سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهچارواکي: طالبانو د تېرې شپې راهیسې د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ سخت...

چارواکي: طالبانو د تېرې شپې راهیسې د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ سخت بریدونه پیل کړي

تاند (پنجشنبه د میزان ۳) د ارزګان ځايي چارواکي وايي، طالبانو له تېرې شپې راهیسې ددغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ بریدونه پیل کړي چې اوس هم دوام لري.

د چارواکو په وینا تر اوسه د پولیسو د لېزري قطعې د قوماندان، بریالي دفاعي په ګډون دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د دهراوود امنیتي چارواکي وايي که بېړنۍ مرسته ور ونه رسیږي، کېدای شي چې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله واوړي.

یوې سرچینې رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې تر دې مهاله د دهراوود ولسوالۍ د لندیاني له سیمې سلګونه کورنۍ وتلي دي او د لندیاني ټوله سیمه د طالبانو لاس ته لوېدلې او وسله وال د ولسوالۍ بازار ته نږدې شوي دي.

بلخوا د دهراوود امنیه قومندانۍ مرستیال روزي خان ويلي، طالبانو تېره شپه د لندیاني سیمه کې د امنیتي سرتېرو پر پوستو بریدونه وکړل چې ۱۲ طالب جنګیالي پکې ووژل شول.

په همدې حال کې د ارزګان ځايي چارواکي وايي طالبانو هغه ۲۸ تنه پولیس چې د جنګ پر مهال هغوی ته تسلیم شوي و وژلي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دا کسان یې د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې په مخامخ جګړه کې وژلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب