پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهمولوي رحمت الله اندړ د ملي امنیت شورا د ویاند په توګه...

مولوي رحمت الله اندړ د ملي امنیت شورا د ویاند په توګه وټاکل شو

تاند (پنجشنبه د میزان ۳) د ولسمشر اشرف غني د تازه حکم پر اساس مولوي رحمت الله اندړ د ملي امنیت شورا د نوي ویاند په توګه وټاکل شو.

مولوي رحمت الله اندړدوه ماسټریانې لري، چې یوه یې په دیني علومو او عربي ژبه کې کړې ده او بله د ښوونې او روزنې په مدیریت کې لري.

نوموړی په پښتو، عربي، دری او انګلیسي ژبو باندې خبرې کولی شي.

ښاغلی اندړ د ښوونکي او استادۍ تجربه هم لري او تر دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي سلاکار او بیا د ملي امنیت شورا په دفتر کې د علماوو او دیني چارو د رییس او سلاکار په توګه دندې تر سره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...