سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد ۱۱۰ مېګاواټه برېښنا توليد لپاره د څلورو پروژو تړونونه لاسليک ...

د ۱۱۰ مېګاواټه برېښنا توليد لپاره د څلورو پروژو تړونونه لاسليک شول

تاند(پنج شنبه، د میزان ۳) د افغانستان برېښنا شرکت له دوو شرکتونو سره د ۱۱۰ مېګاواټه لمريزې او بادي برېښنا د توليد لپاره د څلورو پروژو تړونونه لاسليک کړل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې پرون ماسپښین د افغانستان برېښنا شرکت رئیس داوود نورزي او د زولرستان ساختماني ۷۷ او کواټرو ساختماني شرکتونو ترمنځ، د امریکا متحدو ایالتونو پرمختیایي ادارې (USAID) په مالي مرسته له لمریزې او بادي سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په موخه د خصوصي او عامه مشارکت څلور پروژو تړونونه لاسلیک شول.

د پروژو تړونونو د لاسليک پر مهال د پانګونې اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب وویل:

ولسمشر پر ځان د هېواد د بسیاینې او پانګونه کې د خصوصي سکتور د جذب په موخه ‎د پانګونې اسانتیا واحد ایجاد کړی دی.

هغه زیاته کړه، دغه څلور تړونونه د افغانستان برېښنا شرکت د سترو تړونونو له ډلې څخه دي چې ۱۶۰ میلیون ډالر پانګونه په کې شوې او له ۱۸ څخه تر ۲۷ میاشتو موده کې به د تولیدي ظرفیتونو شبکه کې کابو ۱۱۰ میګاواټه برېښنا زیاته شي.

وروسته د افغانستان برېښنا شرکت رئیس داوود نورزي له لمریزې او بادي سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په موخه د خصوصي او عامه مشارکت څلور پروژو د تړون په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د برېښنا انرژۍ په برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو له مرستو د مننې پر مهال وویل:

د افغانستان برېښنا شرکت د بریالیتوب معیار د پېرېدونکو رضایت او موخه مو د لا زیاتو خدماتو برابرول، پر ولایتونو د تمرکز زیاتول او د عوایدو لوړول دي.

وروسته په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت شارژدافیر راس ویلسن وویل، برېښنا ته د افغان ولس لاسرسی د دوی د ژوند د ښه والي لپاره مهم دی. د تجدید وړ انرژۍ د نننیو تړونونو لاسلیک د افغانانو د ژوند د ښه والي، افغان متشبثینو او اقتصادي ودې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د هڅو یوه برخه ده چې د متحدو ایالتونو اوږدمهال تعهد څرګندوي.

ولسمشر غني دغو مراسمو ته په وینا کې وویل:

د خوښۍ ځای دی چې د انرژۍ په برخه کې د خصوصي سکتور د پانګونې شاهدان یوو.

هغه زیاته کړه، د افغانستان برېښنا شرکت له بین المللي بنسټونو او خصوصي برخې سره په همکارۍ د برېښنا ملي شبکې د ایجاد لیدلوری ممکن کړ.

په دغو پروژو کې چې د امریکا متحدو ایالتونو پرمختیایي اداره یې تمويلوي په بلخ ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې انرژۍ، د کابل نغلو د اوبو پر بند څرخېدونکې لمریزې برېښنا انرژۍ ۲۰ میګاواټه، په هرات ولایت کې د ۲۵ میګاواټه بادي او ۲۵ میګاواټه لمریزې څرخېدونکې برېښنا پروژې شاملې دي.

2 COMMENTS

  1. یره ستر بندونه جوړ کړئ.

    د شروع شویو بندونو چارې و څارئ او لږ یې چټک کړئ.

    ستاسې پلان دا ؤ چې ۱۳۹۵ کې ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړئ اوس دا دی ۱۳۹۹ کال دی او لا څه نه دي شوي.

    لږ لږ ښه شئ، الله ته وګورئ

  2. ۱۰۰٪ دروغ دي، ملت فریبي ده، غني ګري ده. خو په دې ډرتو خلک نه غولیږي. غني کې یوه غنا شته او هغه د دروغو غنا ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب