سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهعبدالله او کرزي کابل کې د امریکا له شارژدافیر سره وکتل

عبدالله او کرزي کابل کې د امریکا له شارژدافیر سره وکتل

تاند (پنجشنبه د میزان ۳) عبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا له شارژدافیر راس ویلسن سره خبرې وکړې.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله له راس ویلسن سره په لیدنه کې افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په زیاتېدو سره اندېښنه څرګنده کړې ده.

په دې لیدنه کې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو او د هېواد په سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې شوي دي.

عبدالله په دې لیدنه کې ویلي چې په دوه کې د سولې روان خبرو پر مهال د تاوتریخوالي کمښت بحث اړین دی او په خبره یې د باور فضا رامنتځته کولو لپاره باید روان تاوتریخوالی کم شي.

په همدې حال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په کابل کې د امریکا له شارژدافیر راس ویلسون سره لیدلي دي.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د سولې پروسې برخه کې د وروستیو پرمختګونو او ځیني نورو موضوعاتو په اړه تفصیلي خبرې شوي دي.

دا لیدنې په داسې مهال شوي چې د طالبانو او حکومت د سولې مذاکراتي ټیمونو د تماس ډلو تر منځ اوس هم خبرې روانې دي، خو کومې مشخصې پایې ته نه دي رسېدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب