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد کانکور عمومي اول نمره شمسیه وايي پلار یې په سمنګان کې...

د کانکور عمومي اول نمره شمسیه وايي پلار یې په سمنګان کې کان کیندونکی دی

تاند (پنجشنبه د میزان ۳) شمسیه د ۱۳۹۹ کال د کانکور عمومي اول نمره اعلان شوه، چې تر ټولو زیاتې ۳۵۳.۱۸۵ نمرې یې ګټلي دي.

د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د کانکور عمومي اول نمره شمسیه د محمد نسیم لور ده چې کابل کې په یوه متوسطه کورنۍ کې زېږېدلې ده.

هغه وايي یواځې یو ځل یې د کانکور لپاره تیاری کړی (امادګي یې لوستې) ده.

د نوموړې د معلوماتو له مخې پلار یې په سمنګان ولایت کې کان کېندونکی دی چې هره ورځ سخت کارونه تر سره کوي.

آغلې شمسیه وايي پلار یې ددې لپاره په ځان شپه او ورځ یوه کړې چې دا خپل درسونه په ارام ذهن ولولي او خپلو هیلو ته ورسېږي.

هغې د خپلې بریا راز د کورنۍ د غړیو په ځانګړي ډول د مور او پلار ملاتړ او له زده کړو سره خپله علاقه یادوي.

شمسیه چې د دولت له لوري ورته په بهر کې د زده کړو وړاندیز هم شوی وايي، هېله لري چې یوه ښه ډاکټره شي او خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړي.

د نوموړې په خبره بهر کې له زده کړو وروسته به بېرته خپل هېواد ته ستنېږي څو د خپل ځورېدلي ولس ته خدمت وکړي.

آغلې شمسیه د ۱۳۹۹ لمریز کال په کانکور ازموینه کې د ۳۵۳.۱۸۵ نمرو په ګټلو سره لومړی مقام خپل کړی او د کابل پوهنتون معالجوي طب پوهنځي ته بریالۍ شوې ده.

په ترتیب سره نعمت الله له کابل ولایت څخه دوهم نمره.

محمد مجتبی له کابل ولایت څخه دریم نمره.

توریالی له میدان ودرګ ولایت څخه څلورم نمره.

احمد فواد له کابل ولایت څخه پنځم نمره.

زین العابدین له غور ولایت څخه شپږم نمره.

احمد وثیق له کابل ولایت څخه اووم نمره.

د نصحې په نوم انجلۍ اتم نمره.

د وثیق په نوم د غور ولایت څخه نهم نمره.

او د فضل احمد په نوم له هرات ولایت څخه یو تن د لوړو نمرو په تر لاسه کولو سره لسم نمره اعلان شوی دی.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست نن د کانکور پایلو د اعلانولو پر مهال په یوه خبري غونډه کې وویل هغه کسان چې د لازمو نمرو په نه تر لاسه کولو سره د خپلې خوښې پوهنځۍ ته نه دي بریالي شوي خصوصي پوهنتونونو ته معرفي شوي دي.

خو دا یې نه دي ویلي چې څومره کسان دولتي او څومره خصوصي پوهنتونونو ته بریالي شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې ټاکل شوې د سږ کال کانکور ازموینې پینځه تنه بریالي کسان چې تر ټولو زیاتې نمرې یې اخیستي دي د کانکور کمېټې او نورو اړوند ادارو لخوا تقدیر شي.

د یادو پایلو تر اعلان مخکې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عباس بصیر خبریالانو ته وویل چې یاد وزارت د متقاضیانو له ډلې د ۱۰ سلنې څخه د زیاتو کسانو د جذبولو ظرفیت نه لري.

1 COMMENT

  1. سلام
    توانا بود هرکه دانابود
    شمسیه ما افغان بود
    خرسند عیان ونمایان بود
    نماد دانش وامتیاز بود
    با زحمت پیگیر وپیکار بی نظیر
    هسته رقابت مقام بالا بود
    افرین اش برکمال نثار بود
    چه خوب می گوید که حتی
    زدانش دل پیر بر نا بود !
    مبارک ٬ مبارک ومبارک باد برای افغانستان بود

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب